نړۍ

د عراق په شمال کې یو امریکايي عسکر وژل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه ، تلې ۳۰مه ۱۳۹۵ل): د امريكا دفاع وزارت اعلان وکړ چې ددوی یو تن عسکر د عراق په شمال کې د یوې چاودني په ترڅ کې وژل شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړی عسکر لومړی ټپي او بیا یې خپل ژوند له لاسه ورکړ او زیاته کړې چې په دغه چاودنه کې بل کوم عسکر ته زیان نه دی رسیدلی.

باید وویل شي چې د موصل جګړې د پیل وروسته دا لومړی امریکايي عسکر دی چې وژل کیږي.

پنټاګان ویلي چې وژل شوی عسکر د هغو امریکايي ځواکونو څخه دی کوم چې د موصل په جګړه کې د عراق پوځونو ته مشوره او همکاري ورسره کوي.

عراقي پوځونو او شیعه ملیشو له تېرو څو ورځو راهیسي پر موصل ښار باندي پراخ عملیات پيل کړي تر څو یې د اسلامي دولت ډلي (داعش) له ولکې وباسي.

باید وویل شي چې امریکا د داعش په خلاف د عملیاتو پيل په کال ۲۰۱۴ کې کړی او د رسمي شمېرو له مخي یې تر اوسه ۳ عسکر وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x