افغانستان

طالبانو په روزګان کې د یوې قرارګاه څخه ۶۰ میله امریکايي توپکونه نیولي

نن ټکی اسیا (شنبه ، لړم ۱ ۱۳۹۵ل): طالبانو د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د ملي اردو یوه لویه قرارګاه نیولې.

دغه قرارګاه چې د مرکز اړوند د درفشان په سیمه کې د سجاول په نامه مشهوره وه، له تیري یوې نیمي میاشتي راهیسي کلابنده وه، چې اخیر کار تېره شپه طالبانو ونیوله.

د طالبانو له لوري رسنیو ته په لیږل شوي خبرپاڼه کې ویل شوي چې دوی تېره شپه ناوخته پر یاده قرارګاه بریدونه پيل کړه چې په پایله کې ۱۱ تنه عسکر مړه او د قومندان «شمیم» په شمول ۱۲ تنه نور عسکر ورته تسلیم شول.

په خبرپاڼه کې د غنیمتونو په اړه ویل شوي چې په دغه جګړه کې دوه پوځي موټر (همفي)، ۶۰ میله امریکايي توپکونه، ۴ راکټونه، ۴ ثقیلان، دوه لکه پنځوس زره مرمۍ او ګڼ نور مهمات یې نیولي.

باید وویل شي چې د نظم عامې د کنډک د تسلیمي وروسته دا دویمه لویه قرارګاه ده چې په روزګان کې د ټولو مهماتو او غنیمتونو سره طالبانو ته په لاس ورځي.

ویل کیږي چې په روزګان کې د طالبانو پر خلاف د جګړې مشري لوی درستیز رئیس ارکان جنرال حمید کوي، د چا په اړه چې یو شمېر سیمه ایز چارواکي وايي چې جګړه سمه نه اداره کوي بلکي دده په مشري کې طالبان وتوانېدل چې نوي پرمختګونه وکړي او د ملي اردو وسلې په لویه کچه غنیمت کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x