ستر محدث ابو سعيد الخدري رضي الله عنه

لیکوال: احمدجنید مبارز

لنډه پېژندنه :

ابو سعيد الخدري رضي الله عنه د نبوي ښونځۍ هغه زده کوونکي دي چي نوم يې دسترو محدثينو او مدينې د لويو فقهاوو په کتار کي اخستل کيږي .

تاريخي روایات يې د نسب سلسله داسي ښيي :

ابوسعيد سعد بن مالک بن سنان الخدري الانصاري الخزرجي .

ابو سعيد سعد بن مالک رضي الله عنه په انصارو کي د خزرج له قبيلې سره تړاو درلود او دصحابه وو په منځ کي يوه پېژندل سوې او نوموتې څېره وه .

زوکړه : ـ

د ابوسعيد خدري رضي الله عنه د زوکړي نېټه په څرګند ډول نه ده معلومه مګر په دې اړه دومره معلومات کېدای سي چي نوموړۍ مدینې ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر راتګ وړاندي زېږېدلۍ دي .

زده کړه : ـ

ابو سعيد خدري رضي الله عنه دمحدثينو تر منځ د هغو صحابه وو په کتار کي راځي چي په کثير الرواية ( د ډېرو حديثو روايت کوونکۍ ) په نوم پېژندل سوي دي ، سره له دې چي دابو سعيد خدري پلار د اُحد د غزا پر مهال د الله تعالی په لار کي د شهادت وياړ تر لاسه کړ او نوموړي له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ سو ، مګر بیاهم د ابو سعيدخدري رضي الله عنه اراده او حوصله ماته نه سوه ، بلکه په کلکه يې د نبوي علومو زده کړي ته ملا وتړله او په خپل زیار او هڅه وتوانېد چي ځان د اسلامي علومو پوهاند کړي . نوموړۍ د حدیثو د یوې سترې ذخيرې راغونډوونکۍ بلل کيږي ، له همدې کبله د کثيرالروایة په مډل ونازول سو .

ابوسعيد خدري رضي الله عنه په حديث پوهنه کي له دې کبله یو ماهر شخص دي چي نوموړي په ګڼو سفرونو کي د رسول الله صلی الله عليه وسلم له ملګرتيا برخمن سوي دي او د ډېرو پېښو عیني شاهد بلل کيږي ، .

استادان : ـ

څرنګه چي ابوسعيد الخدري رضي الله عنه د مشرانو صحابه وو په کتار کي راځي او خپل ډېر وخت يې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یو ځای تېر کړۍ دي ، له همدې امله يې د علومو سرچينه تر ډېره د رسول الله صلی الله علیه وسلم سپېڅلۍ ذات دي ، همدا وجه داده چي دده د استادانو په کتار کي د نورو کسانو نوم لړ نه موندل کيږي ، خو له دې سره سره ممکنه ده چي ده دخپل ژوند په اوږدو کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر ځای له نورو صحابه کرامو رضوان الله تعالی علیهم اجمعين څخه هم روایات کړي وي ، مګر موږ ته دهغوۍ نومونه په دقيق ډول څرګند نه دي .

شاګردان : ـ

ابو سعيد رضي الله عنه ګڼ شاګردان درلودل چي په صحابه وو کي د زيدابن ثابت ، ابن عباس ، ابن عمر، انس ، ابن زبير او نورو صحابه کرامو رضوان الله تعالی علیهم اجمعين نومونه ديادوني وړ دي . په تابعينو کي يې مشهور شاګردان دادي : سعيد بن المسيب ، ابوسلمه عبیدالله بن عبدالله بن عتبه ، عطا بن یسار او نور …

دده روزل سوۍ علمي ستوري دومره زیات دي چي دټولو په نوم لیکلو دکتاب حجم زیاتيږي ، خو ما د مُشت نمونه يې خروار په ډول ستاسو مخ ته څو بېلګي وړاندي کړې .

له ابو سعيد الخدري رضي الله عنه د روایت سويو احاديثو شمېر : ـ

دده دهمدې خولو تویولو او هڅو پایله وه چي اُمت ته يې د علمي پانګي په لړ کي لويه زېرمه پرېښوده او مسلمانانو ته يې د تل پاتي صدقې په توګه د نبوي لارښوونو یو زر یو سل اویا (۱۱۷۰ ) ځلانده مرغلري پرېښودې چي شپږ څلوېښت ( ۴۶ ) يې په بخاري ومسلم ، شپاړلس ( ۱۶ ) يې يوازي په بخاري ، او دوه پنځوس ( ۵۲ ) په صحيح مسلم کي دي .

مړېنه : ـ

ابوسعيد الخدري رضي الله عنه تر نبي کريم صلی الله عليه وسلم څلور شپېته ( ۶۴ ) کاله وروسته له دې دنيا سترګي پټي کړې . دا مهال يې عمر له اتیا ( ۸۰ ) کالو لږ څه اوښتۍ وو . د اسلامي نړۍ دا علمي ډېوه د هجرت په څلور اویا ( ۷۴ ) کلنۍ مړه سوه .

روح دي يې ښاد او ياد يې ژوندی

ماخذ : د (۷۰) اويا سترو محدثينو ژوند ليکونه