ورزش

اعظم جهاد دېته وايي

محمدرحیم سکندر

یو یې ګټي سل یې خوري، مخکې به چې یو کس په عربستان  کې و، د کور نور ټول غړي به یې هسې ګرځیدل، که جنګونه او لانجې به یې کولې، نو ټول تاوانونه به هغه یو مسافر پسې لنډول.

د اوسنی لړلي افغانستان لپاره د کرکټ ملي لوبډله هم داسې وبوله، چې هر غم او جنجال وي، بس هم دوی یې پرده دي.

مخکې به له دوی یوازې په نوره نړۍ کې د ملي بیرغ رپولو تمه کیده، خو اوس د کورنیو ناورینونو له منځه وړلو او پیسو ګټلو وسیله هم کرکټ ګرځیدلی، سل خبرونه به؛ البته سل د مړینې اعلانونه به په شپه او ورځ کې اورې، خو د کرکټ یوه لوبه به هر غم درنه هېر کړي، د خوار ولس تر څنګ سیاسین هم یوازې کرکټ ته تمه لري چې ځانونه پکې وښيي.

خو د هغو سیاسینو، ملي سوداګر او تجارانو مرستې د ستایلو وړ دي چې د جمې په بختوره ورځ یېد کندز زیانمونوکورنیو لپاره له نورو نندارچیانو مخکې او یا یو ځای د کرکټ بورډ ادارې ته وسپارلې.

د دوی لپاره همدا مرستې هم خرما او هم ثواب دي، ځکه هم یې له لوبې خوند واخسیت او هم یې اجر وګاټه.

بله دا، دوی ته شاید په همدغو پیسو او مرستو څوک همدومره اعلانونه نشر هم نه کړي، لکه څومره یې چې په ټولنیزو رسنیو، راډیوګانو، چاپي رسنیو او ټلویزونونو کې صفتونه وشول، د دوی لپاره همدا هم خرما او ثواب کیدای شي.

زه د دوی دا کار ځان ښودنه ځکه نه بولم، چې نور خلک یې هم له بې ځایه کورنیو او اړو خلک سره مرستې ته وهڅول.

متاسفانه او بدبختانه باید ووایم چې ځینې خود غرضو کسانو لا هم په دې اعظم جهاد پسې په شوشل مېډیا کې بد رد ویل، هغه جهاد چې کرکټ بورډ ته یې هیڅ ضوروت هم نه و، خو بیا یې هم داسې حیرانوونکې طرحه جوړه او عملي کړه، چې په کورونو کې زړې میندې او بډاګان پرې خبر شول، نو نفلونه او دعاګانې یې ورته وکړې، هغه عظیم جهاد چې لوبغاړو د ملغلرو په شان خولې ورته خرڅې کړې، هغه ستره قرباني چې نندارچیان له لرې ولایتونونو ورغلل، زر، زر افغانۍ یې کرایه ور ولګوله، سل افغانۍ یې ټيکېټ واخیست او ځینو خو پنځه، پنځه سوه افغانۍ د چندې صندق ته هم واچولې.

د کرکټ بورډ عمومي مشر نسیم الله دانش نام خدا بهترینې اړیکې لري؛ کولی یې شول چې لویو تجارانو ته لمن وغوړي او هیڅ لوبه تر سره نشي، خو غوښتل یې چې په دې عظیم اجر کې هر څوک برخه واخلي.

مهمه خبره دا ده چې محمد نبي عیس خېل ته څه ضرورت و چې په دې چنده کې (۵۰۰۰۰) زره افغانۍ ده هم ورواچوي، خو په ځان کې یې دا وس لیده، چې هیواد ته به لوبه هم کوم او په داسې وخت اساس وخت کې به مرسته هم کوم، د نبي دا ستره قرباني د کرکټ بورډ مخالفینو ته ستر پېغور دی، چې نه یې مرسته له وسه کیږي او نه دا ډول قربانۍ او مرستې ستایلی اوزغملی شي.

د خان عبدالغفار خان خبره: ((پښتنو اتفاق کړی چې اتفاق به نه کوو.)) زما شک پیدا شي چې د کرکټ بورډ مخالفینو ته به کوم بهرنی هیواد پیسې ورکوي!؟

زه د کرکټ بورډ هره لاسته راوړنه ډېره ښه ستایلی شم، خو له کندز سره د مرستو په حصه کې یې ناتوان یم، چې څه ډول الفاظ ورته راوګورم او څنګه یې دا اعظم جهاد خلکو ته په مناسبو ټکو کې وړاندې کړم!؟

د سید شاه سعود یو شعر و چې :

د ستا په شاتنې ورته بل د کومه مخه راوړم
د وضاحت لپاره خلک مثالونه غواړي

د کندز زیانمنو کورینو سره لاندې غټې مرستې شوې دي.

یو نیم میلیون نغدې افغانۍ، ۱۵ زره ډالرو درمل،  ۳۰۰ بوجۍ اوړه او ۵۰۰ بوشکې غوړي.

په پای کې د کرکټ بورډ عمومي مشر نسیم الله دانش، اجرایه رئیس شفیق الله ستانکزی چې دا نوښتګره طرحه یې عملي کړه، دغه راز ټول اداي پرسونل، ان تر ګارده د دې ستر جهاد مبارکي وایم او له الله تعالی څخه د دې لوی کار اجر او بریا غواړم، پاتې دې نه وي چې د ملي تلویزون همکارانو چې دغه لوبه او اعلانات یې په ژوندۍ بڼه نشر کړل او نندارچیانو ته چې تر اخېره یې لوبه په شور او غورځیو بدرګه کوله؛ د اجر عظیم غوښتوکي یو.

د ټولو افغانانو تر منځ د همداسې خواخوږۍ په هیله.

امین یا رب العالمین.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x