دیني، سیرت او تاریخ

د شریعت او وضعي قانون د را پیدا کولو ترمنځ مقارنه او مقایسه

لیکوال: شهید عبدالقادر عوده
ژباړن: مولوي محمد یونس خالص رحمه الله

موږ په تېرو ویناوو کې په دې وپوهیدو چې اسلامي شریعت څرنګه منځته راغی! د وضعي قانون حال ته نوی وضعي قانون په هغه ټولنه کې را پیدا کیږي، چې د یو څو محدودو قواعدو محکومه وي، بیا کله چې هفه ټولنه تطور وکړي او بدلون سره مخامخ شي قانون یې هم تطور کوي او بدلون مومي او څومره چې د ټولنې احتیاجات ډیریږي او په فکري او عملي ساحو کې پرمخ ځي قانون ورسره د زیاتو قواعدو او نورو نظریاتو څخه مرتب کیږي او د وضعي قانون قواعد او اساسونه همغه خلک ږدي، چې په ټولنه حاکمیت لري او بدلون یې هم تر هغوی پورې اړه لري، نو په دې اساس قانون کومه ټولنه نه تشکیلوي، بلکې ټولنه د خپلو ضروریاتو سره سم قوانین را پیدا کوي، قانون د ټولنې تابع دی او پرمختګ یې د ټولنې تر ترقۍ پورې کلک ارتباط لري.

او لکه څنګه چې قانون دانان وایي: کله چې په لومړنیو پېړیو کې کورنۍ منځته راغلې قانون هم ورسره راپیدا شو او چې بیا قبیلې، بیا دولتونه منځته راغلل قانون هم نور نوي رنګونه واخیستل او پرمخ ولاړ تر څو چې د فلسفې او اجتماعي نظریاتو په لارښوونه د اتلسمې پېړۍ په وروستیو وختونو کې خپل نهایي تطور ته ورسیده. نو وضعي قانون د همغه دمه تر دې دمه نوی او خورا غټ تطور یعنې بدلون وکړ او بالاخره په داسې نظریاتو او مبادیو باندې ودریده، چې پخوانیو پېړیو کې یې هېڅ وجود نه درلود.

نور بیا..

کمپوز: عزت الله شرافت

کتاب: اسلام د ضعیفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو ترمنځ (چاپ ۱۹۷۷) (ټولي برخي)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x