
د “استغفار” ویونکي دعاګانې قبلېږي
لیکنه او ژباړنه: م. حمد الله(دانشمند)
امام احمد بن حنبل(رحمه الله) غوښتل، چې شپه په مسجد(جمات) کې تېره کړي، لکن د جمات د چوکیدار له لوري پرې نښودل شو، له زیات کوښښ سره بیا هم د چوکیدار په رضائیت ونه توانېد. ورته یې کړه هم دلته زما د ولاړي پر ځای ویده کېږم، هغلته ویده شو. د جمات ساتونکي یې په زور له جمات نه په کشولو پیل وکړ. نوموړی د سترې او قواره داري تنې څښتن وو.
د یو خباز(نانوای) ورته پام شو په ناوړه چلند یې خورا و ځورېد، ورته کړه یې: له ما سره میلمه شه؟
نوموړی امام له نانوای سره روان شو، هغه ښه عزت ورکړ، د یو عزتمن وګړي په څېر یې ونازاوه.
نانوای د اوړو د لمدولو په موخه ووت په داسي حال کې، ژبه یې د استغفار په ویلو خوځېده. نوموړی امام د نانوای زیات تسبیح او استغفار حیران کړل، د شپې زیاته برخه یې په همدې توګه تېره کړه، ژبه یې په استغفار خوځېده.
کله چې سبا شو نوموړي امام ترې وپوښتل: په دمره زیاته پیمانه استغفار د څه له پاره وایې؟ کومه ګټه یې درته کړې؟
– نانوای: هو، کومه دعا مي چې الله پاک ته کړې، د هغه په در منل شوې ده؛ خو یوه دعا مې تر اوسه د الله پاک په دربار کې لا نه ده قبول شوې!
– امام: هغه کومه دعا ده؟
– نانوای: له الله پاک مې غوښتي، چې “امام احمد بن حنبل” په خپل ژوند کې یو ځل ووینم!
– امام: په الله پاک قسم: زه احمد بن حنبل یم! په زور ستا و لورته را کش کړل شوم.
په استغفار ویلو د ورانېدونکې او تلپاتې له هرې تنګۍ نه، ځانونه و ژغورئ!
همدا اوس را سره “سید الاستغفار” ووایاست!
((ﺍﻟﻠَّﻬُﻢَّ ﺃَﻧْﺖَ ﺭَﺑِّﻲ ، ﻻ ﺇِﻟَﻪ ﺇِﻻَّ ﺃَﻧْﺖَ ﺧَﻠَﻘْﺘَﻨﻲ ﻭﺃَﻧَﺎ ﻋَﺒْﺪُﻙَ ، ﻭﺃَﻧَﺎ ﻋﻠﻰ ﻋﻬْﺪِﻙَ ﻭﻭﻋْﺪِﻙَ ﻣﺎ ﺍﺳْﺘَﻄَﻌْﺖُ ، ﺃَﻋُﻮﺫُ ﺑِﻚَ ﻣِﻦْ ﺷَﺮِّ ﻣﺎ ﺻﻨَﻌْﺖُ ، ﺃَﺑﻮﺀُ ﻟَﻚَ ﺑِﻨِﻌْﻤﺘِﻚَ ﻋﻠَﻲَ ، ﻭﺃَﺑُﻮﺀُ ﺑﺬَﻧْﺒﻲ ﻓَﺎﻏْﻔِﺮْ ﻟﻲ ، ﻓَﺈِﻧَّﻪُ ﻻ ﻳﻐْﻔِﺮُ ﺍﻟﺬُّﻧُﻮﺏِ ﺇِﻻَّ ﺃَﻧْﺖَ)).