نظــر

ابدي تسليمي

زاهد جلالي

اسلامي نړۍ له نږدې دوه سوو کلونو راپه دې خوا د بقا په جګړه بوخت ده. که دغه ډول جګړې د نورو تمدنونو پر وړاندې ترسره شي، ستونزمنه ده چې دومره دې دوام وکړای شي. په دغه خطرناکه او څو جبهه ييزه جګړه کې مسلمانانو ډېر څه له لاسه ورکړل. د مسلمانانو نظام په کې له منځه لاړ، چې په نتيجه کې يې اسلامي نړۍليد يې له سوال سره مخ کړ، او د دې په نتيجه کې بيا اسلامي هويت د له منځه تلو له ګواښ سره مخ شو، خو مسلمانان لا هم تسليم نه دي.

په اسلامي نړۍ کې د استعمار له دورې وروسته د تهديدونو پر وړاندې طبيعي ځوابونه راپورته شول. په مصر کې رفاعه طهطاوي، په هند کې سيد احمد خان، په مصر او نوره اسلامي نړۍ کې محمد عبده له ريفارمرانو څخه وو.

دوی غوښتل د اسلامي نړۍ دودپال رويه بدله کړي او له نوې نړۍ سره يې د تعامل جوګه کړي. هغه مهال دودپالنه يا ټرډېشنلېزم د ځپل کېدو په حال کې و؛ ځکه مسلمانانو، يا لږ تر لږه مسلمانو مصلحينو ګومان کاوه چې د اسلامي تصور له بدلولو او عصر سره يې له عيار کولو پرته بله چاره نه شته.

استعماري بادارانو (Colonial Masters) د دودپالو او اصولي نويتوب پالو په پرتله د سيد احمد خان په څېر مصلحين خوښول؛ ځکه دوی مسلمانان وو او په ټولنه کې اغېزمن خلک وو–که به نه وو، استعمار به يې اغېزمن کولو کې مرسته کوله- او دوی د مسلمانانو زړونو کې د استعمار پر ضد د مقابلې پر ځای له دوی د زده کړې او شاګردۍ لاره غوره کوله. سيد احمد په هند کې اليګړ کالج جوړ کړ او په لومړي وار يې مسلمانانو ته په غربي طرز زده کړې شروع کړې. محمد البهي وايي چې په هند کې د استعمار د شتون د توجېه په تړاو د سر سيد د هڅو په پايله کې د قاديانيت او احمديت په نامه نوي دينونه رامنځ ته شول.

استعماري بادارانو ځکه د مصلحينو ملاتړ کاوه چې هغوی پوهېدل چې اصلاحي حرکتونه به مخکې ځي او د هغې پروژې مورثين به جوړېږي چې دوی د استشراق په نامه کلونه وړاندې شروع کړې وه. محمود شاکر، چې د غرب او اسلام د اړيکو جدي څېړونکی دی، په خپل کتاب «الطريق الی ثقافتنا» کې ليکي چې استعمار په درې جبهو کې د اسلامي نړۍ پر ضد جګړه پيل کړه: صليبي جګړې، تبشير يا تنصير او استشراق. صليبي جګړو د مسلمانانو ډېره ځمکه ونيوله کړه او تبشير، يا د مسلمانانو مسيحي کولو هم په ځينو ځايونو کې مثبته پايله لرله. خو استشراق، يعنې ختيځ پوهنه، ډېر مهم و؛ ځکه ځمکې د تاريخ په اوږدو کې ډېرنيول شوي او بايلل شوي. يو مهالې د چنګېز خان لمسيان هم د نړۍ پر ستره برخه واکمن شول، مګر تر څو چې مخالف له فکري اړخه نه وي مات شوی، پر ځمکې واکمني يقيني نه ده. رښتينې بريا د فکري غلبې په صورت کې رامنځ ته کېدای شي. د اسلامي سترو واکمنيو د دوام ستر لامل د مسلمانانو فکري قوت و.

محمود شاکر وايي چې د استشراق موخه دا وه چې مسلمانان په غرب کې جاهل قوم معرفي کړي او خلک داسې وپوهوي چې دوی ساده خلک دي، له دښتو راپورته شوي او د محمد په نامه يوه سړي له يهوديت او مسيحيت څخه څه زده کړي او د دې له مخې يې د پيغمبرۍ دعوه کړې او د دوی پر وړاندې جګړه د جهالت پر وړاندې مبارزه ده. وروسته استشراقي هڅې پراخې شوې او د اسلام په اړه د مسلمانانو مشکوک کول هم د غې پروژې برخه وګرځېده. دوی د رسول الله خبرې د شک وړ وبللې او د قرآن نص يې د انسانانو له لورې جوړ شوی وباله.

لنډه دا چې استشراقي حرکت پر هغو بنيادونو بريد وکړ چې اسلام پرې ولاړ و او د نړولو هڅه يې وکړه. دوی به د غربي لوستونکو ذهنيتونه د مسلمانانو په تړاو خراب کړي وي، خو په مسلمانه ټولنه کې د مستشرقينو کتابونه يوازې محدودو علمي مرکزونو کې لوستل کېږي. د عامو مسلمانانو پر وړاندې مستشرق عالم او صليبي جنګيالی ډېر توپير نه لري؛ ځکه خو په شرقي ټولنو کې د دغه حرکت اغېزه هم ډېره نه وه.

له همدې کبله استعماري بادارانو په اسلامي نړۍ کې د اصلاح په نامه موډرنېستان يا نويتوب پالان ښه استقبال کړل. د دوی کمال دا و چې د مسلمانانو بچيان وو، د دوی په څېر رنګونه يې لرل، هماغه شان جامې يې پر تن وې، په يوه ژبه سره غږېدل او د یوه درد د لرلو ادعا يې کوله؛ ځکه خو د دوی اغېزه نسبتا زوروره وه.

غربي واکمن پوهېدل چې دغه ماډرنېستان يوازې د غربي درسي طرز په اخيستلو بسنه نه کوي، بلکې د اسلامي رويې او آن د اسلامي تصور د بدلولو پلان د دوی مهم هدف دی او دغه پلان کې به هره ورځ مخکې ځي او نوی فکري طرز به وړاندې کوي او لا به پر اسلامي اصولو پښې ږدي. په مصر کې، چې دغه حرکت په کې ډېر زورور و، د طه حسين په څېر خلک رامنځ ته شول چې د يهودي مستشرق، ډېوېډ مرګليوت خبرې يې کټ مټ نقولې او د قرآن په حقانيت کې يې شکونه ښکاره کړل. د طه حسين پروژې ځکه ډېر مخالفين راپورته کړل، چې مستشرقينو ته ډېر ورته و او د هغه پر مسلمانۍ هم ډېر مشکوک وو.

دغه استشراقي پروژه هغه مهال ډېره خطرناکه شوه چې لوبغاړي يې د مخلصو مسلمانانو په شکل کې ښکاره شول. اوس په مصر کې جمال البنا (د مرحوم حسن البنا ورور)، فرج فوده، حسن حنفي، نصر حامد ابو زيد، الجزاير کې محمد ارکون، په هند کې وحيد الدين خان، په ايران کې عبد الکريم سروش او نور د همدغې استشراقي پروژې پرمخ وړونکي دي.

عجيبه بيا دا ده، چې دغو ماډرنېستانو يوې سترې ډلې په شرق کې زده کړې کړي. غرب ته يا اصلا د زده کړو له پاره نه دي تللي او يا يې لږه موده په کې زده کړې کړي. دوی بيا تر ټولو ډېر د عصر د بدلېدو خبرې کوي او د وخت چلنجونو ته ګوته نيسي، په داسې حال کې چې دوی له غربي ټولنې ژور فهم نه لري او د هغوی له ستونزو نه دي خبر. بلې خوا، د حسين نصر په څېر مفکرين چې ټولې زده کړې يې غرب کې کړي او د هغې ټولنې له ستونزو ژور خبر دی، په ډاګه وايي چې ماډرنېزم د مسلمانانو ستونزه نه شي حلولای. هغه خپل ځان ټرډېشنلېست، يا دودپال بولي او په هغې لارې تلل غواړي چې پخواني اسلامي تفکر پرې اوږد مزل کړی.

دغه لنډه مقاله کې د ماډرنېزم په نامه استشراقي پروژې د پرمخ وړونکو ټول افکار نه شي څېړل کېدای، خو يوازې د دوی ځينو افکارو ته اشاره کافي ده او د قرآن په اړه د دوی د موقف ته يو نظر اړين دی. په ډېر لنډ شکل، په اسلام کې د سياسي نظام او لارښوونو نشت، له سود سره د مخالفت کمرنګه کول، اسلامي حجاب عربي رواج بلل، د ځوانانو او پېغلو ترمنځ ښکلول روا بلل، د ښځو او ټولنې د غربي-رنګه آزادۍ له پاره هلې ځلې… د دوی له فتواګانو او اهدافو څخه دي. عموما د دوی تر ټولو ستره هڅه دا وي چې اسلام له غربي ارزښتونو سره ټکر کې رانشي او که راځي، بايد اسلام صيقل او له غربي ذهنيت سره برابر شي.

ځينې نويتوب پالان دومره افراطيان دي چې د دوی يوتوپيا –يا له اسلامه خيالي فهم- کې اسلام داسې جامه پر تن ده، چې د رسول الله له دورې راونيولې، تر اوسه پورې هېڅ مسلمانان وروسره آشنا نه و. د دوی له نظره تېرو څوارلس سوو کلونو کې د اسلامي فهم په اړه ټول ليکل شوي مطالب د اسلام سم تفسير نه شي وړاندې کولای.

د دوی اکثريت د اسلامي تمدن پر ډېر مهم بنياد، قرآن، بريد کوي او غواړي د دې ارزښت سطحي وښيي؛ په داسې حال کې چې د مسلمانانو او اسلامي ثقافت د بقا تر ټولو ستر لامل همدا قرآن دی. په ډېر خلاصه شکل، د قرآن په اړه چې کوم نظر عبد الکريم سروش لري، د دې په پايله کې به د اصول الفقه هېڅ اړتيا نه ليدل کېږي، د قرآن تفسيرونه به د تاريخي کتابونو حيثيت غوره کړي، اسلامي قانون او د فقهې ټول ستر کتابونه به يوازې د اسلامي ادبي نصونو په څېر لوستل کېږي او خپل ديني حيثيت به له لاسه ورکړي… ځکه سروش قرآن د رسولانه روياګانو يا خوبونو زېږنده بولي. هغه جبراييل وهم بولي او د خدای له لورې د قرآن له نزوله منکر دی. نو هغه کتاب چې د انساني رويا ټولګه وي، له نورو انساني کتابونو سره ډېر توپير نه لري، د لاسوهنې امکان يې وارد دی او لکه څنګه چې اوس مسلمانان قرآن ته په کوم ارزښت او مکانت قايل دي، دغه مرکزي حيثيت به نور نه لري.

په دغه صورت کې به قرآن له نورو انساني کتابونو سره ډېر توپېر ونه لري. د عبدالکريم سروش له نظره قرآن او د مولانا رومي مثنوي کوم فرق نه لري. دواړه د يوې الهامي تجربې زېږندې دي او دغه ډول تجربې له نورو ډېرو انسانانو سره هم ترسره شوي او لا ترسره کېدای شي. د دې نتيجه دا ده، لکه څنګه چې مخکې مو وويل، چې د قرآني نص د پوهېدو له پاره چې د تفسيرونو، اصول الفقه او د فقهې په کتابونو کې کومه هڅه شوې، دا به خپل ارزښت له لاسه ورکړي او د دې په نتيجه کې به د اسلام تېر څوارلس سوه کلن علمي ميراث بې ارزښته او ضايع شي. دا ځکه، چې قرآن په اسلامي علمي ميراث کې د مرکز حيثيت لري او ټول علوم ترې مشروعيت اخلي او پر محور يې څرخېږي. کله چې قرآن خپل حيثيت له لاسه ورکړي، پاتې اسلامي علوم پخپله مري. پر دې اساس، پر قرآن بريد، د اسلامي تمدن پر زړه د غشي منډل دي.

د اسلامي نړيوال-ليد او تېر اسلامي ثقافت په اړه د دغو نويتوب پالو د تصور له مخې به مسلمانان به له خپل تېر تمدن سره پرې شي، خپل هويت به له لاسه ورکړي او د نورو ناکامو ملتونو په څېر به د غرب لاره څاري. په دغه حال کې مسلمانانو ته د بيا راپورته کېدو هېڅ تمه نه شي پاتې کېدای؛ بلکې دوی به لاس او پښې تړلي د غرب يا بل نړيوال واکمن مخې ته پراته وي او هغوی به يې د تقدير ټاکلو پرېکړه کوي. زموږ استاد، پروفيسر عمران احسن خان نيازي د دغه فکر ټول هدف په يوه ډېره مناسبه اصطلاح کې خلاصه کړی. د هغه پر وينا، د دغه معذرتخواهانه منهج څښتنان نړيوال زبرځواک ته د مسلمانانو ابدي تسليمي «Perpetual Surrender» غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
gul

ښه لیکنه وه
خو ګله! که بل ځل دې لیکنه کوله د رسول الله له نوم سره د صلی الله علیه وسلم دعائیه جمله اضافه کوه. ځکه ددې نویو معتزلینو او د وحید الدین خان د شاګردانو یوه علامه داده چې د الله تعالی او رسول علیه السلام له نوم سره د جلال او درود کلمات نه وایي او دا ورته ( دود پالنه) ښکاري.
په قلم دې برکت شه

الجاج استاذ بیانزی

جلالی صاحب سلامونه می ومنه ! الله ج دی وکړی چه هیر شوی دی نه یم ، ذاکر جان او ستاسی ډاکتر ورور ته می سلامونه ووایاست ستاسی د لیکنی په اړه ، دیره په ځای او ښکلی لیکنه ده الله ج دی اجرونه درکړی کټ مټ هم داسی ده څه چه تاسی لیکلی مګر دوه شیانو ته ستاسی پام رااړوم : لمړی : دغه چمله د حسین نصر په اړه لیکی [ هغه خپل ځان ټرډېشنلېست، يا دودپال بولي او په هغې لارې تلل غواړي چې پخواني اسلامي تفکر پرې اوږد مزل کړی.] زه پوه نه شوم له یوی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x