نظــر

وحید مژده په سخت وخت کې داسلام خدمت وکړ

هرڅوک داسلام او مسلمانۍ چیغې وهي او دعوه لري چې داسلام خادمان دي ، مګر خدمت تر خدمته ډیر فرق دی ، په عامو حالاتو کې یا چې سړی دتودې صندلۍ ترڅنګ ناست وي ، داسلام دعوه او په تسپو اړولو سره داسلام خدمت خورا اسانه دی ، او یا دا چې داسلام دخدمت په نوم دې کومه غوړه چوکۍ اشغال کړي وي ، خلک درته احترام کوي ، شهرت او نوم دې چلیږي ، هرڅوک دې صفت کوي ، هیڅ مشکل او خپګان نه وي ، نو په داسې صورت سره د اسلام خدمت کول ، خو تیاره عیاشي ده .

زما په نظر سره خو داسلام اصلي خادم هغه څوک دی ، چې په سخت وخت کې داسلام خدمت وکړي ، په اسلام باندې زهیر شي ، وښکنځل شي ، پیغورونه او تورونه  ورته وویل شي ، لکه څرنګه چې رسول الله  صلی الله علیه وسلم ته داسلام په سر کوم مشقات رسیدلي وو .

په سختو حالاتو کې داسلام خدمت خورا ستر دنیوي او اخروي پاداش لري ، په دې اړه به درته  دصحابه کرامو د ژوند یوه جالبه کیسه وړاندې کړم تاسو راته غوږ شئ .

حضرت علی رضی الله عنه روایت کوي  په مکه باندې له حملې لږ مخکې  رسول الله صلی الله علیه وسلم  زه  ، حضرت مقداد او زبیربن العوام  ولیږلو او راته ویي ویل چې تاسو لاړ شئ  دمدیني او مکې ترمنځ د روضة خاخ سیمې ته ځان ورسوئ  هلته یوه ښځه ده له هغې سره یو خط دی ، هغه خط ترې  یوسئ ، حضرت علي کرم الله وجهه وایي موږ په ډیره بیړه هلته لاړو او هلته مو یوه ښځه ولیده ، ورته  ومو ویل چې له تاسره لیک دی ، هغه موږ ته راکړه ، ښځې انکار وکړ چې له ماسره خط نشته ، خو کله چې موږ ټینګار وکړ  او ښځه مو وویروله ، نو ښځې له خپلو کمڅیو څخه یو لیک راوباسه ، کله مو چې خط رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راووړ ، خط  دیوه صحابي حاطب بن ابي بلتعه لخوا لیکل شوی وو او دمکې خلکو ته په کې خبرداری ورکړل شوی وو ، چې مسلمانان په تاسو برید کوي .

ددې خط له لیدلو وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم  حضرت حاطب  راوغوښت او ورته و یي ویل چې ولې دې داسې کار کړی دی ، حضرت حاطب وویل چې یارسول الله داکار مې دمنافقت له وجې نه دی کړی ، بلکې په دې خاطر مې کړی چې په مکه کې ما قومیان او خپلوان نه درلودل ، لکه نور صحابه یې چې لري ، نوځکه زما کورنۍ ته خطر متوجه وو ، ما ویل راځه په دې طریقه په قریشو یو احسان  بار کړه ترڅو ستا دکورنۍ حفاظت وکړي ،دا کار مې  د ارتداد یا نفاق له امله نه دی کړی .

رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل  چې دادې رښتیا وویل ، حضرت عمر فاروق رضی الله عنه چې کله پوه شو چې حاطب بن ابي بلتعه دمسلمانانو حال کفارو ته  ورکړی دی ، نو له رسول الله علیه السلام څخه یې اجازه وغوښته چې دحاطب سر پریکړم ، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل  چې دداسې کار اجازه نشته ، ځکه حاطب که څه هم ګناه ترې شوې ده ، خو دی بدري دی ، یعني دبدر په غزا کې یې شرکت کړی ، له همدې امله  له دې خطاء ورتېر شو .

ددې حدیث په شرح کې علماء کرام فرمایي چې دلته رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې امله  حاطب ته بخښنه وکړه ، چې نوموړي  دبدر په غزا کې شرکت کړی وو ، دبدر دغزا په مهال مسلمانان خورا کمزوري او ضعیف وو ، او له  سخت امتحاني حالت سره مخامخ وو ، له همدې ځایه علماء کرام  ثابتوي چې که چا په سختو حالاتو کې داسلام خدمت وکړ ، هغه خورا لوی امتیاز لري ، او باید خطاګانې یې نادیده وګڼل شي .

له لوړ حدیث څخه معلومه شوه چې په عامو حالاتو او سختو حالاتو کې اسلام ته وفادار پاته کیدل ، دځمکې او اسمان فرق لري ، په پښتو کې متل دی ، چې په دسترخوان خو ټول خلک دوستان دي مګر اصلي دوست هغه دی چې په سخته ورځ په ښمر درشي ،عرب وایي  (لایعرف الاخ الا عندالحاجة ) ورور نه پیژندل کیږي مګر دحاجت په ورځ پیژندل کیږي .

خبره مې تر وحید مژده صاحب پورې کوله ، نوموړی له هغو څو تنو وفادارو صاحب نظرانو څخه دی ، چې دامریکا دهمیشني حضور په موضوع کې په خورا سخت او توپاني حالت کې  په ډیره میړانه ددښمن په وړاندې ودریدل او داسلام له خاور ې یې ښه په نره دفاع وکړه .

دنوموړي دغه سرلوړي دریځ په اتومات ډول نوموړی د دینپالو افغانانو په منځ کې محبوب کړ ، او په پلوۍ یې لیکنې پيل شوې ، دنوموړي همدا محبوبیت ددې باعث شو چې دامریکا په غلامانو ، ګوډاګیانو ، بې دینانو او  ډالري  مستخدمینو باندې  بده تمامه شي ، نوځکه یې په یوه او بل ډول دوحید مژده دتخریبولو لپاره لیکنې پيل کړې .

زه دلته په هغو کسانو باندې نه غږیږم ، چې دسینټکام ډالر خوري او مسلمان شخصیتونه تخریبوي ، بلکې دهغو کسانو نه مې ګیله ده ، چې ځان اسلام او افغانیت ته هم منسوبوي ، په دې وروستیو کې دمعتصم اغا جان دپلویانو دمشکوکو کسانو  له لورې هم  په مژده صاحب پسې تبلیغات پیل شوي ، او د شرم وړ خودا ده چې دوی دغه داسلام او افغانیت سمبول  دکفر له سنګره  هدف ګرځوي ، او خپلې لیکنې په هغو ویب پاڼو کې نشروي ، چې داسلام دښمنۍ توره ماضي لري او دامریکایي سفارت  په  راشن چلیږي .

دوی په مژده صاحب باندې بیلابیل تورونه لګوي ، کله دنوموړي ماضي ته ځي چې کتاب یې مسعود ته ډالی کړی او دطالبانو ته یې دا او هغه ویلي ، کله بیا دروغجنې افتراوې لیکي چې دا استخباراتي سړی دی ، زه به دوی ته ووایم چې ګرانو  لکه  په سخت وخت کې داسلام خدمت ( په بدر کې شرکت ) چې دحاطب بن بلتعه د ټولو ګناهونو کفاره وګرځید، موږ په دې باور لرو چې  دوحید مژده اوسنی متدین موقف چې نوموړی سخت ورباندې زهیر هم شو ، دنوموړي د ټولو هغو کړنو کفاره ګرځیدلی شي چې تاسو ته  ناوړه چارې ښکاري .

وحید مژده او ملګري یې لکه  حاجي فرید ، انجینر احمدشاه احمدزی ، صفت الله قانت  او نور په داسې وخت کې دخپل اسلامي وطن او ازاد ملت په ننګ ودریدل ، چې ددښمن اشغالګرانه ځواک ، تبلیغات او داستعمار اشتهاء اوج ته رسیدلی وو ، وطن په سخت حالت کې قرار درلود ، دښمن کاملا یو طرفه لوبه پیل کړې وه او په ډیره بې رحمۍ یې زموږ پښو ته زولنې اچولې ، مګر همدغه څوتنه متدین او ژمن  مؤمنان وو ، چې  له خپل  مناسب موقعیت نه په استفاده یې خپله وجیبه اداء کړه ، په خپل مبارزه سره یې ددښمن  دلویې جرګې  اعتبار په صفر کې ضرب کړ ، تردې چې دافغانستان له ګوټ ګوټ نه له  راغوښتل شويو ۲۵۰۰ کسان څخه  هیڅ یو حاضر نه شو چې په دغه شرمنده لوبه کې برخه واخلي نو ځکه دښمن اړ شو ، چې د د زرو کسانو په شاوخوا کې دکابل کوڅه ډب متقاعدین او نا شناخته بیروکراتان  راټول کړی او خپله  کیږدۍ ورباندې ډکه کړي او په دې توګه  خپل دجرګې رسم  ظاهرا ترسره کړي .

زما په نظر  دسینټکام دځیره خورو او مشکوکو  ګوډاګیانو تبلیغات دازادۍ  دمبارزینو حیثیت ته تاوان نه شي رسولی ، اوس هرڅه روښانه شول ، دامریکا پټ ځیره خواره او استخباراتي اجیران هم روښانه شول ، او دخپلواکۍ اتلان هم هرچا وپیژندل ، هیڅوک نه شي کولای د افغان اولس په سترګو کې خاورې وشیندي او حقائق مسخ کړي ، په دنیا او اخرت کې هرڅوک دخپلو اعمالو په ترازو تلل کیږي نه داچې دنیاوي تبلیغاتو ته  به توجه کیږي .

مژده صاحب ، حاجي فرید صاحب  او نور ملګري یې چې دامریکایي اشغال مخالفین دي  دنن ورځې دغازي اکبر او ایوب خان مثال لري ، چې سپکاوی یې هیڅوک هم نه شي زغملای هغه که دهرچا له لوري وي ، زما په نظر که څوک له دوی سره شخصي معاملي او حسد لري باید بل وخت یې مطرح کړي ځکه په اوس وخت کې ددوی په وړاندې موضع ګیري کټ مټ دافغان استقلال  دملي داعیې په وړاندې سنګرنیول دي چې ګټه یي یرغلګرو او ګوډاګیانو ته رسیږي .

قاري صفت الله عتید

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x