نظــر

لطف الله خیرخوا: امريکا بايد ماته شي!

khaikwa1ټولې ستونزې له همدې پيدا دي، چې موږ يوازې د امريکا وتل غواړو اوبس، خو بريښي لکه د ډېرو په څېر ډېر خلک دا ارمان ګور ته يوسي. د امريکا وتل دا دی د يوې ډرامې په ترڅ کې د بقاء په صورت بدله شوه او تر هغې چې د نړۍ د جنرالانو له حسابه وتلی عکس العمل شکاره نه شي، د امريکا وتل به سيند ته ويل شوی خوب وي!

موږ يوه خبره کوله او ځينو عقلانيانو(!) مازې جذباتي جملې بللې؛ دا دی همغه خبره جذبات نه، د يوه کوټلي حقيقت په بڼه څرګنده شوه. څه چې جهادي لوري په کراتو مراتو ردول هغوی ورباندې ومنل او مصنوعي دلايل يې ورته پيدا کړل،

خو پای له خپلو همغو دلايلو سره حيران په ميدان ودرېدل. امريکا د ساه اخيستو لپاره وخت غوښت چې په ناشعوري ډول وخت ورکړل شو او دادی داسې نقشې استعماليږي، چې شايد پوهېده يې يوه لسيزه وغواړي.

جګړه تقريبا بدله شوه، بهرنيان کارفرما شول او افغان ګوډاګي يې کارکنان، خو جهادي لوری بايد جګړه بدله نه کړي، بلکې په هماغه حکم جګړې ته ادامه ورکړي – بلکې تېزه يې کړي – په کوم حکم چې يې بهرنيان وننګول. دلته يو ستر مسئوليت دوی ته متوجه دی، هغه دا چې څنګه وکولای شي “ويښ ويده” ذهنونه د خپلې خبرې پامته دار کړي او ولس له دې وروسته هم خپل مرستيال وساتي.

لومړۍ وسيله همدا ده چې هغه څه له هر چا لومړی په خپل کردار کې منعکس کړای شي، چې له نورو يې مطالبه کيږي، دغسې د خپلې فلسفې د پلي کولو لور ته عملا ګامونه واخيستل شي او لومړی تطبيق له ځانه شروع شي، بلکې هر لښکري بايد د دې فلسفې مجسم کردار شي او هغه تبعيض وطبقاتي رنګ چې ځان شريف وګڼل شي او بل رذيل يا ځان غير مسئول واجب الاحترام وګڼل شي او بل مسئول ومطيع، بايد په کامله توګه ووځي.

همدا ډول د لومړيتوبونو پر بنسټ د تطبيق په لور ګامونه په کار دي، که د پخوا په څېر پراګنده او يواري تطبيقات پيل شي، همغه ستونزې به له خپل جدت سره زموږ خنډ کيږي. حوصله بايلل نه دي په کار او نه زړه تنګي په کار ده، بلکې سړه سينه او تدريج به لنډ وخت کې داسې هسکې راټيټې کړي، چې نړۍ به هم حيرانه وي.

دلته يوه بله مهمه خبره يادول په کار دي، چې تر هغې د دې کاري کُتلې لپاره د يو پاک چاپېريال او مثالي ټولنې غم ونه خوړل شي، دا کار شونی هم نه بريښي. دا اوس موږ وينو؛ هر څوک چې په هر رنګ او سويه جهادي صف ته ننوځي، که سويه يې ټيټه نه شي نو پر مخ خو قطعا نه شي تلای، لامل يې د همداسې يوې ټولنې نشتوالی دی، چې مخکې ياده شوه.

تر هغې چې د ټيټې سويې څښتن له يوه مثالي فکره متاثر نه شي، تر هغې چې د تهذيب او تاديب عمليې په منظمه توګه ونه کارول شي، بهتري به رانه شي.

مجاهدين د تېرو دولسو کلونو په دوران کې تر دا اوسه د دغه ډول مثالي ټولنې د نشتوالي له کبله د هغه “موالاة او معاداة” څښتنان هم نه شول، چې د اوسنۍ مبارزې لپاره په کاريږي. دوی شيندل شوي پراته دي، نو ځکه خو د نافطري مخالطې له امله هغه استقلال هم نه تر سترګو کيږي، چې د يوې بې بېلګې ځانګړتيا له امله د دا ډول مبارزې ډلې د فکر بنسټ کيږي.

په يو داسې چاپېريال کې چې هلته هيڅ ځانګړی فکري ايډيال نه وي او هغه چاپيريال د فکر له پلوه داسې ککړ وي، چې په خپله د پاکوالي لپاره د اوږدې مبارزې متقاضي وي، څنګه په کې د مصئوونيت احساس کېدلای شي؟

اوس خو د “ستونزو” دليل هم بې ځایه دی، ځکه چې لاس تر ډېر لېرې ځايه رسي، يعنې شونې ده چې دا ډول چاپېريال جوړ شي او ګټه ترې واخيستل شي. زما فکر دا دی چې دغه ډول ټولنه او د دې ټولنې روزنه به په لنډ وخت کې د امريکا د ماتې تضمين ورکړي. امريکا چې تر دا اوسه پاتې ده، څه زوروره ده او څه مقابل لوری بې مټه توره کاروي، چې نه يې دښمن له کاره وغورځاوه او نه يې ځان مصئون کړ.

مثلا دا اوس هم چې کوم ځای کې دېته ورته ټولنه شته، دښمن يې له څومره کاري ګوزارونو سره مخ کړی؟ د هغه تاثير اندازه يې څومره بې بېلګې ده؟ وګورئ چې مازې ورته ټولنه څومره زور لري او څومره ترې دښمن ترهه لري؟ همدغه ټولنه چې دوی يې لري، لږ تجديد غواړي او د بيخي لږې تراشنې په زحمت به دمسلمانانو “المدينة الفاضلة” شي!

د دې تېرو سختو او بيخي زوروونکو دولسو کلونو په لړ کې چې دغې ورته بهترې ټولنې کوم فوق العادة جهادي طراحان معرفي کړل، بېلګه يې نه ليدل کيږي، زما په فکر همدغسې يو څه رامنځته کول په کار دي، چې د امريکا د ماتولو چانس ډېروي او امريکا بايد ماته شي!

تر هغې چې د “برايډن” د برخليک تاريخ پرې تازه نه شي، د دوی وتل به هم د”هما” سيوری شي، تر هغې چې دوی د مرګ وژوند په معرکه کې ايله د ځان د خونديتوب فکر ته راټيټ نه کړل شي، شايد موږ دېته اړ کړي، چې ايله د خپل غږ د پورته کېدو او د خپل وجود د اثبات په هيله د هر کس وناکس په در ودرېږو!

لطف الله خيرخوا

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x