نړۍ

عراق : داعش د موصل د عملیاتو په ځواب کي د کرکوک په مرکز برید کړی

نن ټکی اسیا (جمعه ، تلې ۳۰مه ۱۳۹۵ل): د داعش (اسلامي دولت) ګڼ سرتیري بریدګر د کردانو مهم ښار کرکوک ته ننولي او تر دا مهاله په نښتو کي د ۶ پولیسو او ۴ ایراني انجینرانو په ګډون ۱۹ تنه وژل شوي دي .

له راپورونو سره سم سهار وختي د داعش ګڼ شمیر برید ګر چي باروتي واسکټونه يي اغوستي او سپکو او درنو وسلو سمبال وو د کرکوک په مرکز کي حکومتي ودانۍ او د برق اسټیشنونه تر برید لاندي ونیول .

ویل کیږي چي د برق په کوم اسټیشن چي د داعش وسلوالو برید وکړ د هغه اسټیشین چاري یوه ایرانۍ کمپنۍ په مخ وړي .

دا مهال د کرکوک په مرکزي سیمو کي د داعش له بریدګرو سره لاس په لاس جګړه روانه ده ، د کرکوک امنیتي چارواکي ادعا کوي چي ۱۲ بریدګر يي وژلي دي .

د کرکوک د پولیسو یوه تن مشر رسنیو ته وویل چي داعشیانو په ۳ حکومتي مرکزونو ، یوه د سیاسي تنظیم دفتر او دوه د برق په اسټیشنونه هم مهاله بریدونه پیل کړل .

په کرکوک د داعش له برید سره سم بېړني حالات اعلان شول او مسجدونه تړل شوي ، د مسجدونو د تړل کېدلو له امله نن د کرکوک په مرکز کي د جمعي لمونځ هم نه دی شوی .

د کرکوک والي نجم الدین کریم وايي اوس حالات تر کنترول لاندي دي، نوموړی زیاتوي په کرکوک د دا ډول برید کولو څخه د داعش موخه داده چي له موصل څخه موږ سرتیري را وغواړو او هلته عملیات ودروو .

د یادوني وړ ده چي کرکوک ښار د تیلو له اړخه د عراق مهم ښار دی د عراق د تیلو اکثره څاه ګاني همدي ښار کي دی .

بل لور ته عراقي ځواکونه ادعا کوي چي له داعش څخه د موصل ښار د نیولو په عملیاتو کي يي پرمختګ کړي او څو مهمي سیمي يي نیولي دی . تیره ورځي رسنیو راپور ورکړ چي عراقي ځواکونو د داعش له سخت مقاومت سره مخ دي او د داعش د نښه ویشتونکو له امله عراقي ځواکونه له بعضي سیمو څخه شاتګ ته اړ شوي دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x