نړۍ

یمن: پلازمېنه صنعاء کې د دفاع وزارت مخته د موټربم چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

y dد یمن د امنیتي چارواکي وايي چې وسلوالو کسانو لومړی د دفاع د وزارت په مخکې په موټر کې ځای پر ځای کړي چاودیدونکي توکي وچول او وروسته يي په وزارت د سپکو وسلو په برید پیل وکړ. د یمن امنیتي سرچینو ویلي، چې سیمه د امنیتي ځواکونو کلا بنده شوې . ویل کیږي دا برید د القاعدې د پلوي ډلې لخوا شوی دی. ویل کیږی چاودنه د رسمیاتو له پیلیدو لږ شیبه وروسته د دفاع د وزارت په دروازه کې وشوه . د برید مسولیت تر اوسه چا په غاړه ندی اخیستی خو یمني چارواکي د برید پړه د القاعدې پر ډلې اچوي. ویل کیږي چاودنه دومره زوروروه وه چې په دوه سوه مترۍ کې سیمې ولړزوله . امنیتي سرچینو د خبر له مخې وسله والو لومړی د دفاع د وزارت په مخکې چاودنه وکړه او وروسته د بل موټر نه وسله والو چې د دفاع د وزارت د منسوبینو یونیفورم يي په تن و؛ پر دفاع وزارت ډزې پيل کړې. ویل کیږي په برید کې ډیر برید کوونکي د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوي دي خو دا معلومه نده چې برید کوونکي څو تنه وو. په یو بل خبر کې ویل شوي دي چې د وسله والو کسانو اصلي هدف د دفاع وزارت عسکري روغتون و. ویل کیږي دا برید پداسې حال کې کیږي چې د یمن امنیتي ځواکونو د شاوخوا دوو اونیو راهیسې ډیر کلک امنیتي تدابیر نیولي دي . په یمن کې وسله والو پدې وروستیو کې په ځانګړې توګه په دولتي کارکوونکو د بریدونو کچه لوړه کړې ده .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x