نظــر

د کرزی وروستی موقف د ستایلو وړ دی!

لکه څرنګه چی د افغانستان کړیدلی ولس د صلیبی یرغل له پیل نه تراوسه پورې له رنګا رنګ کړاونو سره مخامخ دی او ورځ په ورځ یی حالت مخ په خرابیدو دی هر قسم کړاونه، لوږه او تندې یی وګاللې لدې ټولو سره بیا هم دیته تیار نه شول چی خپل ګران هیواد په صلیبی یرغلګرو باندې وپلوري او خپله ازادي د څو ډالرو په مقابل کې له لاسه ورکړي مګر په دې وروستیو کې د ګوتو په شمیر هغه کسان دیته تیار شول چی ګران هیواد د تل لپاره د صلیبیانو مستعمره وګرځوی چی اکثره طبقه یی هغه کسان دي چی اوس مهال هم له خپلو بادارانو ځینې ځیره خوري او د خپل هیواد په پلورلو باندې هم صرفه نه کوي،

خو له وروستیو تحولاتو څخه داسې څرګندیږی چی ولسمشر کرزی هم نه غواړی چی د خپل هیواد پلورلو ته تیار شی او داسې یو دریځ یی اختیار کړی دی چی ډیری افغانان ورته خوشبینه دی، ولسمشر کرزی له امریکایانو سره د امنیتی تړون امضاء کول په زغرده سره رد کړ، او زیاته یی کړه چی تر څو چی په افغانستان کې واقعي سوله نه وي راغلې او د افغانانو په کورونو باندې چاپې وهل، او همداراز په افغانستان کې جنګ ته د پای ټکی نه وی ایښودل شوی نو هیڅکله به امنیتی تړون امضاء نه کړي سره لدې چی صبغت الله مجددی ډیر ټینګار ورته وکړ چی دغه تړون امضاء کړي که چیرته بیا هم امریکایانو مخالفت وکړ نو بیا به لاریونونه ترسره کړو، له نیکمرغه ولسمشر کرزی دغه خبرې په کلکه سره ردې کړې او زیاته یی کړه چی په لاریونونو باندې هیڅ نه کیږی مونږ نه غواړو چی په داسې حال کې امنیتي تړون امضاء کړو چی امریکایان به په خپلو اډو کې پراته وي او زمونږ کړیدلي هیوادوال به له جنګ او مرګ سره مخامخ وي، دوی به بیغمه خپلې مزې کوي او مونږ به وژل کیږو او کړیږو، داسې بریښي چی ولسمشر کرزی د حقیقت په درک کولو سره اوس پوه شوی دی چی امریکایان نه غواړی چی افغانان په ارامه فضاء کې ژوند وکړی او نه غواړی چی افغانان په خپل منځ کې سره متفق شي نو ځکه خو د ولسمشر کرزی شرطونو ته هم غاړه نه ایږدي او یا هم امریکایان ځانته هسې یوه د اوړو پوزه جوړوي چی څرنګه خپله ماته ورباندې پټه کړي او نړیوالو ته داسې دریځ ښکاره کړي چی د ولسمشر کرزی د مخالفت په صورت کې یی له افغانستان څخه خپل ځواکونه وایستل او که چیرته حقیقتا غواړي چی په افغانستان کې پاتې شي نو بیا ولې د کرزی شرطونه نه مني.

ولسمشره! الله تعالې د وکړې چی د هغه کسانو په ډله کې داخل شي د کومو په باره کې چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم داسې فرمایلي دی: (…….فوالذي لا إله غيره إن أحدكم ليعمل بعمل أهل الجنة حتى ما يكون بينه وبينها إلا ذراعٌفيسبق عليه الكتاب فيعمل بعمل أهل النار فيدخلها وإن أحدكم ليعمل بعمل أهل النا ر حتى ما يكون بينه وبينها إلا ذراعٌ فيسبق عليه الكتاب فيعمل بعمل أهل الجنة).

ژباړه:……. زما دې په هغه رب قسم وي چې نشته بل رب بغیره له ده څخه، په تحقیق سره یو کس د تاسې نه به نیک کارونه کوي تر څو چې د هغه او جنت ترمنځ به د یو لاس په اندازه فاصله وي خو په ورستی وخت کې به داسې یو عمل ترسره کړي چی د دوزخ د دخول سبب به وګرځی، او په تحقیق سره یو د تاسې نه به د دوزخیانو اعمال ترسره کوي « د الله تعالی له اوامرو څخه به نافرماني کوی» چې د ده او دوزخ ترمنځ به د یو لاس په اندازه فاصله وي او په آخر کې به داسې یو عمل ترسره کړي چی د جنت د دخول سبب به وګرځي). له پورتني مبارک حدیث څخه د انسان آخری خاتمه جوړولو باندې زیات ترکیز دی، نو الله جل جلاله دې وکړي چی کرزی په صدق سره الله تعالی ته توبه وباسي او په خپل وروستي دریځ کې صادق پاتې شي او نورو د افغان ولس په ټپونو باندې پټۍ کیږدي.

ولسمشره! اوس به تا ته ښه معلومات شوي وی چی څوکۍ، قدرت، مال هیڅ وفا نه لري لکه څرنګه چا تا دولس کاله په افغانانو باندې پاچاهي وکړه او ښه عیش او عشرت دې وکړ خو اوس داسې ښکاري چی ستا د واکمنۍ زوال را نیژدې شوی دی او ورځ په ورځ را لنډیږی نو تاسې باید په دې پوه شئ چی د دنیا ژوند ناچیزه شی دی قدرت، واکمني هیڅ فایده نه لري خو نیکبخته به هغه څوک وي چی د خپلې واکمنۍ په دوره کې یی په ریښتینولۍ سره د اسلام او ولس خدمت ته ملا تړلې وي، که چیرته تاسې سوچ وکړئ، دولس کاله په تاسې باندې هم تیر شول چی هر قسم عیش او عشرت مو ترسره کړ او په هغه چا باندې هم تیر شول چی د سهار او بیګا یوه مړۍ وچه ډوډۍ یی نه لرله، خو نن ورځ هغه څوک چی په بی وسۍ او غریبۍ سره یی ژوند تیر کړ تر تاسې ډیر آرامه دی او په خپل تقدیر باندې راضي دي نو تاسې باید لدې څخه پند او عبرت واخلئ، که چیرته تاسې په ریښتیا سره د افغانستان لپاره سوله او پرمختګ وغواړئ نو تاسې تر بل هر چا دغه دنده ښه ترسره کولای شی، په پای کې یو ځل بیا درته د یو مسلمان ورور په حیث نصحیت کوم چی په ريښتینولۍ سره د افغانانو د متحد کیدو لپاره ګړندي ګامونه اوچت کړی او په هیواد کې د ریښتنې سولې لپاره هر اړخیزې هلې ځلې ترسره کړی تر څو چی افغانان یو ځل بیا د خپلواکۍ په لوری روان شي او په افغانستان کې

یو متحده او باثباته اسلامی حکومت جوړ شي.

احمدالله سيلاب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x