ګلمجمې ښځينه ملېشې

عصمت الله عزام

تېره ورځ په رسنيو کې داسي خبرونه خپاره سول چې د افغانستان په شمال جوزجان او فارياب ولايتونو کې د جنبش ګلمجمو مليشو لخوا د طالبانو په خلاف په ازبکو ښځو باندي وسلي وويښل سوي تر څو د طالبانو مقابله پري وکړي، هيره دې نه وي چې څو ورځې مخکې د ګلمجمو مشر دوستم فارياب ولايت ته ولاړ او د خپلو ګلمجمو مليشو سره د غورماچ ولسوالۍ د نيول لپاره په لاره کې د طالبانو په کمين واوښتل، چې دوستم يې سره د ګلمجمو کلک محاصره کړ، چې په ترڅ کې يې دوستمي مليشو ته درانه تلفات واوښتل او د دوستم پنځه خاص کسان مړه او خپله دوستم ټپې سو او محاصره يې د اشغالګرو د چورلکو په مټ ماته کړه، او همداشان دا يې دريم ځل دی چې دوستم په فارياب کې د طالبانو سره په جګړه کې ماتې خوري. نو دا چې دوستم ماته وخوړله، اوس يې يوه بله بې شرمه تبلغاتي حربه وکاروله چې په ښځو يې وسلې وويشلې، نو ددې خبر په اوريدلو سره ما ته د نبی کريمﷺ د وخت د غزا يوه واقعه راياده سوه.

حضرت خالد بن وليد رضی الله عنه د روميانو مقابلې ته ولاړ روميانو غوښتل چې د مسلمانانو سره جنګ ونکړي، نو روميانو اول مسلمانانو ته د خپل طاقت خبري شروع کړي چې موږ د هغو نورو مشرکينو په رقم کمزوري نه يو موږ ډېر غښتلې يو، خو حضرت خالد رضی الله عنه ورته وويل ( يا کلب الروم ) ای د روم سپیه ته موږ ته قاصد راغلی يې که موږ ته نصيحت کوي، نو بيا روميانو ددې نه وروسته مسلمانانو ته د جنګ پريښودلو لپاره د پيسو وړانديز وکړ خو د خالد رضی الله عنه لخوا رد کړل سو نو په اخيره کې روميانو د مسلمانانو د جنګ پريښودلو لپاره د ښځو حربه په کار واچوله چې ښايسته او فاحشې ښځې يې مسلمانانو ته راوليږلې تر څو مسلمانان پري مشغوله کړي او جنګ پريږدې، خو تر هغو صحابؤ قربان سم چې په خطا کې يې هم کله ورته ونه کتل او قصداً خو سوال نه پيداکيږي چې ورته وګوري، نو همدارنګه صحابه کرام له فتنې څخه خلاص او پخپل ځای ثابت قدمه پاتې سول، نو اوس هم طالبان د صحابؤ په لار روان دي لکه څنګه چې صحابه په امتحان کي کامياب او کفار ناموراله سول همداشان د گلمجمو مليشي به هم په دي بي شرمې حربي كي ناموراله او ناکامه شي او طالبان به د اللهﷻ په نصرت سره فاتحان او بريالي وي .

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالله
میلمه
عبدالله

ان شآء الله اللهم انصرهم