افغانستان

طالبانو پاکستان ته د خپل سیاسي پلاوي سفر تایید کړ

نن ټکی اسیا (شنبه ، لړم ۱ ۱۳۹۵ل): د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «محمد سهیل شاهین» پاکستان ته د دغه دفتر د پلاوي سفر تایید کړ خو وايي چې د سفر پرېکړه هغه وخت شوې چې په پاکستان کې د افغان مهاجرینو نیول او ځورول پیل شول.

ښاغلي شاهین نن ټکی اسیا ته ویلي دي چې دغه هیئت به د پاکستاني چارواکو سره د مهاجرینو او سرحدي ستونزو اړوند خبرې وکړي. نوموړی زیاتوي چې د مهاجرینو د تعلیمي ستونزو حل هم د دې سفر له اجنډا څخه و.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وايي چې پاکستان یو ګاونډي هیواد دی او هلته په ملیونونو افغان مهاجرین اوسیږي. ښاغلي شاهین د افغان مهاجرینو د ستونزو حل خپل مسئولیت وګاڼه او زیاته یې کړه چې ولس ترې همدا غوښتنه لري.

تېره ورځ د ګارډین ورځپاڼې خبر ورکړی و چې د طالبانو درې استازي «مولوي شهاب الدین دلاور، مولوي جان محمد مدني، مولوي عبدالسلام» پاکستان ته تللي تر څو هلته د پاکستاني چارواکو سره د سولې په احتمالي مذاکراتو خبرې وکړي.

خو ښاغلي شاهین د رسنیو دا ګونګسې رد کړې او پاکستان ته یې د دغه پلاوي سفر یو «عادي سفر» وباله. نوموړي زیاته کړه چې باید دغه سفر ته بل رنګ ورنکړل شي.

محمد سهیل شاهین ټینګار کوي چې «د افغانستان اسلامي امارت یو مطرح ځواک دی او سیاسي دفتر د نړۍ د نورو هیوادونو له هیئتونو سره وخت په وخت ملاقاتونه لري».

نوموړی زیاتوي چې دا لومړی ځل نه دی چې د سیاسي دفتر پلاوی پاکستان ته سفر کوي، د هغه په وینا له دې وړاندې هم طالب سیاسي استازو په پاکستان کې د افغان مهاجرو د ستونزو د حل په موخه دغه هیواد ته سفر کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x