نظــر

تورې دې لالا وهي … نوڼۍ دې عبد الله وهي « لومړۍ برخه»

ډاکتر رحمت ربی ځیـرکیـار

zirakyar1234@yahoo.com 21/10/2016=30 Tala 1395=19 Moharam 1438

نـنـتـوځ

« د خپلواکۍ او غلواکۍ جګړې د جنرال وزیري او مُـلا کاتب په کتابونو کې» په سرلیک ما خپله لیکــنـه د ۲۰۱۶ زییز کال د جنورۍ په ۱۵(۲۵ مرغومی ۱۳۹۴لمریز) افغان- جـــرمن آنلاین ته لیـږلې وه او هـلته په ګـړندي ډول خپره شوې وه. کاندید اکادمیسن اعظم سیستاني په ګړنــدي ډول پــه فـارسي وژباړله او په افغان-جرمن آنلاین کې یې خپره کړه. ورپسې په ګڼ شمیر نورو پښتو ویبـپاڼو کې هم خپره شوه. نږدې ۳۰۰ علاقمندانو ته مې د بریښنالیک له لارې هم ولیـږله. د دغـې لیکنې له لارې ښایي ګڼ شمیر افغانان د خپلواکۍ او غـلواکۍ په جګړو کې د جنـرال یـارمحمـّد خان وزیـري او غوڼــډ مشر محّمد ګل مومند پــه ملت ساز رول خبر شوي وي؟ نهه(۹) میاشتېوروسته ( جـمعه:۲۳ تله ۱۳۹لمریز=۱۴ اکتوبر۲۰۱۶) په کابل کې د ژغـورنې ( نــجـات) د پخـواني ویــجاړ شوي څـلي په ځای، ستـــرګه ورو شخصـیتونو د ګڼ شمیـر هیوادوالانو په ملاتړ د ژغـورنې د جګړې پـه درناوي کې د داسې څلي بنسټ کیښود چې د اورېـدا له مخې د دغې جګړې د درې(۳) وتلو شخصیتونو نومونه به پکې ځلـیـږي: جنرال یارمحّمد خان وزیری، غوڼـډ مشر او لیکوال محّمد ګل خان مومـنـد، او سپه سالار محّمد نادرخان.

ډاکترنبي مصداق لیکي چې دغویي د«کودتا په نهمه ورځ[۱۶غویی ۱۳۵۷= ۶مې۱۹۷۸]کارملیانو دا یاد څلې …د شپې په تیاره کې داسې ړنګ کړ چې…هیڅ اثرات پاتی نه ول.»- [روهي ویبپاڼه:۱۹ اکتوبر ۲۰۱۶= ۲۸تله ۱۳۹۵لمریز]. ما ځیرکیار د ۱۹۷۶په شاوخوا کې په جرمني کې په جرمني ژبه یوه رساله په دې سرلیک لوستلې وه: «بَــَورنـبـیویګونګ اِن افګانیستان»(په افغانستان کې بزګري خوځښت). دغه لیکنه د جرمني د هغه مهال(۱۹۲۹) کمونیست ګوند له روسي ژبې نه ژباړلې وه. ښایي رایسنـر به لیکلې وه. دغه شوروي تاریخپوه «په افغانستان کې د فیوډلیزم پرمختګ» په سرلیک پڼـډ کتاب هم په روسي ژبه خپورکړی و. د ۱۹۱۹ د اګیست په ۱۹(۲۸ زمری ۱۲۹۸)، ۲۷کلن امان الله خان د افغانستان خپلواکي اعلان کړه. د دغه اعلان سره جوخت، د وزیرستان ولس د ټـول (لـراو بـر) افغانستان د خپلواکۍ لپاره پاڅون پیل کړ او د تودې جګړې په ډګرکې یې د انګریزانو پوځ په ګوڼډو کړ. خوله بـدې مرغې د بـریــالي غازي جرنیل[جنرال] یار محّمد خان وزیري په وینا،د خپلواکۍ ګټلـی ډګر د «دریـم نـاولي تـړون» خوراک شو[لومړی ناولی تړون د ګنـدمک و او دوهم د ډیورنــډ]. روغـه به دا وي چې د وزیـرستان د بـریالۍ جبهې د خپلواکۍ ګـټونکو له ډلې نه لـږ تر لـږه د ۶۳ سرتیرو نومونه په یو نوي څلي کې خوندي شي(نومونه یې د دې لیکنې په پای کې ښودل شوي دي).

حبیب الله رفـیع لیکـوال، شاعـر، اوتاریخپـوه دی چې اوس په کابل کې د علومو اکاډیمۍ د تاریخ په څانګه کې مصروفیت لري. څه د پاسه ۴۸ کالـونه وړاندې، رفـیع په پـټ يـعـنې مستعـار نـوم («خپـلواک») د هغـه مهال د شاهي نظام په مات ګوډ دموکراتیک شرایطو کې په دې سرلیک یوه لیکنه په افغان ملت کې خپره کړې وه:« د خپلواکۍ د لارې یـو لوی مجاهـد جرنیل یار محمد خان»( افغان ملت اووه ورځنۍ ،۸۵ پرله پسې ګڼه: ۱۹ وږي ۱۳۴۷ لمریز=۱۰ سپتمبر ۱۹۶۸ زییز=۱۶ جمادی الثانی ۱۳۸۸). ما ته د رفیع د لیکنې پاسنۍ فـوټو کوپي رارسیدلې وه او د هـغې له مخې مې لانــدې متـن ټا یپ کـړی دی:« دا یو ثابت او منلی شوی حقیقت دی چه د افغانستان ملي تایخ تر اوسه نه دی لیکل شوی او کومه کرښه چه چیرته شته هغه هم ضمنی ده، نو دا د افغان ملت تاریخي او اساسي وظیفه ده چه د ملیونو او ملی مجاهدینو کارنامی خوندی کړی او وخت په وخت د ملت د تاریخ بابونه محفوظ وساتی، په همدی غرض دلته د هیواد د خپلواکۍ د لاری د یوه لوی مجاهد جرنیل یار محمد خان [وزیری] سـره تاسی معـرفی کوو.»[ دغه مهال «د کابـل فـاتح شاه ولـي خان» ژونـدی و، خو هغــه مهال لکـه چې د افغانستان مورخینو اود طبقاتي او«ستمي» مبارزې مشرانو په «افغان ملت» اخبار کې د حبـیب الله رفیع پـښتو لیکـنه نه وه لـوستلې!؟ «افغان ملت» هغه خپـرونه وه چې د امتیاز خاونـد یې انجنیـر غــلام محّـمـد فـرهـاد و او مسـول مدیر یې قـدرت الله حـداد. د زیاتـو معلـوماتو لپاره زما(ځیـرکیار) راتلونکی کتاب ولـولئ: د نا پوهۍ تیارې او د پـرمختګ ډیوې د افغاني کلتور په چوکاټ کې له عبدالرحمن خان نه تر اشرف غني: ۱۸۸۰تر ۲۰۱۵ «بـریالي غـازي» او ولسي جـنرال یارمحّمد خان وزیری .

دلـتـه د جنرال وزیري خاطرې درپیژنم چې په ۳۵۰ + مخونو کې خپرې شوې دي: د افغانستان د خـپلواکۍ او نجـات تـاریـخ. ترتیـبـوونکی فـدامحّمـد نـومیـر. خپروونکی: د افغانستان د کلتوري خــدمـتـونو اداره: پیښــور، پښتــونخـوا. چاپځی: مـلت پـریس،لاهـور، ۱۳۷۹هـجري لمریـز=۲۰۰۰زییـز د جنرال وزیري کتاب د افغانستان د ملي تاریخ یو مهم د یـوان دی چــې له لـوســتلو نه یـې هـر سیــال افـغـان خونــد او پـنـد اخـیستلی شـي.

لیکـوال یې نه یـواځې جګـړن و،بلـکې ځما پـه انـد جګـړانـد (ســتـراتـیجیـست: جګړه پـوه، د جګــړې چار پــوه) و، خـبـرلـوڅ و او جـرګـه مـار و. دا شمـله وال او ولسي جګـړانـد د وزیـرسـتان له بې نـومه دفــاعـي او جهادي پـوهــنـتـون نـه د بـریالـیتـوب په جـګـه درجـه راوتـلـی و. د ا سـړی هغـه ستـر پـښتـون- افـغـا ن و چې د خپلـواکۍ او غـلواکۍ (بچه سقاوۍ) جګـړې یې لومړی پــه جـرګـو او بیا په جګړو ولاړې وې.

د هغه هـدیره او کاریـز دواړه په کندهار ښار کې د تاریخي عـینو مـینې په خـوا کې پـراتـه دي. خـو افسوس
چې د افـغـانستان متـرقـي او دیني مـورخینـو په خپلـو پـڼـډوتـاریخـونو کې د ولسي او جرګه مار جـنرال یـار محّمـد خان وزیـري نـوم او کارنامې نـه دې ذکـر کـړي، سـره لـه دې چې د جنرال یار محّمد خان پـه نـوم (لـه امان الله خانه تر محّمـد داود خانه) ګـڼ شمیـر تحسیـن نامې او پادشاهي فـرمانـونه صادر شـوي وو. امکان لـري چې دغه تحسیـن نامې او فـرمانونه به په کابل ښار کې په ملي ارشیـف کې ساتــل شــوي وو او پـه لـیدلو به یـې کوم بـندیـزنه و لګـیـدلی؟ پـه ۱۰ سپتمبر۱۹۶۸(۱۹ وږي ۱۳۴۷ لمریز) کې حبیب الله رفـیع په پټ (مستعار)نوم په «افغان ملت» اووه نیزه خپرونه کې په پوره احتیاط سره « د خپلواکۍ د لاری یو لوی مجاهـد جرنیل یار محمد خان» معرفي کړ. ښایي نامتو مورخینو به «افغان ملت» اخبار نه لوست؟

امان الله خان ته د ولس هـیلې زیاتې شوې

[ امیــر حبیب الله خان نــیمه شپه/ د سهار ۲ بجې د ۱۹۱۹ د فــبرورۍ په ۲۰ په لغمان کې ووژل شــو او ورور یې نائب السلطنه ســردار نصرالله خان خپل ځان ســم دلاسه په جلال اباد کې امیر اعلان کړ. د امیر حبیب الله خـان دریم ځـوي امان الله خان ( ۱۹۶۰-۱۸۹۲)مخکې لــه دې چې امــیر شــوی وي د مـارچ په ۳ د هــند وایــسرا سردار چـیلمسفــورډ تــه لیک ولیـږه: هـلته یې دیته ګوته ونیوله چې «غـاصب» (نائب السلطنه سردار نصرالله خان) لـه واکمنۍ نه لاس اخــیستلی دی او پـر ځای یې خلکــو دی (امان الله خان) ټاکلــی دی. درې افغـان جنرالان د ډیورند د سـرحد په لــوري وخــوځـیدل: د ۱۹۱۹م د می په ۳ صالح محّمد خان ډکې ته ورسید، د می په ۵ عــبدالقدوس خان د قلات-غلزای/کندهار په لوری وخوځید او محّمد نادرخان د می په ۶ د پکتیا پـه خوست کې دیـره شو.

د وزیرستان مشرانو شاه ولیخان ته ورزیاته کړه چې «د نیول شوو چوڼیواو مرکزونوساتنه به موږ کابلي پوځ ته سپارو او زموږ مجاهدین به په وړاندې ځي، تر څو چې فرنګیان د پنجاب او ملتان نه تیر کړي.»[یعنې د وزیرستان میـړنیانو د ټول افغانستان خپلواکي غوښتله،نه د غـوڅ شوي افغانستان]. شاه ولیخان د جرګه ګۍ سره «هرڅه منلي وو.» د محّمد نادرخان پلان داو چې په افغانستان باندې د انګریزانو د تیري او پرمختـګ د مخنیوي لپاره د خوست، ځاځیو او اورګون درې جبهې مهمې وې. د محّمد نادرخان سره دا اندیـښنه وه چې د جګړې په پیل سره به انګریزان په افغانستان برید وکړي «لکه څنګه چې په ننګرهار او کندهار کې د افغانستان خاورې ته ننوتل.» لیکوال کاږي چې په پکتیا کې د نادرخان دغه درې جبهې د انګریـزي پـوځونو د مخنیوي لپاره وې، نه د بریـد لپاره.

د ټـل فـاتـح! سپـه سالار محّمد نـادرخـان

ټـل د انګریزانو غټ پوځي مرکز و چې د پکـتیا لپاره یې غټ خطر لاره. غازیانو دغه ډیر مهـم عسکري مرکز د ۱۲۹۸ لمریز د جوزا په ۳ نیټه[۲۵ می ۱۹۱۹] له انګریزانو نه ونیو. «بیا په زړه سپیڅلو» غازیانو محّمد نادرخان ته بلنه ورکړه چې د فرنګیانو د ټـل «ستر نظامي مرکز په تشـریفاتي توګه فتح کړي او د ټـل د سوبـې مراسم پرځای کړي. محّمد نادرخان چې تر هم هغه ګینټـو یې د ټوپک نه یوه ګولۍ هم د فرنګیانو په لور ویشتلې نه وه، د ټل پوځي مرکز یې په تشریفاتي توګه د تو پـونو د ګولیو په اور سره فتح کړ او بیا یې په ډیره بې انصافۍ او بې عدالتۍ سره د ټـل فـتح په خپل نوم سره ونوموله.» مخ ۷۶

«دریـم ناولـي تـړون» د ټـول افغانستان خـپلواکي شـڼـډه کـړه

[دریم تړون (۸ اګست ۱۹۱۹) چې د افغانستان د داخله وزیر علي احمد خان لوی ناب او د برتانوي هند د بهرنیو چارو د سکرتر همیلټن ګرانت په منځ کې رامنځته شوی و، لیکوال جنرال یې په لاندې دلیل کړولی دی :] د وزیرستان، کندر، ګومل او ژوب غـازیانو له فرنګي پوځونــو نــه، نـه یواځې هغه بـدل واخیست چې پــه ننګـرهار اوکنــدهــار کې یې افــغـان پــوځیانو تــه ماتې ورکړې وه، بلکې غلیم یې دیته اړکړ چې له امــان الله خان نــه د جنــګ د اور بـنــد(مــتارکې) هــیله وکړي. انګریزان په دې پـوهــیدل چې کـه جګــړه دوام وکــړي، د وزیـرستان، ګــومل، کـندر، او ژوب غـازیــان بــه پــه لــومــړي پـړاو کې انګــریــزان له ډیــره غــازیخان، ډیره اسماعیل خان ، بنـو او کـوهاټ نه وشـړي، او ورپسې به د پنجاب او مـلتان د غـازیانـو ملاتـړ وکـړي.

د خپلواکۍ په جګړه کې چې لـږوډیر دوه اونۍ دوام یې وکړ، «زموږ د سیمو تقریبا دوه زره» غـازیان شهـیدان شـول. خو «د خپلواکۍ د جګړې نه وروسته زموږ برخه لیک بیا هغه برخه لیک شو چې د اعلیحضرت امان الله خان د نیکه او د فرنګیانو د استازي ډیورنډ په ناولي تړون کې ټاکل شوی و او[موږ] یو ځل بیا د رودونـو وینو تویــولو نــه وروسته د ښمنانو ته لاستړلي وسپارل شو.» غازیان اریان وو چې ولې به امــان الله خان د مغـلـوب غـلیم ســره د اوربــنـد وړانـد یـز مــنلی وي؟! د اوربند پیشنهاد «بې له دې چې زموږ مشرانو سره پکې سلا او مشوره وکړي» ومنل شو. د خپــلواکۍ په غــزا کې « زموږ سیمې بیا د متارکې په پـریکړو کې د افغاني او فـرنګي هیئـتونو له خوا په فــرنګیانو پورې وتــړل شــوې او زمــوږمجاهــدینــو له نظــره دا دریــم نــاولی تـــړون و.»

دغــلواکۍ پـه ضد جګـړه په کلات کې پیل شوه

د امان الله خا ن له خوا داخـله وزیـر عـبدالحد خان مــایــار د ۱۳۰۸ لمریــز د وري په ۱۲ نیټـه [۱اپریل ۱۹۲۹]، د شپــې په اووه بجو د دوو موټرو په پوځي بدرګه سره، له کندهار نه شاجــوی ته ورغی او هلته یې د جنرال وزیري په میلمستون کې ماخــوستن حاضرینوته د خپل راتګ هدف څرګند کړ او شخصا جنرال وزیري تـه یې یــو فـرمان تسلــیم کــړ چې امان الله خان لاسلــیک کـــړی و. داخله وزیر عبد الاحد خان مایار/وردګ جنرال وزیري ته وویل چې د امان الله خان په استازولۍ دې دغه[نور] فـرمانونه د وزیرستان او پکتیا مشرانو تـه ورسـوي او د سقاو د مقابلې لپاره دې ځانونه غزني ته راورسوي. عبد الاحد خان مایــار «دهـم هغه شــپې په یولسو بجــو» د شاجــوی له خلکو نه د کلات په لــور رخصت شــو.

لاندې انګریزي رسمي لاسوند(سند) د امان الله خان لپاره د جنرال یار محّمد خان وزیري ماموریت څـرګـندوي . نور ملونه د کتاب په پای کې خوندي شوي دي

No. 439-S
Copy to the Secretary of the Chief Commissioner, North-West Frontier Province, Peshawar, for information.
__________
COPY OF MEMORANDUM No. 107-S., DATED THE 20TH APRIL 1929 FROM THE POLITICAL AGENT, SOUTH WAZIRISTAN, TO THE RESIDENT IN WAZIRISTAN.

Reaction from Afghan reforms agitation in Waziristan.
In continuation of my telegram No. 171, dated the 17th April 1929
I send herewith translations of the various letters addressed by Mirza Yar Mouhammad, Mirani, an Afghan official from Shahjui to Musa Khan, Abdullai, and Mahsud and Wazir maliks…. The facts of the case appear briefly to be as follows:
Ex-King Amanullah on his arrival at Shahjui is said to have publicly called for a volunteer to carry farmans to the Wana Wazirs and Mahsud maliks, the maliks of Khost and Urgun areas and the maliks of the Saifali, Mangal and Marani (Sherani) tribes as well as to the son of Babrak. The person undertaking the mission was promised a Wazirship.
By public acclamation Mirza Yar Muhammad (Marani)*,

*[له «مرانی» نه مطلب «مـریاڼـی» دی، یانې د مریاڼ د سیمې دی]- ځیرکیار
ولـولۍ په انګــریزي ژبه کې د ډاکتر ببریګل وزیـر ۳ ملونه چې له بریټـیش لایبـرېـري (برتانوي کـتابتـون) نه یــې لاسته راوړي وو او د ځیرکیار د ذکرشـوي کتاب په پای کې خوندي شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

رحمته کور دې ودان هغه تاریخي واقعات دې بیرته را ژوندي کړل کوم چې مونږ ته د خپلو نيکونو لخوا دزمي په شپو کې د ساتیرې لپاره د یوې واقعي قصې په توګ وېيل شوي وو !!
امان الله خان واقعا هم ډارن تر سو او ډېر ساده انسان وو هغه لوده په سياست او ملي سایکالوژي او دملت په روحیاتو
خبر نه وو ، دا لوی خیانت دی چې داستقلال کټونکی وبلل شي ! دافغانستان استقلال زمونږ محکومو کوزو پښتنو وروڼو وګاټه خو امان الله خیانت ورسره وکه !!

نعیم سادات

د افغان انګلیس دریمه جګړه د فری میسنی کړیو لخوا یوه پلان شوی جعلی جګړه وه چی نوموړی کړیو غوښتل چی د نوموړی جګړی ټول کری‌‌‌‌‌‌ډیټ امان الله خان ته ورکړی تر څو امان الله خان ته د غازی او استقلال د ګټونکی لقبونه ورکړل شی او پدی ‌‌‌‌‌‌ډول نوموړی پادشاه ته دا زمینه برابره کړی چی په راتلونکی کی د عیسویت ددین د پراتیستانتیزم د مذهب پروژه د پرمختګ تر نامه لاندی په افغانستان کی عملی کړی . خو ستونزه پدی کی وه چی د پکتیا اولسونه پدی خبر نه وو چی نوموړی جګړه یوه پروژه ده یعنی جعلی… نور لوستل »

نعیم سادات

دوهم بعضی کړی غواړی چی د نجات څلی ته د پکتیا د اولسونو نوم او رنګ ورکړی چی دا کاملا غلطه خبره ده . د نجات څلی د نادر غدار او ظاهر کل چی کورنی یی اوس هم په ایتالیا کی د عیسوی کلیسا تر حمایی لاندی ژوند کوی د حکومتونو ته د مشروعیت ورکولو لپاره. درول شوی . نوموړی څلی د پکتیا د اولسونو سره هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول تړاوو نلری بلکی فری میسنی کړی دلته غواړی چی د پکتیا د اولسونو د احساساتو څخه دلته د نادر غدار او ظاهر کل د حکومتونو ته د مشروعیت ورکولو لپاره ناوړه استفاده… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x