افغانستان

مولوي نیک محمد: ایران ته د طالبانو نماینده نه یم

نن ټکی اسیا (شنبه ، لړم ۱ ۱۳۹۵ل): د طالبانو د سیاسي دفتر پخواني غړي مولوي نیک محمد نن ټکی اسیا ته وویل چې د ایران لپاره د طالبانو د نماینده په توګه نه یم ټاکل شوی.

نوموړی وویل چې په دې وروستیو کې د ایکسپریس ټربیون ورځپاڼي خبر خپور کړی چی ګواکي په ایران کې د طالبانو نماینده یم، خو دا خبر د حقیقت څخه عاري دی، له څه وخت راهیسي چې ما له خپلي دندي استعفا ورکړې له هغه راهیسي می د امارت په رسمي چوکاټ کې کار نه دی کړی.

باید وویل شي چې نوموړي د طالبانو د بنسټګر مشر «ملا محمد عمر مجاهد» د وفات د اعلان او ملا اختر محمد منصور د ټاکل کېدو وروسته د سیاسي دفتر څخه خپله استعفا وړاندي کړه او وې ویل چې زه نور په طالبانو کې رسمي دنده نه تر سره کوم.

ددې تر مخه د پاکستان ټریبیون ورځپاڼي په خپل یوه تازه راپور کې د یوې سرچیني په حواله ویلي چې طالبان د ایران په شمول د منځني اسیا، روسیه او چین سره ښې اړیکي لري او ددغه هیوادونو لپاره یې خپل نمایندګان ټاکلي چې په هغه کې د ایران لپاره په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پخوانی غړی مولوي نیک محمد هم ټاکل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x