نظــر

طالبان نو له چا کم دي؟

محمد امين بسمل 

وړمه ورځ ځینو هغو رسنیو، چې دغلامي په پېزوان تړل شوې دي بې له کومو موثقو مدارکو د ګارډين ورځپاڼې په حواله خبر خپورکړ چې په قطر کې له طالبانو سره دکابل دغلامې ادارې کوم پیزواني په سپتمبر او اکتوبرمیاشتو کې پټې خبرې کړې دي.

محمد امين بسمل
محمد امين بسمل

که رښتیا ووایم عقل مې ونه منله خوبیا هم ډېرخوابدی شوم داسې نه چې زه د سولې مخالف اویا د طالبانو د لیکو کوم غړی یم، بلکې په دې خوابدی شوم چې دا د۱۵ پنځلسو کلونو قربانۍ وګوره دا دمظلومو اوبې ګناه افغانانو (پښتنو) په کورونو، محفلونو، ودونو، جنازو اوهدیرو د کیبرجنو اشغالګرو بمورۍ او چاپې وګوره او په دا ورستیو کې د طالبانو سیاسي او پوځي پرمختګونه وګوره اوس نو څنګه طالبان په داسي وړیا توګه خپل ګټلی شان اوشوکت له لاسه ورکړي.

له نېکه مرغه چې وروسته له یوڅو ګړیو طالبانو دیوې اعلامې له لارې دا ریپوټونه ردکړل.

له دې خبر سره مې بیا تبه برابره اویوڅه ارام شوم بیا هم  تکراروم، چې زه دسولې پلوی یم خو دسولې خبرې یوازې له امریکا سره اوبس.

کیدای شي یو شمېرلوستونکي پرما یوځل بیا دطالب ټاپه ووهي هیڅ مهمه نه ده زرټاپې خو دې راباندې ووهي خو هيڅکله دې ما په پنجابیانو او ګورګینیانو پورې نه تړي زه به د یو رښتیني افغان طالب په نوم چې ملي ګټو ته ژمن او خپلواکي غوښتونکی وي وویاړم له نېکه مرغه، چې داسې کسان دطالبانو په لیکوکې ښه غوښینه برخه لري.

له دې هم باید سترګې پټې نه کړو، چې دطالب په نوم په بهرنیواو کورنیواستخبارتو پورې تړلې ډلې هم شتون لري او رښتیني طالبان هم پرې پوهیږي نه یوازې له پامه یې نه غورځوي، بلکې په حساسو شېبو کې یې مخ نیوی هم کوي لکه دملا رسول د ډلې.

پرون مې چې دملا منان نیازي عجیبې او غریبې خبرې د تلویزیوني ډرامې له لارې واورېدې نور نو حوصله نه وه سم د لاسه مې په دې لیکنه پیل وکړ.

ملا منان وايي، چې « ملا هبت الله افغان جګړه له مسکو څخه رهبري کوي».

دا به څوک ومني یا به یې ونه مني خو له دې څخه هیڅکله سترګې نه شو پټولای، چې مسکو طالبانو ته په کافي اندازه اړ شوی دی د مسکو تباهي ته خورا لویه ستراتیژي په کارلوېدلې خو د روسانو لاسونه هم ترشا نه دي بند دوی به له هرې وسیلې کار واخلي ترڅو دخپل غلیم  دا مبهمه او خطرناکه ستراتیژي ناکامه کړي.

په دې اړوند په سیمه کې یوازینی پیاوړی او دردېدلی قوت همدا طالبان دی چې  د روس په درد خوړل کیږي.

طالبان هم هغه پروني طالبان نه دي ډېرې لوړې ژورې یې ولیدې دوی به هم که له روسانو سره کومه معامله کوي خپل منفعت ته به خامخا پام کوي هغه متل دی وايي :

په شیدو سوی شړومبو ته هم ورپوکي.

 

اوس نو راځم د لیکنې سرلیک ته مې(طالبان نو له چا کم دي؟).

ــ که څوک دا مني چې طالبان پوره یوه نیمه لسیزه له اشغالګرو سره ښه په نره وجنګېدل خو نه یوازې مات نه شول، بلکې ښه په شرنګ په مخ روان دي.

ــ که څوک دا مني، چې دنړۍ په حکومتونو کې دطالبانو اسلامي امارت بې جوړې و او په تاريخ کې به ځانګړی ځای ولري.

ــ که څوک دا مني، چې دطالبانو د وخت امن، د ننګ او ناموس ساتنه، دمخدره توکو دکرکیلې نابودي او په ملي حاکمیت واکمني بل وخت چا نه وه لیدلې.

ــ که څوک دا مني، چې طالبانو بې له فساده په خورا کمو داخلي عوایدو افغانستان اداره کاوه او دچا ناز یې په ځان نه مانه.

ــ که څوک دا هم مني او سترګې نه ورڅخه پټوي، چې طالبانو وکړای شول، ګران افغانستان واحد وساتي، جهاد فروش او وطنفروش تنظیمونه ترکولاب، استانبول او اصفحانه پسې وځغلوي اوخپل بیرغ د آموسیندپه غاړه ورپوي.

همدا ډول که څوک دطالبانو نورې بې شمېره ښېګڼې او سرلوړۍ مني نو دا دې هم ومني، چې طالب جان د نړۍ له څلوېښتو زیات ملکونه درته په ګانډو کړل چې دامېړانه ښکرورو ته تاریخي شرم او ددوی لاسپوڅو کرزي اوورپسې غبرګ سرې او ټیټ سرې ادارې ته مرګ دی مرګ.

راځم دېته، چې که طالب دومره غښتلی وي نوبیا ولې د نورو په ډول له خپلو ګاونډيو او سیمه والو هیوادونو او قوتونوسره مناسبات ونه ساتي؟

ما پخوا هم څو ځلې پخپلولیکنو کې طالبانو ته د یو افغان په حیث مشورې لیکلې وې، چې خپل سرشناسه کسان د پنجابیانو دتسلط له ساحې ګاونډيو هیوادونو ته ورسوي ترڅو هم سرونه بچ کړي او هم لوړ سیاسي موقف ترلاسه کړي، چې له بده مرغه زما مشورې یې پخپل وخت عملي نه شوای کړای ځکه خو یې ډېر مهم کسان له لاسه ورکړل.

اوس چې دپاکستان جفا او دوه مخی سیاست ښه پوره ورمالوم شو له نېکه مرغه چې حالت یې هم بدل شو.

ورځ تربلې یې سیاسي او پوځي بریاوې په نصیب کیږي.

خو څه چې زما له زړه وینې څڅوي هغه زما د ګران افغان وینې دي چې له دواړو خواوو بهیږي.

الله تعالی دې ما په غبرګو سترګو ړوند کړي که به زه نور ددې افغان وژنې زغم لرم.

دغلامې ادارې اجیر سرتیري او افسران بې له کومې ملي انګېزې جګړې ته مجبور شوي چې په حقیقت کې ګناه ټوله دلاسپوڅې ادرې ده څو په دې ډول خپل عمر اوږ کړي دوی خپل عمرله اشغال سره تړلی بولي.

که اشغال ختمیږي نو دوی په اتوماتیک ډول ورسره ورکیږي.

دلته لازمه ګڼم دغلامې ادارې خیټورو ته هم یوه افغاني او پښتني مشوره ورکړم، چې که غواړي له تاریخي بدنامي ځانونه خلاص کړي بهتره به وي ژر ترژره کومې خوا ته پښې سپکې کړي تر څو دبهرنیانو دنیابتي جګړو نقشې او پلانونه ځای په ځای وسوځيږي او راغلي نابللي داخوا اخوا تري تم شي.

او که په ارګ کې ناست خماریان په پردیو نازیږي دا نو په حقبقت کې خودکشي ده ځکه چې پردی کټ ترنیمو شپو وي.

چې خلقیان اوپرچمیان په هغه کمیت اوکیفیت یتیمان پاته شول تاسې خو په ولله که د چا یو نسوار هم یاست.

هیله کوم زما مشوره په دقت او جدیت سره تحلیل کړئ او دا خیالونه او د ډالروبکسونه اخوا وغورځوئ چې تاسې به په پیسو طالبان اخلئ.

بس خپلې پښې سپکې کړئ مه ځان وژنئ مه دا مظلوم ولس نورتباه کوئ.

یوځل بیا پخپل سرلیک راګرځم (طالبان نو له چا کم دي؟).

کله ، چې د دوو قرتقیانو مشر برهان الدین رباني تر تهران، ریاض، نوروملکونو او آن تر کافر کریملین پورې د تګ جواز درلود طالبان نو له چا کم دي چې دخپلو بریاوواو راتلونکې په موخه له چا سره اړیکې ونه نیسي؟

که ملا اخترمحمدمنصور له روسانو سره اړیکې نیولې وي یایې اوسني طالب مشران نیسي دا ددوی مسلم حق دی.

عجیبه خو داده، چې که طالب مشران پېکین، عشق آباد، ریاض، دوحې اوسلو ته ولاړشي کوم خاص اعتراض نه پرې کیږي خو که مسکو ته ولاړشي نو اسمان رالوېږي.

یوځل بیا تکراروم، چې مسکو طالبانو ته اړدی اړ!

لکه دتېرکال په اپریل میاشت کې مې چې  لیکلي و«طالبانوته بهترینه موقیع برابره شوې ده» یو ځل بیا لیکم، چې طالبه نور هم بختور شوې په مخ وړاندې درومه.

خپل موقف نور هم قوي کړه بیا نو دسولې خبرې فقط له امریکا سره په مخامخ اوپه ښکاره ډول پیل کړه څو ولس ته شکونه پیدا نه شي.

دا چې د ارګ خماریانو له تاسو سره کتلي  او که نه دا کومه نتېجه نه شي ورکولای ځکه چې لاس په لاس لګیږي.

ستاسو اسلامي امارت امریکایانو راغورځولی او افغانستان یې له سختو فاجعو سره مخ کړی بس له دوی سره حساب کتاب په کار دی نه د دوی له پیاده ګانو سره.

هغو لوستونکو ته چې د اشغال پلوی کوي او د ډالرو په نشه کې غرق دي دومره لیکم، چې زما له نظر سره به خامخا مخالف یاست خو له تاسو څخه پوښتم، چې که همدا سبا ورځ ټول طالبان وسله په ځمکه کېږدي لکه د ملا رسول ډله آیا څوک تظمین ورکولای شي ، چې نور به نو د افغان ولس پت خوندي، جګړه ختمه، اشغال ختم، هر ډول بې نظمۍ او فساد ختم، هیواد سوکاله اوله پنجابیانو او ګورګینیانوپه آمن کې شو؟

اوس چې لا طالبان په اکثرو ولایتونو کې ځواکمن دي خو بیا هم د اجیر اردو، پولیسو، ملیشو او اربکیانو لخوا زموږ د ولس په پت او غزت  تېری کیږي، ځان او مال ته یې زیان رسوي او سل ډوله نادودې ورسره کوي نو که طالبان وسلې په ځمکه کیږي په ولله که خو بیا نو ستاسو ناموث هم خوندي پاته شي.

مهرباني وکړئ دا لاندې لینک ټک وهئ او د خپل اجیر او بد اخلاق اردو له کړنو لږ خبر شئ:

http://www.nunn.asia/85780

اوس نو تاسې پخپله قضاوت وکړئ، چې که طالبان نه وي څه به درپېښ شي وایم بیا به داسې حال درباندې راشي، چې په طالبانو به شکر وباسئ.

بس همدا طالبان دي، چې هم یې دخپل درانه ولس پت ساتلی او هم یې په اشغالګرو سړه تبه راوستې چې بلاخره به دتېښتې لار ورڅخه ورکه کړي خو که له نننۍ حساسې موقع څخه ګټه پورته کړي.

 

نن مې د ازادي رادیو د ازادي په څپو پروګرام کې برخه لرله او په لاندي ډول مې خپل نظر وړاندې کړ:

 

۱ــ له پرون ورځې راهیسې په زرمت ولسوالي کې دملي اردو دسپیشل فورس دیو قوماندان سیدعارف نومي  دغیراخلاقي کړنې له امله د۶۰ ښوونځیو دروازې اعتراضأ تړل شوې دي.

هیله من یم چې یا دولت او یاطالبان دا قوماندان په سزا ورسوي او که نه نو ټول زرمتیان  به پسې راپورته شي.

۲ــ په سیمه کې دطالبانو نننی غښتلی سیاسي او پوځي موقف ته په پام سره دمنلو وړ نه ده چې دوی دې دکابل له ادارې سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.

۳ــ که سعودي عربستان واقعأ له امریکا سره د داعش په رامینځ ته کېدو کې شریک وي نو ناممکینه ده چې طالبان سعودي عربستان ته غوږ ونیسي.

۴ــ ښاغلی حبیب چې دننني مجلس ګډونوال اودغبرګ عبدالله سلا کاردی باید په دې سر خلاص کړي چې نه خو دعبدالله چوکۍ قانوني وه او نه یې دهغې غیرقانوني چوکۍ عمر پاته دی سعودي عربستان دعبدالله په بلنه یوازې خپل ځان مسخره کړ اوبس.

دا و د رادیو له څپو څخه زما نظر اوس خپلې لیکنې ته راګرځم او زیاتوم، چې نړۍ خور امپریالیزم دخپلې ژورې او پلنې خېټې د ډکولو په موخه ټول بشریت په وحشت کې واچاو اسامه، صدام، قذافي،اسد، داعش او طالبان هسې پلمې وې او دي په حقیقت کې خو خبره داقتصادي زېرمو اشغالول او په سیاسي موقعیتونو تسلط.

که زموږ ګاونډي او سیمه وال هیوادونه ددې لویې بلا مخه په ګډه ونه نیسي زموږ دسیمې ترلوټولو پورې به دلته په ډول ډول نومونو اوپلمو لمبې او جګړې همداسې بلې پاته وي کله یې چې هر څه لوټ کړل بیا به له سپېرو دښتو او هډوکو نور څه نه وي را پاته.

ځکه خو طالبانو ته لازمه ده، چې خپل لوړ موقف وکاروي او دسیمې له زورورو سره ښه زوروره اومشروع معامله وکړي ځکه، چې طالبان نو له چا کم دي؟.

زما دتېرې لیکنې لینک ستاسو خدمت ته په لاندې توګه وړاندې کوم:

طالبــــانوته بهترینه موقع برابره شــــوې ده

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/20930

روسيه پر طالبانو د نړيوالو بنديزونو د لرې کولو پلوي ده

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/21201
 طالبان به لا مظبوط شي

دطالبانو دمشرملا اخترمحمدمنصور له ترورڅخه وروسته ممکین دلاندنیو پېښو شاهدان واوسو:
۱ـ ترهرڅه لمړی به هغه طالبان چې له ملامحمدعمرمجاهد سره یې ځانګړې خواخوږي لرله او له ښاغلي منصور څخه خوابدي ښکارېدل دطالبانو په بیا یووالي کې فعاله ونډه واخلي ځکه، چې دښاغلي منصور داډول ترور ورته له زغمه بهر ښکاري.

۲ـ طالبان به په پاکستان نه یوازې نورهم بې باوره شي، بلکې خپلو مشرانوته به خوندي سیمې ولټوي او که دا کار یې ونه کړ نوبیا به ددوی په خودارادیت دخلګو شکونه راپیدا شي.

۳ـ  طالبان به دخپل مشر دغچ اخیستلو او خپل پوځي مورال دلالوړ ښودلو په موخه جګړې ته زور ورکړي اودخپل دښمن ملکي اهداف به په پوځي اهدافو کې شامل کړي داځکه، چې که امریکا دخپلوګټو دښمنان په هرځای کې ځپلی شي، له طالبانو څخه هم څوک داحق نشي اخیستلی ممکین دوی په افغانستان کې دننه دولتي اوغیردولتي رسنۍ، دمقننه اوقضایه قوې منسوبین همداراز ټولې هغه بهرنۍ رسنۍ، چې دطالبانو ضد خپرونې په مخ وړي په نخښه کړي، ځکه چې طالبانو له پوځیانو دومره زیان نه دی لیدلی لکه دخپل دښمن له رسنیوڅخه.

۴ـ طالبان به له ناچاري څخه دسیمې له زورورو لکه چین او روس سره معامله وکړي، که طالبان له روس او چین سره کومې معاملې ته ورسېدل، کېدای شي ددوی لاس ته درنې اوخطرناکې وسلې لکه دالوتکو دکشف او ویشتلو موډرن وسائیل ولوېږي تر څو د هوائي ځواک په تېره بیا د بې پیلوټو الوتکو کیسه ورمفته کړي.

۵ـ دملااخترمحمد منصــــور ترور له یوې خواافغان اولس په امریکایانومطلق بې باوره کړ اوله بلې خواسیمه والوهم دخطراحساس وکړ له همدې کبله کېدای شي دسیمې په کچه نوي انکشافات رامینځ ته شي، چې دا به هم د طالبانوپه غښتلتیا کې بې اثره نه وي.

۶ـ له امریکا سره دپاکستان ناولې یارانې طالبانو ته دا خبرداری هم ورکړ، چې نور نو دفیل په غوږ کې خوبونه ونه کړي اوژر تر ژره خپل مخوراومشر کسان دپاکستان دکنترول له ساحې څخه وباسي، په دې اړوند خو ما دا څوکاله نارې ورته وهلې خو دوی خوبونه کول.

۷ـ له دې سره سره ، چې هنددکابل ادارې پلوی دی خودتپل شوې جګړې اونړیوالې لوبې په دې حساسه مرحله کې هند کولای شي له طالبانوسره ګوتې خوږې کړي، ترڅو دخپل ګډ دښمن (پاکستان)چاره په ګډه وکړي البته دا به ددواړو خواوو په ګټه هم وي دادې هم پاته نه وي، چې دښمن دښمن دی که هندو وي که مسلمان خو زموږ دا مسلمان ورور؟!(پاکستان) موږ ته له بل هر کافره زیات زیان رارسولی دی ځکه خو طالبان باید په دې باندې خپل سرونه سم خلاص کړي.

۸ـ داچې دایران اوامریکا پټه یارانه نوره هم مخ په رسوايي ده، کیدای شي په دې اړوند روس، چین اوطالبان کومه نوې لارغوره کړي.

۹ـ چین او هند ناچار دي، چې دامریکا له وېرې خپله ستونځه یوې خوا ته پرېږدي اوپاکستان په اقتصادي او سیاسي لحاظ زمول کړي تر څوپه سیمه کې دهر بهرني شیطان مخه ډب کړي.

۱۰ـ اسلامي نړۍ په تېره بیا دخلیج بډایه هیوادونه ورځ تربلې له امریکاڅخه وېره احساسوي له دې کبله دیوې پوځي او اقتصادي اتحادیې رامینځ ته کېدل ممکین دي، چې کیدای شي روسان هم ورسره سر وښوروي ترڅو خپل بایللی برم بیا ترلاسه کړي.

پورتني لس موارد هغه څه دي، چې احساس یې کېدای شي او په رامینځ ته کېدو سره به یې طالبان لا زیات مظبوط شي.

درنو لوستونکو!

په پوځي اوسیاسي ډګر کې چې څومره مالومات زه لرم باور مو وشه، چې دطالبانوغوندې زړور، سرښندونکي اونه تسلیمېدونکي خلګ ما ونه لیدل.

خلګو فکر کاوه، چې که کوم وخت ملا محمد عمر مجاهد نه وي نو ممکین طالبان هم ورسره پوه پناه شي خو ومولیدل، چې دخپل رهبرله وفات یاترورڅخه وروسته دوی نه یوازې پوه پناه اوکمزوري نه شول، بلکې دیولړخپل منځي شکررنجیوسره سره د یرغلګرو او تالي څټو په وړاندې نور هم ټینګ ودرېدل.

تېره اونۍ چې ددوی بزدل دښمن په خوراناځوانمردانه ډول ددوی مشر ښاغلی منصور ترورکړ نه یوازې ددوی په صفوفواو پوځي محاظ کې په شا تګ ونه لیدل شو، بلکې دوی په بیړه، بې له ځنډه او بې له کومې ستونځې د خپل نوي مشرپه ټاکلوسلا شول.

راځم څو حقوقي پوښتنو ته، چې زه یې دحقوقو دیو شاګرد اوکشر مستنطق په حیث دسپینې ماڼۍ له واکمنانو څخه کوم:

ــ که تاسو ښاغلی منصور دسولې په مخ کې خنډ باله نوتاسې او ستاسو مقدسات، چې تاسو پخپله سولې ته ژمن یاست؟

ــ که تاسو په رښتیا سولې ته ژمن یاست نو بیا ولې طالب خوځښت د ترهې او فشار له لارې سولې ته رابولئ؟

ــ آیا تاسونه شوای کولای، چې د یوې څرخکې په مرسته ښاعلی منصور محاصره او بیا روغ رمټ ونیسئ؟

ــ کله، چې داوباما مرستیال جوبایډن طالبان خپل دښمنان نه بولې نوبیا مو دکوم معنوي جواز له مخې غیردښمن کس ترورکړ؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد وحید

بسمل صاحب محترم ستاسو دی په شان او شرف سل ځلی سلام یی چی داسی واقعیتون خلکوته رسی خدای دی تاسی ته په دی لاره کی نور هم توفیق درکی

احمد

وروره ټولی خبری دی سمی دی واقیعتونه بیانوی دخپل ملک سره د واقعی خواخوږی نیت لری موقف دی دحق به طرف استواره دی نیکی او مهمی او ګټوری مشوری هر اړخ ته ورکوی کور دی ودان په روغ نیت دی برکت درناوی

محمدامین بسمل

دنن ټکي اسیا زړورو اوپتمنو چلوونکو ته خپلې نېکې هیلې اوسلامونه وړاندې کوم له دوی ټولو څخه مننه کوم، چې زموږ لیکنې بې له سانسوره قدرمنو لوستونکو ته وړاندې کوي همدارازټولوقدرمنو اوپه حق میینو تبصره لیکونکو ته خپلې نېکې هیلې اوسلامونه ډالۍ کوم، له نېک نظر او خلص څخه یې منندوی یم چې زما له نظریاتو سره یې همغږي ښودلې بیا هم ورته له پاک رب څخه ددین او دنیاخوشحالۍ غواړم. دا هم زیاتوم، چې که کوم بل تبصره کوونکی زما له نظر سره مخالف وي هغه ته هم سلام او احترام وړاندې کوم دا د هغه خپل حق دی… نور لوستل »

gul

ګران او محترم بسمل صاحب
تاسو زموږ ویاړ یاست، تاسو واقعي مسلمان او افغان یاست چې همیشه مو د حق غږ پورته کړی دی. ماستاسو تبصرې د ازادۍ راډیو له خپرونو هم اوریدلي دي. تاسو همیشه د یوه ویاړلي مسلمان پښتون په حیث د افغان مظلوم اولس غږ بدرګه کړی دی.
زموږ اولس تاسو غوندې با درده ځوانانو ته اړتیا لري او ورباندې افتخار کوي
تاسو ته ددې خدمت په مقابل کې په دنیا کې سرلوړي او به اخرت کې پوره پوره اجرونه غواړم
سرلوړی او بریالی اوسئ

محمدامین بسمل

یوځل بیا دزړه له تله دنن ټکي اسیا قدرمنو چلوونکو، درنو لوستونکو او تبصره کوونکو ته خپل سلامونه او درناوی وړاندې کوم. له هرڅه لمړی خومې له خپل رب العزت څخه مشکور یم، چې له هیواد او ولس سره یې د خوږې مینې په لار کې هم ددې توفیق راکړی چې خپلې لیکنې او خپل غږ بې له کومې وېرې تر ولسونو پورې ورسوم او هم یې پخپله پناه کې منلی یم که نه نو پخوا به مې لا سر خوړلی و. تاسو د آزادي رادیو یاده کړې ده له بده مرغه دا رادیو د اشغال دغځولو په موخه امریکا… نور لوستل »

طوفان طوطاخیل

ژوندی اوسي بسمل وروره ډېره ښایسته ملغلري دي لیکلي دي په ګوتو او ژوند دي برکت شه ،

بیغیرتي دچاژوند نه شي ډیرولی او نه غیرت او میړانه دچاژوندکمولی شي ، وایم رښتیا افغان یې دمورشیدي دي شه
دوا دي شه ، خدای پاک دي غم مه راوینه

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x