نظــر

کرزیه! ټینګ شه!

   کرزیه امریکایان خو دې راوستل، که څه هم چې ته وايي چې: امریکایانو کرزی راوست! کرزي امریکایان نه دي راوستلي! په دې معنی چې امریکایان نورو راوستل، خو امریکایانو بیا کرزی راوست، په هر صورت هر څه چې وي، که تا راوستلي وي او که یې ته راوستلی وې، اوس یې د راوستلو پر سر د خبرو وخت نه، بلکې د ایستلو پر سر خبرې دي، که امریکایان تا راوستلي او که نورو، په دې کې شک نشته چې ډېر ستر او لوی تاریخي جنایت او خیانت یې کړی، خو لکه څومره یې چې راوستل ستر تاریخي جنایت دی، همدومره یې ایستل ستر او لوی تاریخي ویاړ دی، د حضرت حمزه رضی الله عنه د شهادت په اړه خو به دې اورېدلي وي، چې د وحشي په نامه یو کس چې د جبیر بن مطعم غلام و، او د بدر په غزا کې یې اکا وژل شوی و،

مطعم بن جبیر خپل غلام وحشي ته وویل چې که دې حمزه رضی الله عنه زما د اکا په بدل کې په شهادت ورسولو آزادوم دې، همغه و چې وحشي حضرت حمزه رضی الله عنه ددې لپاره چې خپل ځان آزاد کړي په شهادت ورسولو.

  کله چې حضرت وحشي رضی الله عنه اسلام راوړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې وپوښتل چې ته وحشي یې؟ ده ویل هو، وايي زما اکا حمزه تا په شهادت ورسولو؟ ده ویل: څه مو چې اورېدلي دغسې شوي!!، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته ویل چې کیسه را ته وکړه، حضرت حمزه رضی الله عنه دې څه ډول په شهادت ورسولو؟ حضرت وحشي رضی الله عنه ټوله کیسه ورته وکړه! رسول الله صلی الله علیه وسلم چې د خپل اکا چې رضايي ورور یې هم کېدو په شهادت ډېر زیات ځورېدلی و، وحشي رضی الله عنه ته یې وویل چې مخ دې را نه لیرې کړه، او نور ما ته په  مخه راځه! رسول الله  صلی الله علیه وسلم ځکه داسې ورته وویل چې د ده په لیدو به یې خپل اکا ور یادېدو، وحشي رضی الله عنه هم دا خبره ومنله، هر ځای به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم و، ده به کوشش کولو چې ور سره مخامخ نه شي، خو دا یې په زړه کې یو لوی داغ پاتې شو.

کله چې د یمامې غزا شوه، وحشي فکر وکړ چې راشه مسلیمه کذاب ووژنه، کېدای شي په دې سره له یوې خوا ستا خپل زړه یخ او ډاډه شي، او له بلې خوا به د نورو مسلمانانو زړونه هم یخ شي، او هغه داغ چې د حضرت حمزه رضی الله عنه د شهادت له وجې د ټولو مسلمانانو په زړونو لګېدلی هغه به لیرې شي، په دې معنی چې که مې د الله جل جلاله زمری ( حضرت حمزه رضی الله عنه ) په شهادت ورسولو دا دی د اسلام ستر دښمن مسلیمه الکذاب مې هم ووژلو! یعني په دې سره به هغه جبیره شي، او همداسې یې وکړل، مسیلمه الکذاب یې هم ووژلو.

 اوس هم کرزیه که تا او ملګرو دې افغان ولس په امریکایانو ووژلو! د شپې او ورځې یې کورونه  تلاشي کړل، ښځې او ماشومان یې په سپیو ورته وداړل، جنسي تیري پرې وشول، زندانونو ته واچول شول، په شهیدانو یې میتازې وکړې، د شهیدانو د بدن غړي یې له ځان سره د یادګار په توګه وساتل! کلي، کورونه، مدرسې او جوماتونه، فصلونه او باغونه یې بمبار کړل، پردیو هېوادونو ته یې هجرت کولو ته مجبور کړل، فحشا او عریاني یې پکې رواج کړه، د افغان ولس د نجونو او پېغلو عفتونه یې ولوټل! په بیسونو او دفترونو کې افغان نجونې د وحشي امریکایانو د شهوت رانۍ ښکار شوې، یوازې امریکایانو نه، بلکې تر تا راتاو افغان لنډغرو او وحشیانو هم په پراخه کچه د افغان ولس دلوڼو عفتونه ولوټل! په وړو څلور کلنو او پنځه کلنو نجونو جنسي تیرې وشول! د سپین ږیرو سپکاوی وشو، امریکایانو جنسي تیرې پرې وکړل! د افغان ولس نجونې هره ورځ په مختلفو نومونو د فحاشیو او بدکاریو  ښکار کېږي، په تلویزیونو کې نڅېږي! افغاني غیرت او شهامت یې تر پښو لاندې شو! او دا ټول هم ته او هم دې ملګري د سر په سترګو ګورئ! بلکې دهمدې لپاره کار کوئ!

تاسو په حقیقت کې نه یوازې دا چې امریکایان د افغان خاورې ته راوستل، بلکې د افغان ولس، غیرت، شهامت، عفت، ننګ او ناموس مو د دوی په پښو کې ور وغورځول! ډېر سخت د افسوس ځای دی چې ای کاش داسې نه وای شوي!

دا چې وشول، او اوس په تا کې یو څه غیرت را پیدا شوی، غواړې چې له دې وروسته دا ډول ناکردې تر سره نه شي، خیر یوسې! الله دې وکړي چې په خپلو خبرو کې او دريځ کې ريښتونی وې، داسې نه چې د ځینو ځانګړو موخو لپاره دا کار کوې! که ته په رښتیا په خپل دريځ تر پایه ودرېږې، او د راتلونکي لپاره ولس او هېواد له دغه تاریخي شرم او ناورین څخه وژغورې یقینا چې خپل تېر جنایتونه او خیانتونه به دې یو څه مینځلي وي.

  ته باید پوه شي چې ستا دغه اوسنی دريځ یو ملي دريځ دی، ټول ولس در سره ولاړ دی، آن طالبانو هم ستا د دريځ ستاینه وکړه، ګوره تا د امریکایانو په واسطه په طالبانو او ولس څه ونه کړل؟ ته خپله ښه پوهېږي چې څه دې ونه کړل؟ خو نن چې دې دا ډول اسلامي او ملي دريځ غوره کړ، طالبانو هم شین څراغ  در کړ!  چې که خارجیان پاتې شول مونږ به جګړې ته ادامه ور کوو، او که ووتل نو جګړه به بس کړو! ته باید هوښیار و اوسي، ته وایې چې زه په خپل هېواد کې سوله غواړم، آرامي غواړم، د هېواد او ولس پرمختګ غواړم، او د همدې لپاره له امریکایانو سره تړون لاسلیکوم، او وايي چې خدا وراستي اګه غیرت ما قبول کنه! خو مجبور استیم! پس کله چې ستا دغه غوښتنه او آرمان د خارجیانو په وتلو تر سره کېدای شي آیا دا ستا لپاره یو تاریخي او طلايي فرصت نه دی؟ ته ولس او خاوره ځکه په امریکایانو خرڅوې چې سوله راشي، او په دې شرمېږي هم چې دا کار کوې، خو کله چې دغه سوله د خارجیانو له موجودیته پرته، او پرته له دې چې خاوره او ولس پرې خرڅ کړې راتلای شي! آیا دا په رښتیا یو تاریخي او طلایي چانس نه دی؟ او که ته بیا هم تړون لاسلیکوي نو په حقیقت کې ته درواغزن یې، خپل ضمیر ته درواغ وايې، خپل ولس ته درواغ وايې، له خپلې خاورې او هېواد سره خیانت کوې!

 ته باید پوه شې چې که افغانان په خپلو کې سره جوړ شي، هېڅ خارجی نشي کولی چې د دوی تر منځ اور بل کړي، او که افغانان په خپلو کې سره جوړ نه شي، نه امریکا اونه کوم بل څوک ددې توان لري چې هېواد ته سوله او آرامي راولي.

    اوس خبره تر تا پورې تړاو لري، که دې دا  تاریخي کار وکړ، هم به دې خپله توره ماضي سپینه کړې وي، او هم به د راتلونکو نسلونو لپاره ویاړ او او افتخار جوړ شې! لکه تا چې خپله له آزادۍ رادیو سره په مرکه کې ویل چې زه غواړم راتلونکي نسلونه مې د خارجیانو لپاره زمری او دخپلو خلکو لپاره پسه وبولي! که په رښتیا همداسې غواړې نو بیا ټينګ شه! تړون لاسلیک نه کړې! که هر څو فشارونه در باندې راشي، تر ټولو سخترین فشار به د مرګ ګواښ وي، که دې ووژني او که ژوندی پاتې شې په دواړو حالتونو کې دې مېره ده! که ژوندی وې ټول به د یو اتل په سترګه درته ګوري، او که یې ووژلې او نیت دې د الله جل جلاله لپاره و، د دنیوي اتلولۍ تر څنګ به دې د آخرت لوی ویاړ او افتخار چې شهادت دی هم ګټلی وي! لنډه دا چې ستا په دواړو کې ګټه ده، که ژوندی وې د عزت ژوند به کوې، یوازې ته نه بلکې ټول ولس او هېواد، او که دې ووژنې د شهادت مرګ به دې نصیب شي!  تر دې لوی او لوړ بخت! کرزیه الله جل جلاله ډېر لوی تاریخي او طلایي فرصت په لاس در کړی، خو که ته سمه استفاده ور څخه وکړې!

سید ولي حامد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x