fbpx

غزل/ تسل منيب

تسل منيب

چې شرمنــــــده شي په جهان کې هغه دلته راشي
د مرګي غيـــــــږې ته رادرومي خپل اجل ته راشي

ها سر خـــــوړلو باندې مور ده له پـــــــخوا نه بوره
څوک چې غازي افغانـــستان دننګ مرچل ته راشي

له ير غلـګرو خو ګيـــــله نشـــــــته پردي دي هسې
سم قــهريدلی شم غوسه مې دغه خـپــل ته راشي

ان شاءالله داســــې دوران را نزدې شـــــوي ده چې
ســـــپينه ماڼۍ به نـــــنواتې زمونــږ کابل ته راشي

خوب مې ليده څه عجيبه شانــتې قيـــصه وه اشنا
دا کوټ پــــتلون دې سلامي د پــګړۍ ول ته راشي

د وطن ناوې چې خفـــــه نــــشې زلمـــي لا شته دي
بيا به ګـــــلان د ازآدۍ د ستــــــــا اوربل ته راشـــي

دلته ځوانان د استشهاد په مدرسو کې بوخــــت دي
هر يو يې دا کوشـــــش کوي چې دا اول ته راشــــي

زمونږ له کلي به خــزان کډه په ســـــر بيــــــرته ځي
غوټۍ به ناڅي له خـــــــــندا بورا به ګل ته راشــــي

چې ستا ستايـــــنه پکې وکړم زه منـــــيب طالـــــبه
ډير زيات خونـــــدونه لذتـــونه زما غزل ته راشــــي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د