نظــر

د برما دوامداره غمیزه او ویده امت!

فاتح کاروان

پرون ورځ یې د اکتوبر په ۱۸ مه د برما د بودایي حکومت لخوا د روهنګیا د مسلمانانو پرضد پراخ عملیات پیل شوي چې تر دې دمه پکې له سلو تنو زیات مسلمانان په شهادت رسیدلي او ګڼ شمېر نور ټپیان او بې کوره شوي دي، هسې خو هلته هره ورځ ظلم او وحشت روان وي مګر د پرونۍ پېښې په څېر کله کله برما د رسنیو د توجه سبب وګرځوي

ظلم د نړۍ په هر ځای کې شروع دی خو د برما مسلمانان د داسې سختو ظالمانو د ظلم سره مخ دي چې تش په لیدو یې د هر با احساسه مسلمان له سترګو بې اختیاره اوښکي ځي، د برما مسلمانان د څلور لسیزو را په دې خوا د ډیر بد حالت سره لاس او ګریوان دي، د ۲۰۰۷ میلادي کال را وروسته د برما او بیا په ځانګړي ډول د اراکان ولایت مسلمانان د بودایي لېوانو د داسې زړه بوږنوونکو مظالمو سره مخ شول چې د بشریت په تاریخ کې یې ډیرې کمې بېلګې موندل کیږي، هو هلته د بمونو باران نشته هلته حالت بل ډول دی د برما بودایي رژیم د دې هېواد بودایانو ته عام و تام اجازت ورکړی چې په هر ډول او هره لاره چې کولای شي مسلمانان دی قتل عام کړي او د همدې فرمان په اساس د بودایي راهبانو په غوښتنه برما کې د مسلمانانو عام وژنه دوام لري، ټولې نړۍ ولیدل چې څه ډول بودایي درنده ګانو د برما د مسلمانانو کورونه وران کړل، پر تور سرو یې جنسي تیري وکړل، ځوانان یې په عامو ځایونو کې په چړو، برچو، تورو، لرګیو، بېلچو او تبرونو ټوټې ټوټې کړل، د دې مظلومو مسلمانانو ماشومانو یې را و نیول او بیا یې د اوسپنې څادرونه ورته په اور تاوده او دا معصوم ګلان یې پرې وریت کړل خو، نړیوالو څه وکړل؟ هېڅ او یواځې هېڅ، دا اوس یو معمول جوړ شوې چې په امریکا کې څو لوطیان د لواطت په حالت مرداریږي ټوله نړۍ پرې غبرګون ښایي، دوه اسرائیلي یهودیان په تل ابیب کې وژل کېږي د نړۍ کفار پرې د ډېرې غصې د لاسه له خولو زږونه غورځوي، لس کافران پدې جرم وژل کېږي چې د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په شان کې یې ګستاخي کړی وه د نړۍ له یو سر نه تر بل سر پورې د جهاد او مجاهدینو پرضد د کفارو او منافقانو جلوسونه راوځي او په انتقام اخېستو عملي اقدام کوي! په همدې فرانسه کې څو شیطان پرستان د شرابو په نشه کې مست د زنا او همجنس بازئ پر مهال وژل کېږي د نړۍ له کفارو ډېر پرې تش په نامه اسلامي ریاستونه، مدني ټولنې او د بشر د حقوقو سازمان د خفګان څرګندونه کوي آن تر دې چې د کابل د دوه سري رژیم مشر اشرف غني فرانسویانو ته خپله غمرازي ښکاره کوي او پورته کړنه د بشریت سره دښمني نوموي خو…!! دا هره ورځ چې په سلګونو مسلمانان په شهادت رسول کېږي، دا یو نیم میلیاردیز اسلامي امت ته چې توهین او سپکاوې کیږي نړۍ ولې پرې ګونګه خوله ده؟!! په تل ابیب کې یو یهودي ټپي کېږي نو له قهره نړۍ په لړزه راځي خو په برما، عراق، سوریه، پاکستان، افغانستان، صومالیا، فلپین، نایجیریا، کشمیر، فلسطین او… هره ورځ د مسلمانانو د وینو ویالې روانې دي نړۍ او نړیوال یې یواځې تماشه کوي آیا انسانیت د نړۍ په خلکو کې ختم شوی؟ آیا مسلمانان د ژوند حق نلري؟ آیا د رحم او عاطفې په نوم اوس څه عمل شتون نلري؟؟ دا څه معنی لري چې امریکایان د برما بودایان حمایه کوي، د اسرائیلو یهودیان پر شا ټپوي او دلته په افغانستان کې د بشر د حقوقو ډنډورې غږوي او بیا هم امت مسلمه پرې ګونګه روژه نیولې؟!! ګیله له كفارو نه، له خپلو مسلمانانو کیږي چې دوی پخپلو کې سره اړم دي هلته په برما کې ژوندي مسلمانان په اور کباب شول، په حلب کې د اور او وینو پرته بل څه نشته، په عراق کې د امت مسلمه تاریخ او وجود و ننګول شو او لا هم زموږ مسلمانان په تنظیمي، مذهبي، سمتي او قومي اختلافاتو کې سره یو بل ته ګوته په ماشه دي!! سعودي عرب خپل زور په عراق او یمن ازمایي، پاکستان خپل اټوم د وزیرستان په مظلومو پښتنو استعمالوي، اسلامي کانفرانس یواځې نمایشي ناستې کوي، قطر او متحده امارات ناټو او امریکا ته د جنګ د مصارفو په ورکولو بوخت دي، د کویټ شیخان د دریو او څلورو ودونو څخه اوزګار نه شول، سوډان پخپل ناسور اخته دی، ایران خو هسې هم دوهم اسرائیل دی اخر د دې امت برخلیک به څنګه کیږي؟؟ امریکا مخکې او د اسلامي نړۍ فاسد، شرابي او پست ترین مشران ورپسې دي، ملګري ملتونه در ګرده کفارو ته د مسلمانانو د قتل عام اجازت نامې ورکوي او عرب لیګ، اسلامي کانفرانس او د اسلامي هېوادونو مشران پرې د رضایت امضاګانې کوي نو څنګه به امت نه بې سر نوشته کېږي؟؟ د برما غمیزه د اسلامي امت پرمخ هغه کلکه څپېړه ده چې بودایانو وار کړی ده خو تر اوسه یې لا چا ځواب ندې ویلې!

اې اسلامي امته! راځۍ چې سره متحد شو او یو ځل بیا نړۍ ته خپل تاریخ، هویت او میړانه په اثبات ورسوو او که همداسې د ځانځانئ او نفاق په ګرداب کې ډوب پاتې شولو نو تر دې به د سختو او بدو عواقبو سره مخ شو، هغه وخت به بل څوک نه بلکې خپل ځان او خپل اعمال زموږ د ذلت سبب وي.‏

د نړیوال کفر د بشپړ شکست او د اسلامي نظام د قیام په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x