
د طیب اغا تر وخت تیرې اصلاح غوښتنې
نن ټکی اسیا – سرمقاله: تیره ورځ یو شمیر رسنیو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د پخواني مستعفي مشر ښاغلي طیب اغا یو اوږد لیک نشر کړ.
په لیک کې دا کښل شوي چې هغه د تیرې جولای په میاشت کې د طالبانو مشر تابه ته استول شوی، او د اکتوبر په شلمه بیا له ځینو محلي رسنیو سره شریک شوي دی.
د رسنیو لخوا د طیب اغا په خپاره کړل شوي لیک کې ځینې داسې معقول ټکي هم ځای شوي وو چې که هغه نوموړي د خپل مسؤلیت په مهال وړاندیز کړي وای ښايي د طالبانو لپاره په سیاسي او تبلیغاتي لحاظ ښه ګټور ثابت شوي وای.
خو دا چې ښاغلی طیب تر خپلې ګوښه کیدو څه باندې دوه کاله وروسته د طالبانو لپاره اصلاحات عرض کوي او هغه بیا له رسنیو سره شریکوي فکر نه کیږي چې طالبان دې ورباندې غوږ وګروي.
همدا لامل دی چې طالبانو یې تر اوسه پوري په اړه هیڅ کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د طالبانو د غورځنګ حرکي طبیعت ته په کتو سره هغوی تل خپل داخلي اختلاقات او مورد نظر اصلاحات د خپل منځي مشورو، توصیو او مناصحو له لاري حل کړي. هغوي د یوه سیاسي او پوځي جریان په توګه په خپل ۲۲ کلن تاریخ کې ډیر داسې څه لرلي چې د تأسیسي غړیو ترمنځ یې اختلاف نظر رامنځته کړی، خو هغه یې ټول د داخلي تفاهم له لارې حل کړي.
د طالبانو کوم غړي چې د داخلي اختلافاتو حل لاره او اصلاحات رسنیز کړي هغه د اصلاحاتو راوستلو په ځای د ټول وخت لپاره د طالبانو په منځ کې تجرید شوی او د تحریک د غړیو په منځ کې یې خپل اهمیت د تل لپاره له لاسه ورکړی دی.
اوس مهال چې طالبان تر بل هروخت زیات په سیمه ییزه او نړیواله کچه له سختو ننګونو سره مخ دی ښايي د طیب اغا لیک د طالبانو مخالفینو ته په تبلیغاتي لحاظ داسې څه په لاس ورکړي چې د طالبانو په خلاف ورباندې رسنیز ډګر تود وساتي، خو خپله د طیب اغا لپاره د دا ډول لیک رسنیز کول ښايي په طالبانو کې د ده مؤثریت ته هم د پای ټکی کیږدي او نوموړی د یوه تجرید شوی شخص په توګه د تل لپاره د طالبانو په منځ کې خپل باور له لاسه ورکړي.
مازي سړوپ دی.
د طیب اغا په اړه چي له وخته ماکوم معلومات لرل، هغه داوو چي نوموړی، ډیرخودخواه، سرټمبه، له معنویت څخه بیګانه، او له مادي نړۍ څخه زیات متآثر کس وو. ده تل د اسلامي امارت د مشرانو له حلم، نرمۍ او شفقت څخه ناوړه استفاده وکړه. ده داسي مهال لاره جلا کړه، لکه ابی ابن سلول چي د احد د غزوې په مهال جلاکړي وه. که دی اوس فکرکوي، چي د اسلامي امارت مجاهدین به د ده په اوتو بوتو خطاشي او د ده دغه استشراقي ګام به تعقیب کړي، نو ده ده پکارده، چي د خبیب، عمار او د… نور لوستل »
آغا صاحب باید تري درس واخلي! پرون چې په نن ټکي اسیا ویپ پاڼه کې د طیب آغا د لیک خبر خپور شو نو ډیرو لوستونکو ورباندې خپلې تبصرې او تأثیرات لیکلي. طیب آغا صاحب یا هر هغه څوک چې ده ته يي د دغه لیک نشرولو مشوره رکړي هغه دې ټولې وګوري او بیا دې د هغو په رڼا کې د خپل ځان او مستقبل په اړه فیصله وکړي. هرڅوک حق لري چې په ټولنیز او سیاسي ژوند کې د اصلاح لپاره اصلاحي وړاندیز او حتی انتقاد وکړي، خو د یوه غورځنګ د داخلي اصلاحاتو لپاره د رسنیو له… نور لوستل »
طیب آغا که دویم کر زی؟ کرزی هم کله چې واکمن وو واړه نادودې اونا کردې ئې په لړمون کښې پټې ساتلې وې اوس چې وار تیر شو میری دود شو، دغه رنګه طیب آغا که ریښتیا طیب آغا دغه اصلاحات غوښتلی کله چې د دفتر مشر وو نو دغه څه کول ورته پکار وو ځکه غږ ئې تر یوه ځایه رسیده اوس چې دغه خبرې کوي نو هغه دویم کرزی دی نور هیڅ هم نشته بس ځان مطرح کوي، کیدلی شي چې چا به سترګه ورته ګل کړې وي او دکرزي غوندې به د ویم وارته ځان کاندید کوي،دا… نور لوستل »
نن سهار د دفتر اشپز راته وایی چي د ملا طیب اخند د څرګنده ونو په اړه دي نظر څه دی ؟ مال پریږده یاره د غرمي غمه وخوره د طیب عقل پردیو ایرکنډیشنانو کنګل کړی . بلا دي دا د لوچک ( لوچ از حق ) اربکي په رنګ سي ته یی دا وچ سر ته وګوره حافظه یی د یوی فلاپی ډیسک په څیر۲۰۰ مگابایته ده خبري د لویو عقلا وو کوي . اشپز سر ښکته و ځړا وو ول (بسیار خوب اینه میروم ۲۰۰ ګرام ګوشت میخرم). د ده هم لکه چي زما به خیره سر خلاص… نور لوستل »