افغانستان

د طالبانو سیاسي دفتر درې غړي پاکستان ته تللي

نن ټکی اسیا (شنبه ، لړم ۱ ۱۳۹۵ل): د ګارډین ورځپاڼي نن خبر ورکړ چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر درې غړي د پاکستاني چارواکو سره د خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته رسیدلي دي.

دغې ورځپانې ته یو شمېر سرچینو د نوم نه ښودو په شرط ویلي چې د طالبانو درې تنه جګپوړي چارواکي د تیري چارشنبې په ورځ د قطر پلازمیني دوحې څخه د پاکستان په لوري تللي تر څو هلته د پاکستاني چارواکو سره پر یو لړ موضوعاتو خبري وکړي، چې په هغه کې د سولي احتمالي مذاکرات او وروستي جریانات هم شامل دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر څخه پاکستان ته د تللیو کسانو نومونه «مولوي شهاب الدین دلاور، مولوي جان محمد مدني، ملا عبدالسلام» ښودل شوي دي.

ګارډین ورځپاڼې دغه خبر وروسته تر هغه ورکړ چې دوه ورځي وړاندي یې په قطر کې د طالبانو، افغان حکومت او امریکا تر منځ د مذاکراتو خبر خپور کړی و، کوم چې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد سهیل شاهین نن ټکی اسیا ته په خپلو څرګندونو کې او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په جلا جلا ډول رد کړ. ښاغلي مجاهد وویل «اصلا دښمن د جګړې په ډګر کې له وارخطايي او لار ورکۍ سره مخ دی، غواړي د دا ډول مغشوشونکو او بې اساسه راپورونو په وسیله عامه ذهنیت مصروفه کړي».

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو د سیاسي دفتر پلاوی اسلام اباد ته سفر کوي، د دې تر مخه هم د نوموړي دفتر استازو پاکستان ته سفر کړی وو چې هغه وخت طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره تایید کړی او ویلي یې وه چې د خپلو بندیانو او افغان مهاجرینو د ستونزو په اړه یې د پاکستاني چارواکو سره خبری کړي دي.

باید وویل شي چې څو ورځي وړاندي داسي خبرونه هم خپاره شول چې د طالبانو یو شمېر مشران د پاکستان له لوري نیول شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد اکرم

په پشاور کی نن شپه فولیسو له هر کور سیوی غوشتلی چی زموږ غریب مظلوم افغانان یی ډیر تکلیف کړل له محترمو رسنیو هیله لرو چی داموضوع دوزارت داخله دروازی ته ورسوی ترڅو داسی بیا پیښه نشی ځکه موږ ډیری ښیرا وکړی خو نوره وسه مو نه وه هره ورځ فولیس زمو ږ دروازی ټکوی سیوی راکړی او سیوی راکړی بهانی لټوی او خلک ناحقه تکلیفوی

غوربندی

په دې هیله چې د داسې سفرونو پایلې له خلکو سره شریکې کړل شي.

Muhammad khan

ڈیرشہ کار ئی کڑی دی ،طالبان حق لری چی دخپلو اسلامی او ملی گٹو پہ نظر کی نیولوسرہ لہ نڑیوالو اوبالخصوص لہ گاونڈیو ھیوادونو سرہ راشہ درشہ ولری اوپہ ا ڑوندو مسائلو ورسرہ بحث وکڑی

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x