لوړ همت او د برياليتوب سره مينه !!

عبدالمالک «همت»

آيا د چين د هغه ځوان کيسه مو اورېدلې ده چي يوه سپين ږيري سړي ته ورغى او د برياليتوب د راز پوښتنه يې ځني وکړه؟

دغه سپين ږيري دغه ځوان ته يو غټ لوښۍ راوړ چي له اوبو څخه ډک وو. ځوان د سپين ږيري دې کار ته خورا ډېر اريان سو. سپين ږيري ورته وويل: وګوره چي په دې لوښي کي څه دي ؟ څنګه چي ځوان د لوښي اوبو ته وکتل، سپين ږيري يې سر په لاسونو ټينګ ونيو او په اوبو يې ننايست. ځوان کوښښ وکړ چي خپل سر له اوبو څخه راوباسي، خو سپين ږيري د هغه سر د څو شېبو لپاره په اوبو کي ټينګ ونيو. ځوان زور ورسره وواهه او خپل سر يې له اوبو څخه راوايست. ځوان د دې سپين ږيري دې کار ته اريان پاته سو. بيا سپين ږيري ورته وويل: آيا پوه سوې چي ته هوا ته څونه اړتيا لرې؟ او څونه زورونه دي پسي ووهل؟ ځوان ورته وويل: هو! سپين ږيري ورته وويل: ته بايد په برياليتوب پسي هم دغونه هلي ځلي وکړې، لکه د دې هوا لپاره چي په کار دي.

کله چي حکمت او پوهي ته د رسېدو لپاره ستا مينه، علاقه او هلي ځلي هغي کچي ته ورسيږي، لکه د غرقېدو په حال کي چي د ژوند د ترلاسه کولو لپاره کيږي، نو هله به حکمت ترلاسه کړې.

پر ناممکن باندي د ناممکن حکم مه کوه، بلکي د ممکنېدو لپاره يې هلي ځلي وکړه. که يو شى بېخي د آسمان په ستورو ځړيږي، په کوښښ به يې ترلاسه کړې. اډيسن تر ډېرو ناکاميو ګاللو وروسته د برېښنا د رڼا پر ترلاسه کولو بريالى سو. هنري فورډ هله په خپله اختراع کي بريالى سو چي پنځه ځله يې مفلسي وګالل.

تاريخ موږ ته د سترو بريو د خاوندانو نومونه په زرينو کرښو ليکلي پرې ايښي دي.
حضرت عمر بن عبدالعزيز رحمه الله داسي اسلامي دولت رامنځ ته کړ چي تاريخ يې سارى نه وو ليدلى. د هغه په واکمني کي خلک په امن، هوسايي او خوښيو کي اوسېدل. د هر چا ځان، کورنۍ، عزت او شته خوندي وه. مسلمانان د دونه پرتم او سترتوب خاوندان وه چي هيچا يې د ډېر لږ زورولو او سپکولو جرأت هم نه سواى کولاى او مال او شتمني دونه ډېره وه چي څوک نه وو چي وايې خلي. او دا هر څه صرف په دوو کالو کي رامنځ ته سوه!!

نو که برى غواړې په هلو ځلو، کړاو او زيار او زحمت ګاللو يې په لټه کي سه او په موجود حالت مه قانع کېږه. د برياليتوب راز بالکل په همدې کي دى.

که په يوه کوچني کار اخته اوسې هم مرې او که د کوم لوى کار په لټه کي يې هم په هغه مرګ مرې، نو د لويو کارونو په فکر کي سه!

د دنيا چاري احمده په همت شي
په همت به يې د زلفو شي تارونه

( لوړ درشل احمدشاه بابا[رح])

که آسمان دي د زمري په خوله کي ورکا
د زمري په خوله کي مه پرېږده همت

( حضرت خوشال خان خټک[رح])

گر از شمشیر برگردی نه عالی همتیسعدی
تو کز نیشی بیازردی نخواهی انگبین رفتن

(شيخ مصلح الدين سعدى[رح])

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د