
اسلامي شریعت یو الهي او عالمي عمومي شریعت دی!
لیکوال: شهید عبدالقادر عوده
ژباړن: مولوي محمد یونس خالص رحمه الله
د اسلامي شریعت د امتیاز بله وجه دا ده چې وایو الهي او عالمي شریعت دی، چې الله تعالی خپل پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم ته دې د پاره رالیږلی، چې ټول عالم بشریت ته یې ورسوي، عرب وي که عجم، شرقي وي که غربي هرڅوک د مختلفو عادتونو، جلا جلا عنعنو او مسلکونو پیروان ورباندې خبر کړي، نو دا د هرې کورنۍ او هرې قبیلې اساسي لاره ده او هم د هرې ټولنې او هر دولت، بلکې هغه عالمي شریعت دی، چې قانون پوهانو په خیال کې ګرځولی، خو په جوړولو یې لاس نه دی بر شوی. الله پاک فرمایي:
(قل یا أیها الناس اني رسول الله الیکم جمیعا) (اعراف۱۵۸)
ووایه اې خلکو!
زه تاسو ټولو ته د خدای استازی یم. او فرمایي:
(هو الذي أرسل رسوله بالهدی و دین الحق لیظهره علی الدین کله) (سورة التوبه۲۳)
یعنې خدای هغه ذات دی، چې په هر دین باندې د غلبې لپاره یې خپل پیغمبر د حق دین او هدایت سره ملګری راواستاوه.
نور بیا..
کمپوز: عزت الله شرافت
کتاب: اسلام د ضعیفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو ترمنځ (چاپ ۱۹۷۷) (ټولي برخي)