د گنج اوونيزې شپږ كلن خپرنيز يون ته ځغلنده كتنه (۴)

 * د گنج اوونيزې د دوه يم كال پرله پسې ۶۵ گڼه د ۱۳۸۶ ل كال د لړم په ۱۷ خپره شوې، چې لومړى او اتم مخونه يې د( شهادت نماينده گان پارلمان و ساير عزيزان هموطن در حادثۀ اندوهناك وخونين بغلان صنعتى را تسليت عرض ميداريم) تر سرليك لاندې د بغلان پېښې وژل شويواو ټپيانو رنگه انځورونو ته ځانگړي شوي دي.

په پاتې مخونو كې د ښاغليومحمد عوض نبي زاده(مرور اجمالى بر اوضاع سياسي پاكستان، د انجنير حمدالله شاكري(په اسلام كې د ميړه او ښځې ژوند) دوه يمه برخه، د حبيب الله رفيع( عصري ودانۍ)، د حيات الله وړ(خورې لپې)، د محمد شعيب ساپي( تا به نه يادوم)، د آثارالحق حكيمي( ملاقات چشم تو) او (چادر رنگين شام) شعرونه، د ناتور رحماني( پاچا گرديشي) داستان كوتاه، د هميم جلالزي( توره طلا، سپېڅلې گټې او په وينو ولاړ اقتصاد) دوه يمه برخه، د حنيف اتمر( مارگريت ميچل) ژوند ليك، د گنج اوونيزې(د تېرې اوونۍ مهمې نړيوالې پېښې) او (رويداد هاى مهم داخلي) ليكنې وړاندې شوې دي.

* د گنج اوونيزې د دوه يم كال پرله پسې ۶۶ گڼه د ۱۳۸۶ ل كال د لړم په ۲۷ خپره شوې، چې پر سرليكنه( اساسي قانون بايد څوك جوړ كړي) سربېره؛ د ښاغليو جهش( ځواكمنه مافيا، كمزورى دولت او بې وخته خبرې)، د مومند( درسومين كنفرانس تجارتي افغان- امريكا به آقاى انجنير احسان الله بيات جايزۀ بهترين سرمايه گذار افغان داده شد)، د احسان( مساعدت هاى بنياد بيات و افغان بيسيم به مصيبت ديده گان حادثۀ بغلان توزيع گرديد) انلاين گزارشونه، د ب.جهش(بېوزلى ژوند، كوكنار او نړيوال گواښ)، د عبداقدير علم( قرآن پاك[ ترجمه يا تحريف؟]، د حبيب الله رفيع( نندارتون)د سياسي جوړښتونو په اړه ليكنه، د آرينزي(د ماكسيم گوركي په اړه)، د غزانور غزا(پښېماني) لنډه كيسه، د عبدلحميد اسير(سينۀ پر درد) شعر، د دوكتور دستگير رضايي( پولشويى و اثرات زيانبار آن بر اقتصاد جهان و افغانستان!) لومړۍ برخه، د حنيف الهام(لئو نيكولايويچ تولستوى) ژوند ليك، د جاويد فرهاد(نگرش برويژه گى هاى زبانى در شعر قيصرامين پور)، د گنج اوونيزې(د تېرې اوونۍ مهمې كورنۍ پېښې) او (رويداد هاى مهم بين المللى) ليكنې راغلې دي.

 

* د گنج اوونيزې د دوه يم كال پرله پسې ۶۷ گڼه د ۱۳۸۶ ل كال د ليندۍ(قوس) په ۴ چاپ شوې، چې پر سرليكنه( ادامۀ نگرانى هاى امنيتى وسفر ياب هوب شفر به افغانستان) سربېره د ښاغليو الهام( به مناسبت روز جهانى حذف خشونت عليه زنان)، د وحيد مژده(روز حادثه) د بغلان د چاودنې په اړه، چې د وكيلانو پر كاروان د لړم په ۱۵ رامنځته شوې وه، د امين الله عادل( اسلام او نړيواله سوله)، د حبيب الله رفيع(دفتري اصلاحات)، د اهلي شيرازي( سيب زنخ) شعر، د قادر مرادي(مرگ يك قاضى)داستان كوتاه، د ب جهش(پر ټولنه د مافيايي اقتصاد بدې اغېزې)، د حنيف الهام(مارك تواين) ژوند ليك، د جهش(ځانگړي سينمايي انځورونه) تېر پسې، د گنج اوونيزې(د تېرې اوونۍ مهمې نړيوالې پېښې) او (رويداد هاى مهم داخلي) ليكنې په كې خپرې شوې دي.

* د گنج اوونيزې د دوه يم كال پرله پسې ۶۸ گڼه د ۱۳۸۶ ل كال د ليندۍ په ۱۱ مينه والو ته وړاندې شوې، چې په كې پر سرليكنه( تورليست د سولې د خبرو په لار كې لوى خنډ) سربېره؛ د مخكښوليكوالوالهام(دهم قوس مصادف است با روز جهانى مبارزه با ايدز)، د ب. جهش(افغانستان نور نړيوالې ټولنې ته په زړه پورې نه دى)، د مومند( نيروهاى هوايي ناتو در نورستان كارگران راهسازى را بمبارد نمود)، د بېنوا له ويبپاڼې د حاري(سپينه ماڼۍ: د افغانستان په جنگ كې پرمختگ نه دى راغلى)، له بېنوا ويبپاڼې د حماد(ټايمز: افغانستان د مافيا او اداري فساد په لومو كې دى)، د يوسف ارينتا(دسوادى هاى محيط زيست در شهرهاى كلان افغانستان)، د حبيب الله رفيع(د مسووليت كمربند)د افغانانو پر ميړانه لنډه كۍ ليكنه، د ملنگ جان(نفسونه شول غلب)، د خاليده فروغ(حنجرۀ فروغ)، د ماهرخ نياز(پيمان) شعرونه، د غزانور غزا( آيساف برگر) لنډه كيسه، د دوكتور دستگير رضايي(پولشويى و اثرات زيانبار آن براقتصاد جهان و افغانستان!)، د حنيف الهام د رومي شاعراو كره كتونكي(هوراس) ژوند ليك، د جاويد فرهاد(تاٰملى بر سه نظريه ى تاگور- رابطه ى انسان باطبيعت و تمدن، آزادى و وحدت تمدن ها) د گنج اوونيزې(د تېرې اوونۍ مهمې كورنۍ پېښې) او (رويداد هاى مهم بين المللى) ليكنې راغلې دي.

 

* د گنج اوونيزې د دوه يم كال پرله پسې ۶۹ گڼه د ۱۳۸۶ ل كال د ليندۍ په ۱۸ خپره شوې، چې په كې پر سرليكنه( بهترين بزرگداشت از دهم سپتامبر) سربېره؛ د ښاغليو ب، جهش(د جنگ د پاى ښه لار د ولس د خپلولو لار ده)،د گنج خبريال(در ولايت دايكندى شفاخانۀ نسايى وولادي زهرابيات توسط بيات افتتاح شد)، (در باميان ليليۀ اناث مريم بيات افتتاح شد)، ( په كونړ كې بيات بنياد د سيد جمال الدين افغان فرهنگي خونه او كتابتون پرانست) او( سپاسگزاري بنياد بيات از رييس و كارمندان شركت سهامى مطبعۀ نعمانى از كمك ۵۶ عنوان كتاب مختلف چاپ شده) مننه او گزارشونه، د مهرالدين مشيد(مافيا، مافيا است؛ ولى مافياى نفتى پيشاپيش مافياى پست مدرن خطرناكتر از همه است)، د عبدالباقي تميم( قضاوت به تا ته پرېږدم) طنز، د حبيب الله رفيع(ويدي سرودونه)، د علي خان له ديوان څخه(د سوال ول)، د قيصرامين پور( آواز عاشقانه) شعرونه، د امين الله مفكر اميني( عشق نا فرجام) داستان كوتاه، د حنيف الهام(نجيب محفوظ) عرب ليكوال و روڼ اندي ژوند ليك، د جهش(ځانگړي سينمايي انځورونه)، د گنج اوونيزې(د تېرې اوونۍ مهمې نړيوالې پېښې) او (رويداد هاى مهم داخلي) ليكنې چاپ شوې دي. 

 

* د گنج اوونيزې د دوه يم كال پرله پسې ۷۰ گڼه د ۱۳۸۶ ل كال د ليندۍ په ۲۵ د تېر په څېر په ټاكلې نېټه لوستونكيو ته وړاندې شوې، چې په كې پر سرليكنه( اختر د ورورئ، برابرۍ او پخلاينې ورځ) سربېره؛ د درنو ليكوالو هر يوحنيف الهام( عيدانه فراوان شد تا باد چنين بادا)، د ب، جهش( افغانستان او په بې عدالتۍ ولاړه د سولې سترتيژي)، د جهش(اختري رواجونه)، د احمد محمدي نسب(عيد قربان)، د همكار(كنگرۀ جهانى مسلمانان يا ايام حج)، د الهام(عزيز نسين) ژوند ليك، هېواد والو ته د بيات بنياد، آريانا راډيو– ټلويزيون، افغان بيسيم او گنج اوونيزې اختريز پيغامونه راغلي دي.

دغه راز په دې گڼه كې( وير په اختري لنډيو كې) از د فهيم سدوزي( تحفۀ عيد) شعرونه، د( ترانه سازبه جاودانه گان پيوست) تر سرليك لاندې د استاد شاولي ولي پر مړينه، چې تېره اوونۍ له هېواده بهر له دې فاني نړۍ سترگې پټې كړي د خواخوږۍ پيغام هم خپور شوى دى.

* د گنج اوونيزې د دوه يم كال پرله پسې ۷۱ گڼه د ۱۳۸۶ ل كال د مرغومي(جدي) په ۹ نېټه لوستونكيو ته خپره شوې، چې په كې پر سرليكنه( زنگ خطر كودتا در پاكستان) سربېره په واشنگټن پوست كې د افغانستان د كړكيچ په اړه د امريكا د دفاع، بهرنيوچارو وزارتونو او د ناټو د غړيو هېوادونو پرنظرياتو د ښاغلي حاري( آيا د افغانستان بحران نظامي حل لري؟) ليكنه او د ښاغليو بهروز عارفي(دگرگونى خاورميانه) د الن گريش د ليكنې ژباړه، د محمد نصير( د پيغمبر صلى الله عليه و سلم اخلاق)، د حبيب الله رفيع( د ښځو زده كړې)، د ډاكټر محمد سليم بيديا( له چا گيله وكړم) او د عبداكريم ناله( به سنگ مزارم) شعرونه، د عبداواحد رفيعي( تابوت) داستان كوتاه، د پژواك خبري آژانس( په ختيځو ولاياتو كې شا و خوا لس زره تنه لاسي صنايع جوړوي) راپور، د حنيف الهام(آلبر كامو) ژوند ليك، د ب. جهش(ځانگړي سينمايي انځورونه)، د گنج اوونيزې(د تېرې اوونۍ نړيوالې پېښې) او (رويداد هاى مهم داخلي) او په اريانا اف ام راډيو كې د(قيصه هاى قرآنى) د خپرونې وياند عبدارحيم دانش او د همدې راديو د (شعر و شاعر) د خپرونې وياندې ميرمن نوريه حيدر ته د تهران راډيود د اتم فستيوال ځانگړي مډالونو او ستاينليكونوور كړه؛ ليكنې راغلې دي.  

* د گنج اوونيزې د دوه يم كال پرله پسې ۷۲ گڼه د ۱۳۸۶ ل كال د مرغومي په ۱۶ نېټه چاپ شوې؛ په سرليكنه(خير و خيريت دى، خو…) كې يې د افغان دولت چارواكي د دوه يمې نړيوالې جگړې پرمهال د هتلر له چارواكو سره پرتله شوي. دغه راز په دې گڼه كې د ښاغليو زمري(ملگري ملتونه قاطعيت ته اړتيا لري)،د نيلاب سلام( توهين به چيستى جنس لطيف از راه مطرح نمودن كيستى وى)، د حبيب الله رفيع(تياتراو نندارې)، د محمداسحاق فايز(يادگارى ها…) شعر، د … (رښتيا، چې د نغري غاړه نه تابع كيږي)،(د معلم خيرو قره قلي خولۍ)او (د پيريانو شرط) طنزونه، د دوكتور دستگير رضايي( آُيا رقابتهاى نا سالم اقتصادى، جهان را بسوى آشوب نميكشاند؟)، د حنيف الهام( جك لندن) ژوند ليك، پربيرنگ كهدامنى د ډاكټررازق رويين(ستاره ى ديگر از آسمان شعر امروز ما فروافتاد) ليكنه، د گنج اوونيزې(د تېرې اوونۍ مهمې كورنۍ پېښې) او (رويداد هاى مهم بين المللى) ليكنې خپرې شوې دي.

 

* د گنج اوونيزې د دوه يم كال پرله پسې ۷۳ گڼه، چې د ۱۳۸۶ ل كال د مرغومي په ۲۳ نېټه خپره شوې پر سرليكنه( هر كجا دوديست آتش قفاست) سربېره؛ د ښاغليو پوهنوال رسول باوري(علامه پوهاند عبدالحى حبيبي) ژوند ليك، د مسعود خليلي(ملاقات با بينظير بوتو)، د حبيب الله رفيع( تجارتي كاروانونه)، د اجمل اند( د نظر گړنگونه)، د عبدالحفيظ مليار(نرۍ شونډې)، د ناديه فضل( يك برگ شقايق) شعرونه، د اكرم عثمان( تبعيدى) داستان كوتاه، د مصطفى سالك( د هېواد شاړې ځمكې نه كرل كيږي، بيعې لوړې دي)، د حنيف الهام( ادگار آلن پو) ژوند ليك، د گنج اوونيزې(د تېرې اوونۍ مهمې نړيوالې پېښې) او (رويداد هاى مهم داخلي) ليكنې لوستونكيو ته وړاندې شوې دي.

 

* د گنج اوونيزې د دوه يم كال پرله پسې ۷۴ گڼه د ۱۳۸۶ ل كال د مرغومي په ۲۳ نېټه د كربلا سرښندونكيو ته ځانگړې شوې، چې په پارسي سرليكنه(عاشورا، پيام آزاده گى و وارسته گى) پيل شوې او په كې د ښاغليو زمري( ايران او د پخلا دښمنۍ سياست)، د رضواني سنگلاخي( پيشينه ى تاريخى و اهداف قيام عاشورا)، د حبيب الله رفيع( مېچن يا د ماشين مور)، د نور حسن بدوي(د حضرت حسين(رض) د شهادت په وياړ) او (كاروان كربلا) شعرونه، د سيد يحى داوري( اى كاش بر نمى گشتم!) داستان كوتاه، له انټرنټ كاپي شوې(فلسفه ى قيام عاشورا)، د عبدالروف كامه وال( د عاشورا تاريخي شاليد)، د محقق زاده( عاشوراى امام حسين(ع) پيامها و درسها) او هېوادوالو ته د عاشورا د دردونكې ورځ په مناسبت د بيات بنياد د لوى مشر انجنيراحسان الله بيات او اړوند منسوبينو د خواخوږۍ ډاډگيرنې راغلې دي.

 

نور بيا



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.