افغانستان

طیب اغا د طالبانو مشر ته پرانیستی لیک استولی – د لیک بشپړ متن

نن ټکی اسیا (جمعه ، تلې ۳۰مه ۱۳۹۵ل): د طالبانو د سیاسي دفتر پخواني مستعفي مشر «سید طیب اغا» د طالبانو مشر «مولوي هبت الله اخندزاده» ته یې د رسنیو له لارې پرانیستی لیک استولی.

ښاغلی طیب اغا ویلي چې که د طالبانو د پخواني مشر زوی «مولوي محمد یعقوب» د سیاسي دفتر د رئیس په توګه وټاکل شي، نو دی چمتو دی چې په دغه دفتر کې د هغو اصولو د تطبیق لپاره کار وکړي چې پخپله ده په اتو مادو کې وضع کړي او په همدې لیک کې یې ورته اشاره کړې.

په دغو اصولو کې راغلي چې د طالبانو د سیاسي تګلارې د ترتیب او تعمیل چارې دې سیاسي دفتر ته وسپارل شي، د امیرالمومنین او امارت د کلمو پرځای دې د امیر او تحریک اصطلاحات وکارول شي، طالب مشران دې له پاکستان څخه ووځي، د طالبانو په لیکو کې د بهرنیو استخباراتو د نفوذ مخه ونیول شي، د طالبانو مالي چارې دې شفافې وګرځي، افغانستان ته دې د بهرنیو جنګیالیو د راوستلو څخه ډډه وشي او په مساجدو او عام المنفعه ځایونو کې له چاودنو څخه لاس واخیستل شي.

د طالبانو د سیاسي دفتر پخواني مستعفي مشر له خوا مولوي هبت الله اخندازاده ته د استول شوي لیک یوه کاپي نن ټکی اسیا هم ترلاسه کړې چې کټ مټ یې نشر ته سپارو.

1

2

3

4

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

29 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

دا د مجاهدینو په حق کې لویه جفا ده چې وایي په جوماتونو حملې کوي او یا له خلکو په زوره پیسې اخلي. ایا طیب اغا تر اوسه کومه جبهه له نږدې لیدلې او یا یې د ورتګ زحمت ایستلی او کنه د تاند او بي بي سي ارشیفونو ته یې مراجعه کړې او خپل د لیک مغرضانه مواد یې ترې راخستي دي. هیله ده طیب اغا پخپله ددغو تورونو چې له ده څخه یې تمه نه کیژي سپیناوی وکړي . طیب اغا د خپل استعفا لیک د موادو خلاف خبرې کړي او داسې ښکاري چې د موازي سیاسي فعالیت… نور لوستل »

محمود احمدزی

فکر کوم چي دا وړانديزونه به و طيب أغا ته د پروپاګنډې په څير منسوب شوي وي. که واقعا دا وړانديزونه ددوى وي، نو د مرحوم أميرالمٶمنين ملا محمدعمر مجاهد رحمه الله د وفات د رسمي اعلان له مخه هم دا أغاصاحب په قطر کي دنده تر سره کوله نو ولي دا جناب دا وړانديزونه هغه وخت نکول؟ أيا هغه وخت تر أوس زياتې سيمې فتحه شوي وي أو که زياتو مشرانو په أفغانستان کي د ننه وجود درلوښت؟ طيب أغا د هغه بيعت او لقب په هکله څه وايې چي د مرحوم ملاصاحب سره په ابتداء د تحريک کي… نور لوستل »

ابراهیم صیاد

طیب خانه خپل عزت او حیثیت دې له خاورو سره خورې که نور تاته مونږ د یو اربکي په سترګه ګورو
تا چې په کوم وخت کې استعفا ورکړه زما شک وه چې ته ددښمن د لاس اله یې څکه په دغه وخت کې دوست دوست نه پریږدي تا د اختلافاتو رامنځته کولو لپاره دغه استعفا ورکړه

جانان خدرخېل

کشرانو ته چې مشري په لاس ورکړل شي هغه بیا همداسې حرامنمکه شي؛ یوازې یو څو طالبانو سره د شخصي ستونزو له امله یې لمن پر شا اړولې ده، زما یې په امارت، امیرالمؤمنین او طالبانو څه کار نشته خو د یو عادي افغان په صفت وایم چې طیب تر ځان مشرې او تر خپل حیثیت لوړې خبرې کړي دي؛ پُل ورانول، روغتون ورانول، سرک او پلچک الوځول او په ټوله کې عام المنفعه ځایونه ویجاړول او د بې ګناه خلکو ځورول او وژل په طالبانو باندې د طالب دښمنه خلکو خبرې دي، که چېرته طیب په دې ادعاو کې… نور لوستل »

وحدت غزنوي

زماپه ګمان دی تراو.سه ویده وو ا.یاده داګمان کاوه سی امارت اسلامی تریوه فردپوری اړین ده زکه ده ګمان کاوه چی زه ګواکی ډیرغټ سړی یم نوهغه الحمدالله برعکس شول امارت اسلامی ترفردپوری نه دی ټړلی زکه داسی خلق سه چی نه دامیرالؤمنین ملا محمدعمر مجاهدپه وفات کمزوری شونه دامیرالؤمنین ملااخترمحمدپه شهادت کمزوری شواونه به ان شاءالله مجاهدین په شهادتوکمزوری شی بلکی ورځ تربلی پیاوړی کیژی نودی ډیرګیلمن شکاری زکه ده ته ځان ډیرغټ شکاری ده خوپه یوه کال کی سی دی له اصلی مسیره واوشت هیچایی پشتنه هم ونه کړه اونه به دداسی چاپشتنه وشی نوپه اخرکی دی امیرالمؤمنین… نور لوستل »

توحیدیار

جهالت هم حد او اندازه لري طالبانو ظالمانو که ښه خبره درته شيطان هم کوي ورسره وي مني پاتي دلوي ملا صاحب سلاکار او اعتمادي شخص اغاصاحب

usman khan

عجیبه احمقانه غوښتني، او د عجیبه احقانه لاري، فکر کوم دا منان نیازی سو.

محمداغا شیرزاد

دطیب أغا خبری ٹولی د وطن او ملت په گٹه دی او طالبان ھم باید داسوچ وکڑی چی عوام ددوی په ترف وی نو حکومت ھیس نشی کولی خودعوامو زڑهباید راخپل کڑی پدی خو وطن نه خپلیگی چه مکتب وران که سڑک وران که بی گناه انسانان زوروه نه باید یوه داسی تگلاره غوره کڑی چه ٹول افغانان تری رازی وی

مالدار

څوک چي هرڅه خپل کمال بولي دالله ج نصرت يى هيرسي هغه به هم دغه سي دبل دلاس اله ګرځي

ابوشفیع الله

وایی چی اوبو وړی ځک ته لاس اچوی زما په خپل فکر خو داسی بریښی چی دطالبانومخالفین ډیرسخت ورخطا دی دوی ډیره انتهایی هڅه کوی ترڅو په یونه یوډول دطالبانو وروستی پرمختګونه ودره وی اوملی اردو اوپولیس له شړیدو بچ کړی لکه څه موده مخکی یی ویل چی دطالبانو سره پټې خبرې شوی او اوس یی دا پکښ را وباسه مطلب دوښمن یی ورخطا بریښی طالبان دخبر وی
والله اعلم

ابوبکر بدري

زه له تولو مجاهدینو ورونو نه هیله کوم چی حوصله مو له لاسه مه ورکوی زماپه نظر فکر نه کوم چی طیب آغابه داخبری کری وی که بالفرض کری یی وی نوالله ج به پخپله سزا ورکوی الله ج ته یی وسپاری اونه باید مونگ اوتاسو بدنومونه ورته واخلو لکه اربکی یا داسی نور/مننه

لطیف اشنا

ریښتیا وای. چې حقیقت تریخ وی نو زکه دا بازی.بازی’ وس سید طیب اغا. پر څرګندونو خفه دی
ولې دی پاکیستان له غولامې زان نشی ژغورلی
او همداسی دی خپل افغان حکومت وژنې او افغان وژنې ته زور ورکوی هغه هم دی پاکیستان دی ګتو په حاتر خدای خبر چې له دی جهالت او مجبوری غلامي
نه به کله خلاسیږی اوس ټول خلک په دی اګاه دی چې دا وسني جنګ جهاد نه بلکې مسلمان او افغان وژنې نه پرته بل هیس مقصد نه لری او هغه هم زید نیولي دی او بس

خادم جانان

شه طيب جانه داشل کاله چي تردغه چتر لاندي وي اول دي ولي نه ويل اوس پوه شوم ته هم لکه نيازي يا دانواربکيان دسرو کفارو ډالرو ته دي زړه سوي مخکي خو دي دعوه کول چي مجاهد يم او ته هم لکه بلعم بن باعورا په اخر کي دي ايمان شيطان درڅه يووي ديوڅو ډالرو لپاره دي داسپيڅلي تګلاره بدنامه کړل ولي ؟ ترآخرت ترژوند دي دايوڅو ډالر خوش کړل اوس رامعلومه شوه چي ته دپاکستان ګوډاکي ئي ځکه موږ ته معلومه ده چي پاکستان غواړي چي امارت ټوټي کړي خودا ارمان ستا اوستادبادارانو هيڅکله پوره نشي ځکه موږ… نور لوستل »

Karwan

اشنا صاحب، مسایل دیر زیات دی. زه غوارم سو نقطی روشانه کرم. اول زه شخصن د هیچا سره کار نه لرم او د هر افغان په بیعزتی او وزنه دیر خفه کیژم. تاسو محترم دحکومت وزنه یاده کری. زه وایم کوم حکومت هغه چه عسکر ئی شپونکی او لاروی تیرباران کوی او په جنرال مرادعلی ئی دبغلان تول خلک ووزل. .همدغه زه او تاسو یوه چه د دالرو په مقابل کی د همدغه بی کفایته گوداگی رژیم استخباراتوته جاسوسی کوه اوحقوناق خلک دشپی پری وزنو او نیسوه. هو هغه حکومت چه قانون ترپشو لاندی کوی.پولیس، اربکیان او عسکر ئی دخلکو… نور لوستل »

عبدالله سهر

دیری ښی خبری دی باید عمل پری وشی لکه چی وایی همداسی دی دپردیو آله یو جهاد اوقربانی افغان ورکوی کټه اوثمره دبل دی سل ځلی دیوغار څوک نه چیچل کیږی هرڅوک چی حقیقت ووایی هغه دبل غلام شی خپله که دستونی پور دوبوی پروانشته وایی لمر په دوکتونه پټيږی

ساپی

دنن ټکي اسیادویبپاڼي اوټولوقدرمنولوستونکوته سلامونه اودرناوي. زه پوښتنه کوم چې طیب اغاکومه توره کړي اوکومه فتحه . ترکومه ځایه چي زه معلومات لرم ارواښاد مشرملاصیب هم دده دکورنئ په خاطرچي په جهادکي یي رغنده ونډه درلودلې ول نوده ته یي ځني امتیازات ورکړي ول اوپه داورستیو وختوکی بیاهم دارواښاددروح دخوشحالولوپه خاطردئ یي په درنه تله تللو.مګردئ اوس داشرفي په څیرمفکراودامریکایانودمفتي سیاف په څیراسلامي قوانین اوراتلونکي نظام ټاکي .عجبه ده? که چیرته کوم شهکاراوابتکاریي کړي وي دنن ټکي اسیادویبپاڼي چلونکي باید جواب ووایي اوکه خبره څټ اومخ وي بایددداسي خلکوپه باره کی دلیکنودنشرولوڅخه ډډه وکړي ځکه لوستونکوته شکونه پیداکیږي اولارورکوي په… نور لوستل »

زبیر جانان

محترم طیب اغا خو راته دقدر وړ وه تر دغه لیک تر خپرولو پوری: خو له نن ورسته که هر څومره وفا شروع کړی له امارت سره خو ماته دقدر وړ ندی: په ایات په حدیث په اجماع په قیاس دی دغه دده لیک ته طیب اغا دلیل پیدا کړی چی ده محترم په رسنیو کی نشر کړی دی: که ده شرعی دلیل پیدا کړی چی ده په امارت پسی دغه خبری په عامو رسنیو کی وکړی نو بیا مجاهد دی کنه نو ولاړی دنیازی په مسیر: هر څه نیمګړتیا چی په امارت کی سته په عامو رسنیو کی یی… نور لوستل »

طالب جان.

طيب اغاهغه شخص ده چي دقطردفتريې داسلامي امارت سياسي دفتر په نوم خلاص کړ اوس بياڅنګه دامارت له نوم سره مخالف شو

شعیب

محترم طیب اغاته ورسیږی : محترم کله چی تاسو دسیاسی دفتر مشر واست نو دطالبانو واک کله په ټول افغانستان باندی وه حتا تر اوس هم دطالبانو واک کم وو تاسو هغه وخت ولی نه ویل چی دامارت یا امیرالمومین نومونه باید لری شی دښاغلی لیکه :(د «امیر المومنین» او «امارت» له کلمو سره د مخالفت په اړه ښاغلی طیب اغا وايي چې امارت د بشپړ حکومت معنی لري او د امیرالمومنین لپاره اړینه ده چې د هیواد اکثره ولایتونه او د مرکز کنټرول په لاس کې ولري، چې په خبره یې په اوس وخت کې د دواړو مصطلحاتو لپاره… نور لوستل »

Muhammad khan

محترم ساپی صاحب! لہ مفکر اشرفی نہ مو مراد سوک اوکوم اشرفی دی؟کہ وضاحت وکڑی مھربانی بہ مووی

pattang

طیب اغا خبرې دې غیرې منطقي او حکومت داري ته تقرب کوي ! 1:امارت که حرکت : دافغانستان اسلامي امارت مشروعیت لاره څو کاله یې حکومت وکه او داسې حکومت چې سره زر په دې په لاره کد واچول او یا به پراته وو چا نشوی اخیستی ، او هغه امارت دولت د افغانستان په تاریخ کې يوه نمونه وو خو داسې یو عادل او صادق دولت غربیانو او افغاني ګوډاګیانو یې نه غوښت ! هغه وو چې په پلمه او ناروا امریکاې ظالمانو د شمال دلنډغرو په مرسته چې پخوا کلاب ته تښتېدلې وو را نسکور که !! که… نور لوستل »

Muhammad khan

طیب جانہ ! تاتہ لکہ چی زان داسلامی علومو غٹ ماھر شکاری عجبہ دہ خولہ د ڈیرہ وڑہ اوخبری دڈیری غٹی دی،زمامشورہ درتہ دادہ چی پہ کومہ مدرسہ کی درس ووایہ کلہ چی شیخ الحدیث جوڑ شوی نوبیاحق لری چی دومرہ غٹی غٹی خبری وکڑی۔

محمد

چا دی وخوشحاله کیدو ته راوغوښتی چې شرطونه ایږدی – خلګ یی په سړه نه ګډوی دۍ بی ننګه په توده ګډیږی او د شیطانت لپاره دداسی چا یادونه کوی چې هغه بالکل د شیخ حفظه الله تعالی مخلص دی او په ایمان یی بیعت ورسره کړي دی هغه ، چې امیر المؤمنین حفظه الله تعالی ژوندی وی ، سرغړونه نه کوی – طیب لالا د فساد په لحاظ د هغه د مشرتوب خبره کوی – دا خبری ټوله تاند او لالا کرزی ورښوولی دی او د ډیرو ډالرو وعده یی ورسره کړی ده – دا کله چې دی کندهار… نور لوستل »

طوفان طوطاخیل

داخبري مي نن یوځای واوریدي خو یقین مي نه کیده چې طیب اغا صیب دي داسي څه ویلي وي خو چې کله مي هغه دنوموړي داستعفاء وخت رایاد شو ماویل چې بعیده نه ده داسي خبري به یې کړي وي ، ځکه دسختۍ دورځي یار نه دی چې کله هم سختي راغلي نو شایې ګرزولي ده ، هغه بله ورځ چې دګوډاګۍ ادارې چارواکو اعلان وکړچې په قطرکې یې ددفترله مشرسره کتلي او طالبانوپه خپله الاماره ویب پاڼه ، واټساپ اوفیسبوک کې داخبره رد کړه هلته هم زما دغه خیال شو چې دغه پخوانی مشر ورغلی دی خبري اتري به… نور لوستل »

سعد

محرتم اغا صاحب زما تر اټکل پورته سطحي وختلې!

Muhammad khan

اوس می چی ددہ لیک ٹکی پہ ٹکی ولوست،بعضی مشوری خوئی بدی نہ دی کاش چی دا لیک ئی رسنیز کڑی نہ وای فقط دطالبانو مشر اورھبری شوری تہ ئی استولی وای بیابہ دمخلصانہ مشوری پہ سترگو ورتہ کتل کیدل ۔

gul

یاره نن ټکی اسیا والاوو !
دا خط سم ولګوئ د دوو روپو خط دی زما یي د دوو لکو اورمیږ راپه درد کړ. په کاږه سر مې په کمپیوټر کې مطالعه کړ

جواد اغا

بس اغا د اسلام په واړندې مقاومت شروع کړ، د کفارو لاسپوڅی وخوت.
الله پاک دې ورته هدایت وکړي، که د هدایت وړ نه وي نو په ګوزن مرض دې الله اخته کړي.
الله پاک دې له داسې مصیبتونو کړاوونو سره اخته کړي، چې افغان مظلوم ولس ورسره اخته دی.

نويد ازاد

د میاشتي یو لک شپيته زره جیب ته اچوې، بچیان، او پوره فامیل دي له بند، حسارته، او وحشته ساتل شوی، لکس کور لري، رقم رقم موټرونه دي ترلاس لاندي دي، لا دي اروا نه ده مړه!؟ ته مهرباني وکړه زمونږ جهاد مه خرابوه، الله جل جلاله به تر دې هم هوسا کړي. د مکې د کفارو د کردار ممثله! ته فکر کوي چي له تا به د طواف مرجع (ارام، عیش، عشرت، پيسي، ژوند) ورکه شي هغه اړتیا خو دي اسلامي حکومت هم در پوره کولای شي، څه ته تحریف کوې؟! ته خدمت کوه، درته جائز هم دي، نوش… نور لوستل »

Back to top button
29
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx