دیني، سیرت او تاریخ

اسلامي شریعت یو دایمي او مکمل شریعت دی

لیکوال: شهید عبدالقادر عوده
ژباړن: مولوي محمد یونس خالص رحمه الله

اسلامي شریعت د خدای جل جلاله له لوري پوره او ګردو مسائلو ته شامل شریعت نازل شو او په خورا لږه موده کې یې نزول تمام شو، چې د محمد صلی الله علیه وسلم په بعثت شروع او په وفات سره یا د دې آیت په نزول سره پای ته ورسیده، چې فرمایي: {الیوم اکملت لکم دینکم…} یعنې نن ورځ مو تاسو ته ستاسو دین بشپړ کړ او په تاسو مې خپله پېرزوینه پای ته ورسوله او اسلام مې تاسو ته د دین په حیثیت خوښ کړ.

وروسته له دې چې شرعي نصوص په دې قاطع دي چې محمد صلی الله علیه وسلم خاتم الانبیآء دی او الله تعالی فرمایلي {ما کان محمد ابا احد من رجالکم ولکن رسول الله و خاتم النبین} یعنې محمد ستاسو د کوم یو سړي پلار نه دی، خو هغه د خدای رسول او خاتم النبین دی.

هو! وروسته له دې پاسني آیات {الیوم اکملت لکم دینکم} د اسلامي شریعت په کمال او دوام یو قاطع نص ګڼلای شو.

څوک چې د اسلامي شریعت احکام تر مطالعې لاندې ونیسي په دې یې باور راځي چې اسلامي شریعت یو پوره شریعت دی چې هېڅ کوم نقصان پکې نه شي مېندلای او د افرادو، ټولنو او دولتونو ګردو چارو ته شمولیت لري. او هم شخصي احوال، معاملاتو او نورو چارو تنظیم کوي او هم د حکم ادارې او سیاست شئونات تنظیموي او هم د سولې او جګړې په موقع د دولتونو ترمنځ په روابطو کې هدایات ورکوي.

همدا راز اسلامي شریعت د کوم خاص وخت یوې ټاکلې پېړۍ او معلومې زمانې لپاره نه دی راغلی، بلکې دا د هر وخت، هرې پېړۍ او د دنیا تر ختمیدو پورې د ګردې زمانې شریعت او الهي لاره ده.

د دې شریعت نصوص او لارښوونې داسې رنګ لري، چې نه خو ورباندې د زمانې تیریدل کومه آغېزه کوي او نه خو یې جدیت او تازګي له منځه ځي. نه خو د زمانو بدلون د دې شریعت د عامو قواعدو تغییر او بدلون ایجابوي او نه یې د اساسي نظرماتو بل رنګ والی غواړي، نود دې شریعت نصوص هومره عام او پاخه راغلي چې نوي مسائل هم په ښه توګه فیصله کوي کوم چې د راتللو وقوع او پېښیدلو هیله یې هم نه کیده. همدا وجه ده، چې په شرعي قوانینو کې هغه ډول لاس وهل او بدلون امکان نه لري، کوم چې په وضعي قوانینو کې پرله پسې را درومي.

نور بیا..

کمپوز: عزت الله شرافت

کتاب: اسلام د ضعیفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو ترمنځ (چاپ ۱۹۷۷) (ټولي برخي)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x