شعـــــرونه

غزل/ فتحان حنفي

فتحان حنفي
د ابد په تمه ژوند کړم په ازغو کې
لټومه یې راحت په تورو غرو کې

وچ آتام تشو اوبو باندي خوشحال یم
نشته خیر د دنیاګۍ په کبابو کې

ژوند محدود دي د اوږد ژوند تمه به نکړم
نن که ګرځي سبا دي په هدیرو کې

مرګ اټل دی خامخا به یې څکمه
رب دې راکړي د ایمان په پلوشو کې

دا دنیا فاني فاني ده وفا نکا
دلته شاه او هم ګدا شته مقبرو کې

د ابد ژوند به په دې ژوند منور کړم
ابد پټ دي ددې ژوند په یو څو شپو کې

مقبره اول منزل د آخرت دي
د لمانځه سوال اول کیږي په سوالو کې

دې منزل کې که کامياب شوم بيا کامران یم
بیا به اوسم د خپل قبر راحتو کې

خداي دي نه کا که په قبر کې ناکام شوم
زه فتحان به نو بیا سوځم په ؤرو کې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x