دیني، سیرت او تاریخ

موږ او تکلف – حامد افغان

زموږ په ټولنه کې ځیني قراني اخلاق عملي دي اوځینې داسې قراني اخلاق شتون لري چې هغه یاخو کم تبلیغ شوې دي او یاشاید نه وي تبلیغ شوې، په هرصورت څرنګه چې هغه قراني اخلاق زموږ له تقلیدي ژوند دود سره برابر نه وي نو په هغو عمل په نشت شمار ده، نن زه یوه خطرناکه موضوع را اخلم او هغه زموږ په ټولنه کې په یوه قراني اونبوي خلق اوخوی عمل نه کول دي، خطرناک مې ځکه وویلې چې په دې ستونزه او بدعملي په ټولیزه توګه له عوامو علماء ډیر اخته دي، او په علماو نیوکه اسانه نده، خوماته دقران په رڼا کې داکار ناسم او غیر شرعي ښکاره شوی ده، نو په ناسم او غلط کار چوپ پاته کیدل شرعا جرم او لویه ګناه ده، موږ که دتبلیغ او دعوت په ډګر کې په عامو خلکو تیز ورتلی شو او دحق په روښانه کولوکې دچا له ملامتي نه ویریږو نو باید دحق لارویانو (علماو) ته یې لا په زغرده ووایو.

قرانکریم رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وایې ته مشرکینوته ووایه، زه د دین په تبلیغ اجر او مزدوري نه غواړم او نه زه له تکلف کوونکو نه یم. قُلْ مَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ وَمَا أَنَا مِنَ الْـمُتَكَلِّفِينَ. (ص: ٦٨).

تکلف څه ته وایې

معجم اللغة العربية المعاصر دتکلف په اړه لیکي: حمَله على نفسه وليس من عادته ، تصنّعًا وتظاهُرًا ” تكلَّف الكرمَ / الألمَ ، – ابتسامة مُتكلَّفة ، – { وَمَا أَنَا مِنَ الْمُتَكَلِّفِينَ }. یعني یوکار دسړي عادت نه وي په تکلف اوتصنع سره یې په ځان حمل کوي لکه دبخیل او روغ انسان د سخا او درد تکلف کول، اویا یوچاته خندا نه ورځي په تکلف سره موسکا اوخندا کول، او دازموږ له بحث لاندي ایت هم له دې جملې نه ده. معجم مصطلحات فقهية او دلغت نورو کتابونو هم دتکلف دامعني کړې ده.

په لوړ ایت کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته الله جل جلاله دوه خبرې کړې دي یوداچې دوی ته ووایه زه د دین په کار باندي مزدوري اوچنده نه غواړم اوبل داچې زه له تکلف کوونکو نه یم.

نبوي سیرت اوتکلف

اوس راځونبوي سیرت ته عبدالله بن عباس رضي الله عنهما درسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه وایې: هغه به په ځمکه کیناستی، په ځمکه به یې خوراک کاوه، خپل پسونه به یې تړل، او دمریی د اوربشو د ډوډۍ میلمستیاته به ورتلو.
يجلس على الأرض، ويأكل على الأرض، ويعتقل الشاة، ويجيب دعوة المملوك على خبز الشعير.أخرجه البيهقي في الشُّعَب: (7843)، والطبراني في الكبير: (12494)، وقال في المجمع: إسناده جيد.

رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو ملګرو، عامو خلکو، نارینه او ښځو، پیژاندو اوناپیژاندو سره بیخي دیوه عادي وګړي په توګه په ډیره زیاته عاجزي سره چلند کاوه، په دې اړه یو بل عجیب روایت را اخلم:

رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو سړی راغی، له هغه سره یې خبرې وکړې، په دې وخت کې دهغه سړي اندامونه په ګړبیدا شوو، رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته وویل: مه ویریږه ارام شه، زه پاچانه یم، زه دهغې ښځې زوی یم چې وچه غوښه به یې خوړله. عن أبي مسعود الأنصاري – رضي الله عنه – قال : أتى النبي – صلى الله عليه وسلم – رجلٌ فكلمه، فجعل تُرْعَد فرائصه، فقال له : هَوِّن عليك؛ فإني لست بملك، إنما أنا ابن امرأة تأكل القديد. أخرجه ابن ماجه: (3312) . دحدیثو شارحین په دې روایت کې لیکې چې دلته رسول الله دخورازیاتې عاجزي څرګندونه کړې ده دی هغه سړي ته وایې زه دیوې عاجزې اوغریبې ښځې زوی یم، ځکه هغه غریبه وه چې وچه غوښه غریبان خوري، دایوه عاجزي اوبله داچې پلارنه مور یې یاده کړه.

په یوه بل روایت کې هغه وایې: زه یوبنده یم د یوه بنده په څیر خوراک کوم او د یوه بنده په څیر کینم. إنما أنا عبد، آكل كما يأكل العبد، وأجلس كما يجلس العبد. أخرجه أبو يعلى في مسنده: (4920).

په یوه بل روایت کې راغلې رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې: په اور باندي هر بې تکلفه، نرم او اساني خوښوونکی سړی حرام دی. او هغه چې خلکو ته ورنږدې وي. حُرِّم على النار كل هيِّن ليِّن سهل، قريب من الناس. أخرجه أحمد: (3928)، والترمذي: (2488).

صحابه کرام او تکلف

رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل ملګرې هم په دا ډول اخلاقو اوعاجزي روزلې وو، مشرانو او کشرانو صحابه کرامو یو ډول هیڅ تکلف نه خوښاوه، په یوه روایت کې راغلې: انس بن مالک رضی الله عنه وایې موږ له عمر سره وو، هغه وویل: موږ له تکلف نه منعه کړل شوې یو. عــن أنـس – رضـي الله عنه – قال: كنا عند عمر، فقال: «نُهِينَا عن التكلف. أخرجه البخاري: (7293). صحابه کرامو په دې یوه بیلګه بسنه کوو.

د دین په کار مزدوري اخیستل

له ایت نه خبره را پیل کوو، هلته دووه خبرې شوې وې، یوه داچې د دین په کار مزدوري اخیستل ناروا ده، هیڅ داعي او د دین هرکار کوونکی نشې کولی د دین په کار پیسې واخلې، قرانکریم مسلمانانو ته په واضحه توګه امر کړی ده چې څوک د دین په کار مزدوري نه درنه غواړې او په سمه لاره روان وي دهغو پیروي وکړئ. او څوک چې د دین په کار پیسې غواړې دهغو پیروي نده په کار. اوس د دین په مختلفو کارونو پیسې اخیستل روا بلل کیږې، او وایې چې متأخرینو علماو روا کړې دي!. دمتأخرینو اومتقدمینو ترمنځ معلومه پوله چا ټاکلې ده؟. نه پوهیږم د قرانکریم دې صریحو ایتونو ته به متأخرین علماء څه ځواب وایې؟!. باید ووایم چې ځینې شیان دشدید ضرورت پراساس علماو روا کړې دي نو دلته په دې موضوع کې یوڅه تفصیل شته چې باید په اړه یې کره او رباني علماو ته مراجعه وشي. نوطبعا زموږ دا لوړې خبرې ځینې استثنائات لري.

موږ او تکلف

په ایت کې دویمه خبره داوه چې الله جل جلاله خپل پیغمبر له تکلف نه منعه کړی ده، مفسرین رحمهم الله لیکي چې دامنعه په ډیره بلیغه توګه شوې ده او هغه داچې داسې ندې ویل شوې: وما أنا متکلف. یعني زه تکلف کوونکی نه یم، بلکي ویل شوې دي وما أنا من المتکلفین. یعني زه دتکلف کوونکو له ډلې نه یم او په دې وروستي تعبیر سره د هرډول تکلف منعه راغله. وروسته له ایت نه موږ مختلف روایات او اثار رانقل کړل اوثابته شوه چې تکلف او مصنوعي کړه وړه شریعت منعه کړې دي.

یوه ورځ مې په داسې یوه مجلس کې برخه لرله چې هلته دوخت بیخي لوی او مشهور علماء کرام رایوځای شوې وو، د دې مجلس په اړه زه یوڅه سپینې خبرې له خپلو لوستوالو سره شریکوم، په ځانګړې توګه زموږ د روانې موضوع (تکلف) په رڼاکې کې پرې غږیږم، په هغه مجلس کې دشریعت په ژبه د عجمي تکلفاتو کش او بګیر په خرپ روان و، هلته دیوه بل پرلاسونو نه پریوتل او نه ښکلول بې ادبي او دکرکې وړ کړنه وه، هلته په معاصره اصطلاح د vipيا الشخصيات الهامة ویش او صف بندي شتون لاره، هلته خونې ته ننوتل او له خونې وتل دچا له پاره لوړتیا او زموږ په څیر اشعث او اغبر له پاره عذاب و، له یوه لوی صحن نه د وتلو پرمهال مو په لسهاو دقیقې انتظار وکړ، هلته میراتي ګدیو ځوانان له سپینږیرو بر کینولي وو، هلته د ساده، ناپوه او په نوم عالم خو په عمر مشر په مخکي د پوه، مثقف او ښه عالم خو په عمر کشر خبرو جواز نه لاره یواځې دسر ښورولو او داړو جینګولو اجازه یې لرله. له دې پرته نور تکلفات هم په لوړه پیمانه موجود وو.

د دې مجلس کیسه یوه بیلګه ده، زموږ په هیواد کې په ټولیزه توګه دعلماو په کړیو کې داحال ده، د لوړ ایت او ګڼو روایاتو په رڼا کې دا ډول تکلفات که څه هم دوی داحترام او ادب په نوم خوښوي خو شرعاً هیڅ جواز نه لرې او د خواږه پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم له رڼې، اسانه اوبې تکلفه لارې ښکاره مخالفت ده. او داچې په دا ډول تکلفاتو کې دنیایې تاوانونه څومره دي، او په دې ډول ستونزمنو کړو وړو سره سلیم فطرته انسانان څومره زوریږې، د وخت ضیاع څومره ده ، د دوکه مارانو ګسې او فریبونه څومره کارنده وي؛ په دې اړه تفصیلات زموږ لیکنه نشې ځایه ولی.

او الله شاهد دی چې له دې خبرو مې موخه د شعیب علیه السلام په څیر ده چې وایې: إِنْ أُرِيدُ إِلاَّ الإِصْلاحَ مَا اسْتَطَعْتُ. هود ايه ٨٨. که څوک زماپه لیکنه هر ډول نیوکه لري او په لاندي ایمیل یې راولیږې ډیربه خوشاله شم.

Hamedafg41@yahoo.com

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x