fbpx

طالبان د نظامي اهدافو لپاره ډرون کاروي – ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه ، لړم ۱ ۱۳۹۵ل): طالبان وايي چې په هلمند ولایت کې د ډرون الوتکو څخه کار اخلي.

یوه ویډیو چې تازه د طالبانو پر ویب پاڼه الاماره باندي نشر شوې په کښي ښکاري چې دوی د ډرون الوتکي په واسطه د ناوې ولسوالۍ قومندانۍ انځورونه اخلي او بیا په پوځي موټر کې خپل یو تن سرتیری ور لیږي تر څو د قومندانۍ په مرکزي نقطه کې خپل موټر ته چاودنه ورکړي.

په ویډیو کې موټر بم د هوا له لاري ښکاري چې د خپل هدف په لور روان وي.

د قومندانۍ په دروازه کې ولاړ عسکر چې کله پوهه شي چې په موټر کې طالب سرتیری دی، هڅه کوي چې له موټر څخه لیري وتښتي او خپل ژوند وژغوري، چې په دې توګه طالب سرتیری توانیږي چې د قومندانۍ مرکزي تعمیر ته ځان ورسوي او خپل موټر ته چاودنه ورکړي.

چاودنه دومره زوروره وي چې دوړي یې ډرون الوتکي ته را ورسیږي او په ځان کې پټه کړي.

دا لومړی ځل دی چې طالبان خپل د ډرون الوتکو او د هغوی د استخدام په اړه په ښکاره خبره کوي، ددې تر مخه هم داسي ګمان کیدی چې د پوځي اهدافو په نښه کولو لپاره ددغه ټیکنالوژي څخه استفاده کوي.

 

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبداللہ مجاهد
میلمه
عبداللہ مجاهد

که دا امریکایان وو درون سه چی کروز په لا ورکی