شعـــــرونه

راته د وران ګودر چينار وژړل

راتـــــه د وران ګـــودر چيــنـــــار وژړل
د ځـــوانيمـــرګي پېغـــلي هــــار وژړل

بمبـــار يې ټول بــاغ وو په اور سوځلى
په ډېـــــر افسوس راتــه ماليــــار وژړل

زاڼــــــي غمجني وې خفه ښـــــكارېدې
ځــــكه خــــــو ټــولـــو په يـــو وار وژړل

د شپـونكي سترګي وې د اوښكو ډكي
شپيلــــــۍ په ويـــر او په چيغـــار وژړل

سپوږمۍ مي هم په غم شريكه ښكاري
دا رڼـــــو ستــــورو خو قــطـــــار وژړل

آذان تر غــــوږ نشو امــــام شهيــد دى
چي د سپېـــدو ســـــره سهـــــار وژړل

هغــــي ماشـــومي مـــي زړه ولــړزاوه
چـــي يــې و قبـــر تـــه د پــــــلار وژړل

چــــي وو بمـــــونــــو نــــړولى خـــړ پړ
راتــــــــــه د هغــــــــه كلـــــي لار وژړل

څـــانګي د ګل وي مــاتي مــاتي پرتې
زخمـــي بــلبـــلـــو په تـــــــلــــوار وژړل

نن دي قلـــــــم هم دردېــــدلى ښــكاري
نظـــامــــه ډېر يې بې اختيـــــــار وژړل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x