ادبي لیکني

هغوی اوس په افغانستان کې غواګۍ چلوي

عادل عادل

قومي مشر حاجي آدم خان به ډیرې په زړه پورې کیسې کولې، په کیسه کې به یې یوه ډله خلک هدف ټاکل په داسې توګه چې په ټولو حواسو به ورته غوږ وو او تر پایه به پدې نه پوهېدل چې کیسه په دوی راڅرخي.

د کورنیو جګړو په مهال د لومړي ځل لپاره د غواګیو په نوم کورولا ډوله موټرو افغانستان ته مخه راوکړه چې ډېر ژر یې د روسي ډوله جیپانو او والګاوو ټغر ټول او د څو میاشتو په اوږدو کې په چټک سرعت سره مشهور شول، هغه داسې چې یو ځای به یې د کلي منځ کې عام لاروی وهلی وو، بل ځای به یې غوا وهلې وه، د چا ماشوم د چا میرمن، د چا ونه د چا دیوال،،،،، لنډه دا چې له غواګۍ څخه په لنډ وخت کې د آفتونو یوه افسانه او له ټولو ګټو سره یو سرخوږی جوړ شوی وو.

حاجي آدم خان چې د لویې لارې پر سر یې قلا اباده وه د بالاخانې کړکۍ یې لارې ته راخلاصې وې او هر سهار وختي او ماښام ناوخته به یې له کلي څخه د تلوونکو او ماښام مهال را ستنېدونکو چټکمارو غواګیو ننداره کوله.

د اختر شپې ورځې وې حاجي آدم خان د جومات په سپاچه د توت لاندې سیوري ته د کلیوالو په منځ کې پټ او کیسه یې داسې راپیل کړه چې وېل زمونږ د نیکه دهقان وو، غټ برېتونه او درې ودونه یې لرل، له هر واده یی دوه دوه درځن زامن وو، زامن یې ټول بې واده وو خو هغه د ځان لپاره د بر کلي د دهقان ځوانه لور په نکاح کړه، د واده د نغري ایرې لا نه وې سړې چې ناوې د کوز کلي د دهقان له ځوان زوی سره یو ځای تېښته وکړه او تري تم ورک شول.

دهقان چې ځان یې د ډکو کندوانو، نوم او سړیو څښتن ګڼلو، خپلو زامنو ته امر وکړ تر څو ناوې هرو مرو بیا ومومي او لاس تړلي یې دده خدمت ته حاضره کړي.

زامنو یې راسته و چپه کتار وزمې او توپانچې په تن او له کلي په نامالوم لوري ووتل، په دې منځ کې څه کم 40 کلونه تېر شول خو د دهقان د زامنو څرک ونه لګېد، بالاخره دهقان چې د عمر غاښ یې نور په خوړلو وو د کوز کلي له دهقان سره روغه وکړه او خپلې لوڼه یې یو د بل زامنو ته کښېنولې او په دې توګه یې نا پیل شوې دښمني په دوستی بدله شوه، د خدای کارونه وو چې په همدې مهال یې یو له ورکو زامنو چې ګیره یې د کابلیانو خبره برنج و ماش وه هم راپیدا او د خوښیو اخترونه یې درې شول.

راغلي زوی د خپلو وروڼو د حال او تښتېدلې ناوې د څرک خبر له ځانه سره راوړی وو، هغه داسې چې له ډېرو ستړیو او قربانیو وروسته یې د هندوستان په لکنو نومي سیمه کې د ناوې څرک لګولی وو چې په دې وخت کې د یو ډېر شتمن او جایدادي سردار چې سیکونډرسینګ نومېده مېرمن وه او له شپږو مېرمنو څخه یې تر دوی پلن او په وجود غښتلي څلور دېرش ځوانان زامن او لوڼې لرل، سردار چې په ځمکو یې آس په یوه دمه عبور نشو کولای، یادو دهقان بچه ګانو ته د روغې جوړې وړاندیز وکړ، ځای په ځای یې په واده کړل او یوه ټوټه لویه ځمکه چې زمونږ د نیکه د ځمکو شل برابره وه وربېله او وبښله.

آدم خان وېل چې ډېر ژر یې زمونږ دهقاني برېښوده او له خپلو ټولو زامنو او د کوز کلي له دهقان سره مل د هندوستان په لور وکوچېدل او په هماغه لویه ټوټه ځمکه باندې یې واړول.

د کلیوالو منځ کې ناست صوفي ګلوجان چې توربخونه غواګۍ یې مخامخ دیوال ته دمه ولاړه وه په آدم خان اکا غږ کړ چې زه خو ددې دهقانانو او سردار د زامنو په شمېر پوه نه شوم چې ټول ټال څو تنه وو اوس چېرته دي؟ حاجي اکا چې کیسه یې پای ته نږدې کړې وه ورته کړل چې د مېړو شمېر یې تر حساب اوښتی وو خو ښه اتفاق لري او تازه مالومات دادي چې هغوی اوس په افغانستان کې غواګۍ چلوي.

اصل مطلب ته راځم

زمونږ په هېواد کې د مجرمو کمونستانو له شرمېدلې ماتې وروسته چې کله د ملحد نجیب لاسپوڅي حکومت سقوط وکړ او کابل ښار ته جهادي تنظیمونه فاتحانه د ننه شول، په دې وخت کې د کې-جي-بي په دستور د کابل خاد (خدمات امنیت دولتي) ادارې اړوند شاو خوا دېرش زره تنه روزل شوې خادستانې چې له جاسوسۍ علاوه یې په بدلمنۍ سره کمونستان خوشحاله ساتل په ښار کې پرېښودل شوې تر څو د جهادي ډلو په منځ کې په نفوذ سره هغوی بې لارې او په هر ممکن ډول چې وي اړیکې او یا هم وادونه ورسره وکړي.

همداسې وشول، د نن سبا شغالي سیاست بازار کې د ولاء او براء له اصل څخه ناخبره نوی نسل په تېره بیا تېر جهاد او هجرت ته منسوب منحرف اسلامپالي او له اوله لارورکي ملتپالي چې اوس یې د دیموکراسی نقابونه په سر او د هېواد په اشغال یې نه یوازې دا چې سترګې مړې دي بلکه سپېڅلی افغاني مقاومت ته په تر ټولو فضیحه توګه ښکنځلې کوي او په پردیو پورې یې تړي.

دا چې ولې له جهادي مخینې سره سره د مجرمو کمونستانو په نقش قدم زمونږ د تاریخ، ملي او اسلامي نوامیسو او کلتور د مسخ کولو په خاطر په ژبه، قلم او عمل کې بې دینی، الحاد او سیکولریزم ته چوپړ وهي، ځواب یې څرګند دی، دوی د هماغو خادستانو څخه زږېدلي او متاثر عناصر دي چې د روڼ اندو، هرچار شنوونکو، مدني او ټولنیزو شبکو د فعالانو، لیکوالانو، شاعرانو، خبریالانو او هنرمندانو تر نومونو لاندې د اشغال له فرهنګي هجوم سره مل زمونږ اسلامي ټولنه غافلګیر کوي او د سیکولریزم په ناعلاجه ناروغی باندې یې اخته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
gul

جالبه کیسه وه، لومړی یې ښه ګنګس کړم او بیا یي ناڅاپه وخندولم غواګۍ موټر له تیرو شلو کلونو راهیسې د افغانستان د ژوند برخه ګرځیدلې، رسمي نوم یي سراچه ده خو کټوازیان یی سلاچه بولي. غوا او غواګۍ یې هم بولي. غواګیو په افغانانو دا ثواب وګاټه چې د له روسي چونګشو والګاوو او هغو صابون دانۍ امبولانسو یې خلاص کړل چې د پوزې لخوا به په انډول سټارټ کیدل. د هغو ظالمانو د مخې د سیټ منځنۍ برخه به داسې ګرمه وه لکه سړی چې په تبۍ ناست وي. د غواګیو نوي ورژن ته فیلډر وایي چې ډیر… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x