نظــر

د طیب آغا صاحب تر فرمایشاتو

خالد افغان زوی

په رسنیو کې مې د اسلامي امارت د سیاسي کمیسیون د پخواني مشر طیب اغا صاحب د هغه لیک ځینې برخې ولوستې چې نوموړي  د اسلامي امارت مشر جناب اخندزاده صاحب ته استولی و.

طیب اغا صاحب مې ندی لیدلی. خو له نوموړي سره مې له وخته غائبانه مینه او علاقه درلوده.ښایي ددې نااختیاري محبت یو علت به دا و چې طیب اغا د کندهار د تر ټولو ښاد نام مجاهد لالا ملنګ ورور او د زړونو د شهزاده ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله خادم او سکرتر و. په هر حال د طیب اغا صاحب شکایتونه مې چې په ژور نظر مطالعه کړل رامعلومه شوه چې په ده هم د یو شمیر نورو په شان روان وضعیت او د انقلاب اوږدیدل غمیدلي دي.

کله چې مزل اوږد وي، لاره کراړه او ناهمواره وي، د توپان څپیړې، د اور تندرونه ، تیندکونه او د یلدا تیارې  د لاروي حوصله ننګوي، په دغسې حالاتو کې چې کوم لاروی د مزل وهلو تاب له لاسه ورکوي نو هغه د تصمیم بدلولو په وخت داسې نه وایي چې مزل سخت دی او یا منزل بې ارزښته دی. ځکه که د مزل له سختۍ شکایت کوي بې همته معلومیږي او که له منزل او مرام څخه پښیمانه کیږي خلک پرې د انحراف  او تخلف حکم کوي. نو ځکه دغه وړ لاروی  مجبورا د کاروان په سرلاري او د مزله په انداز او ډول  اعتراض کوي که څه هم له  کاروان سره یې  له پیله تر همدې ځایه سخته لار په همدې ګام او مزله وهلي وي.

زما یقین دی چې طیب اغا صاحب د امارت په موقف ، پالیسي او جهادي کردار کوم اعتراض نلري او قلبا ترې بشپړ مطمئن دی. ځکه که نوموړي د امارت په نوم او عنوان اعتراض درلودلی دری کاله وړاندې به یې د قطر دفتر ته هیڅکله ( امارة افغانستان الاسلامیه) لوحه نه وی  انتخاب کړې او نه به یې بیا د همدې عنوان په ښکته کولو دومره خوا بده کړې وای چې خپل ټول سیاسي ابتکار په لته ووهي او د قطر دفتر ته قلف ورواچوي. هغه څوک چې دری کاله وړاندې د امارت د نوم او لوحې په اړه دومره حساس و، عقل یې نه مني چې اوس دې قلبا د امارت او امیرالمؤمنین له نوم سره دومره مخالف شوی  وي.

د نوموړي نور شکایات، اعتراضات او فرمایشات هم هغه څه دي،چې واقعي اړخ یې کمزوری او یوازې  د بهانې او بې محتوا شکوې اطلاق پرې کیدلی شي.

نو چې دغه ظاهري یاد شوي موضوعات  د نوموړي د استعفاء او بیلتون سبب نه دی اصلي خبره چېرته ده؟

اصلي خبره دا ده چې دا ځل د افغانستان په مؤمنانو عموما او په طالبانو خصوصا د الله تعالی امتحان خورا سخت دی. له یوې خوا ورباندې جهاد فرض عین ګرځیدلی له بل اړخه د فتحې او نهایي بریا لپاره هیڅ عقلي دلیل او منطقي امید شتون نلري.

د طالبانو په مقابل کې د نړۍ تر ټولو قدرتمند اټومي طاقتونه ولاړ دي. طالب  چې هیڅ د وسلو او مهماتو منبع نلري د تورې سرې او پوټاشیمو له مخلوط څخه  د غوړیو په ژیړه بوشکه کې ماین جوړوي  او امریکایي ټانګ ته یې ښخوي. خو خبر نه دی چې د امریکا له فلوريډا یا ټمپا څخه یې د سي آی اې  کمپیوټر ته ناست  ډرون ښکاریان حرکتونه څاري او د کمپیوټر د بټن په یوه کلیک سره ورباندې د ډرون برید کوي او د میاشتو خواري یې ورابته کوي.

طالب چې د امریکا د دجالي اقتصاد او ټیکنالوژۍ سره جنګ ورله غاړې دی. خپل جهادي حرکت د چندو خیرات او که بهتره ووایو د ( فقر) په پیسو چلوي. یو شتمن ته ورشي او هغه یې د ماشوم په خوله له دروازې وشړي. بل ورنه په دروغو ځان خلاص کړي، دریم ورته وایي هندو ته به خیرات ورکړم خوتاسو وطن ورانوونکو ته به یې درنکړم او څلورم ورته له یو خروار احسان او خبرو سره څو روپکۍ ورکړې. طالب په یوه میاشت چنده باندې پنځه زره افغانۍ پیدا کړه چې ایله یوه د راکټ مرمۍ ورباندې کیږي.

خو په کومه ورځ چې امریکايي  ټانګ ته کمین ونیسي، مرمۍ ځکه پوچه وخیږي چې د استهلاک دوره یې پوره وي او که فیر هم شي په امریکایي ټانګ اغیز ځکه نه کوي چې مرمۍ اصلا د روسي ټانګ لپاره جوړه شوي او د امریکا په جالۍ دار  اورضد ټانګ باندې  اغیز نلري.

امریکایی ټانکیسټ چې کله د طالب د وسلې له ناکامۍ مطمئن شي ددې په ځای چې طالب د شلکا په مرمیو شهید کړې ټانګ پرې راتاو کړي او بیچاره طالب د ټانګ تر درنو ارابو لاندې ریزمریز کړي.

زما او طیب اغا په شان طالبان چې پنځلس کاله یې دغه ننداره د سر په سترګو لیدلې ته وا پنځلس کاله نور به ددغې لارې د پاللو لپاره  مورال او روحیه ولري؟؟؟ که مو اضافي روحیه ولرله نو بې شکه چې د عین الیقین درجې ته رسیدلې مؤمنان  او اولیاء یو. مګر درویش درانی بیا وایي چې دغسې ولیان اوس ډیر کم دي.

ورته تر عرشه پورې لار چې یو قدم ښکاریږي

درویشه دغسې میړونه اوس ډیر کم ښکاريږي

اصلي خبره دا ده چې د امریکا اوناټو په خلاف د طالبانو جهاد صرف او صرف د ځواکمن توحید او واقعي ایمان په زور  روانه بې همتا جګړه ده. دغه جګړه که دعقل او محاسبې چوکاټ ته واچوې نو یوازې د جنون اطلاق پرې کیدلی شي.

طالبان نه دي لیونیان دي

چې له ناټو سره ککرې جنګوینه

خو دا هغه مذموم جنون نه دی چې د لوګر هاشم خان لیونی یا د رباني زوی جلال رباني ورباندې مبتلا دی. بلکې دا ممدوح او مهتم بالشان جنون دی هغه جنون چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د واقعي بندګۍ وروستی حد بولي .عن ابي سعید الخدري رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : أکثروا ذکر الله حتی یقولوا: مجنون. و في بعض الروایات اعبدوا الله . . . رواه أحمد.

د الله تعالی ذکر او بندګي تر هغه حده وکړه چې خلک دې لیونی وبولي. جهاد، له کفارو سره قتال او ددین ننګه هم په افضلو عباداتو کې شمیرل کیږي. طالبان دا ویاړ لري چې دغه عبادت یې تر همدې سرحده پاللی چې د ځواک د موازنې او پوځي چارو ماهرینو ته یې مقاومت لیونتوب ښکاري.

که له عامو طالبانو وپوښتې چې د امریکا ماتول ظاهري اسبابو ته په پام سره یو قریب بالمحال کار معلومیږي نو تاسو د کومې بریا په هیله جنګیږئ؟ دوی به ځواب درکړي: موږ الله تعالی د امریکا په ماتولو او د کابل په نیولو نه یو مأمور کړي. بلکې په جهاد او له کفر سره په جګړه یې مأمور کړي یو.داچې الله تعالی زموږ  په توسط امریکا ماتوي یا نه دا د تقدیر خبره ده که داسې وشي نودا به د الله تعالی فوق العاده احسان وي.

که بیرته اصلي موضوع ته راشو، نو به ووایو چې دا ځل مقابله خورا سخته ده. زموږ او ددښمن ځواک،امکانات،اقتصاد او جنګي پرستيژ هیڅ د پرتلې وړ نه دی.دغسې مقابله تر پایه پالل د هر چا د وس کار نه دی. بختور هغوی دي چې په دې لاره کې د شهادت جام نوش کوي او له جهادي موقف سره د رب تعالی حضور ته ورځي.په دې جهاد کې تر ټولو سخت کار ثبات او استقامت دی.استقامت  هغه سخت أمر دی چې د ( فاستقم) الهي امر خو د اولوالعزمه پیغمبر صلی الله علیه وسلم ویښتان سپین کړل.

په اوس وخت کې د استقامت مطلب دادی چې یو څوک ترپایه او د مرګ تر نیټې خپل دیني جهادي موقف ته ژمن پاته شي. دغه کار خو ماته له فدایي حملې هم سخت ښکاري. ځکه فدایي به په یوه انفجار له دنیا رخصت شي. مګر مستقیم مجاهد اړ دی چې هره ورځ د فتنو، مصائبو، دسیسو او فریبونو له  مختلف النوع انفجاراتو سره ډغرې ووهي او ترخه غړپونه یې تېر کړي.

په اوس وخت کې به واقعي دیني تګلارې ته هغه څوک متعهد پاته کیږي او تر پایه به ثبات او استقامت کوي. چې الله تعالی د صبر او مصابرې نعمت پرې لورولی وي. صبر خو نو هغه تر ټولو سخت کار دی چې ښایي د الله تعالی ډیر لږ بندګان یې د پاللو وړتیا ولري. ځکه د صبرد معنی په اړه علماء فرمایي ( الصبر هو تجرع المرارة من غیر تعبس) صبر  یعني د ترخو غړپونو تیرول پرته له دې چې تندی دې تریو شي. بل عالم وایي ( هو الوقوف مع البلاء بحسن الادب ) صبر له ازمویښت سره په پوره ادب دریدلو ته وایي. یو بل عالم بیا صبر تردې هم سخت کار بولي او وایي: هو الفناء فی البلوی بلا ظهور ولا شکوی. صبر دادی چې په امتحاناتو کې ډوب شې خو خپل تکلیف نه ښکاره کړې او نه هم شکایت پیل کړې.

مصابره بیا تر صبر یو څه سخته ده. د مصابرې مختلفې معناوې شوې خو یوه معنا یې په صبر کې مقابله کول دي. مطلب دا چې د خدای له دشمنانو لکه شیطان، کافر او فاسق سره په صبر کې مقابله کول. مثلا امریکایي کفار زموږ وطن ته راغلي. پنځلس کاله مو سره وډزول. دوی تراوسه نه دي ستړي او په سختۍ صبر کوي نو موږ هم باید صبر وکړو. هغوی تراوسه د دموکراسۍ د قانون یوه ماده نه ده حذف کړې نو موږ ولې د اسلامي امارت نوم لغو کړو؟؟

هغوی بختور خلک دي چې په دې زمانه کې د صبر او مصابرې صفت لري او پرته له ګیلې، شکوې، خوابدۍ، تظاهر او ځان مطرح کولو څخه د ګمنامۍ په عالم کې د الله تعالی ددین په ننګه ولاړ او عملي جهاد کوي.

خو انسان کمزوری دی او د یوه لاس ګوتې هم یو شان نه وي. که د آزمون په سخته لاره کې په چا کمزوري راځي ، غړي یې تښتي او په ځان کې د نورې لار وهلو سېک او مورال نه ویني. نو ددې په ځای چې په خپل ټول عمل د بطلان کرښه راتېره کړي. خپل زړه د خپل کاروان په ملګرو تش کړي او خپل صف هدف وګرځوي. ښه خبره دا ده چې په پټه خوله ځان ګوښه کړي او خپلو ملګرو ته ووایي چې ملګرو! ستاسو لار سمه ده، ستاسو هدف سپیڅلی دی زه هم په زړه کې ورباندې عقیده او باور لرم، فکرا او عقیدتا درسره ملګری یم. مګر په عملي میدان کې نور د مبارزې توان نلرم.

نو طیب اغا صاحب کاشکې مو خپله  استعفاء په داسې عنوان مطرح کړې وای. چې بیابه نه عندالله مسؤل واست او نه  به له خپلو همسنګرو ملګرو سره په تصادف کې واقع واست.

خو په ډیر تأسف چې تاسو د خپل تقاعد د توجیه لپاره په ټول اسلامي امارت د دروغجنو او زهرجنو تورونو او پیغورونو غشي واورول چې ټوله ګټه یې کفري میډیا ته ورسیدله او اوس د بي بي سي، ازادۍ او امریکا په نیوز رومونو کې ترې د یوه کاري تبلیغاتي سوژې په حیث کار اخیستل کیږي او د جهاد دښمنان به ورباندې ښه ډیره موده شخوند ووهي.

زړه مې د توپ ګولیو نه خوړ

د ستا یوې خبرې دړې وړې کنه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نويد ازاد

ماشاءالله ډير په زړه پوري.

الجاج استاذ بیانزی

افغان زوی صاحب سلامونه می ومنۍ ! ستاسی لیکنه می ډیره خوښه شوه ، ولی ځینی جملی پکی تاسی داسی لیکلی که هغه پروګراف یا چملی ستاسی له لیکنی مغرض کسان وباسی او د طالبانو څه چه د عامو مسلمانانو مورال او ویاړنی پری څه ناڅه صدمه ګوری د مثال به ډول مونږ یی یوه جمله دلته رانقلووو تاسی لیکلی چه : [ د فتحې او نهایي بریا لپاره هیڅ عقلي دلیل او منطقي امید شتون نلري. ] تاسی دغه جملی ته وګوری ، او د طالبانو اوسنی فتوحاتو ته وګوری چه د هیواد اتیا برخه خاوری باندی یی سپین… نور لوستل »

غوربندی

افغان زوی صاحب

ستاسو لیکنه کې د عقیدې یوه فاکولته خبرې پرتې دي ستاسو په دا لیکنه زړونه تسکین کیژي غد نظر له دی چې د طیب اغا د خطا په ارتباط مو لیکلی ده.

په قلم او فکر مو برکت شه

جواد خان

طيب اغا له دې وروسته د یو شرمیدلی اربکي حیثیت لري. په شرمونو وشرمید.

سید احمدشاه

زما دژوند تاروپود اودا خواره هستی دی د ددا ښایسته نازک برتو ځوانانو تر دا پولادین او هڅکله نه ماتیدونګی عظم او ارادی سل ځله واری سی.تاسی واقعأ افغان زویـ ـــــــان(دافغان زوی – جمع) یاست.

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx