افغانستان

کرزی: ښکنځل کوونکي د افغانانو استازيتوب نشي کولای

ولسمشر کرزي و ويل چې ځينې رسنۍ ملت ته سپکاوی او په هېواد کې توکم پالنې لپاره لمن وهي. ولسمشر چې نن يې د راتلونکو پنځوسو کلونو لپاره د سالنګ تونل د پراختيا ملي کنفرانس ته وينا کوله ولسمشر د تونل په تخنيکي برخو لنډې خبرې وکړې، د کرزي د خبرو تمرکز په ملي يوالي و.

ده د خبرو پرمهال وويل چې حکومت رسنيو ته کاملاُ خپلواکي ورکړې؛ خو دا خپلواکي په دې مانا نه ده چې په هېواد کې تعصب ته لمن ووهي.

کرزي ګواښ وکړ چې حکومت به د قانون په رڼا کې له هغو رسنيو سره قانوني چلند وکړي چې دا ډول مسايل په هيواد کې را پورته کوي. نوموړي دا رنګه يو شمېر هغه رسنۍ او کارپوهان چې قومي او ژبنيو مسايلو ته لمن وهي د افغان ملت استازي نه، بلکې د هغوى دوښمنان وبلل.

د ده په وينا ځينې له ډاره په بهرنيانو پسې هېڅ نه شي ويلاى؛ خو په افغان ملت پسې يې را اخيستې ده. ولسمشر د خپلو خبرو په پاى کې له ټولو رسنيو غوښتنه وکړه چې سر له ننه ملت ته د سپکاوي او توکم پالنې پر ځاى د هېواد ملي ګټو او ملي يوالي ته کار وکړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x