نظــر

شیطانی دسیسه: مزدور لیدران، ټول ټاکنی، دایمی اډی او قضایی مصؤنیت

بسم الله الرحمن الرحیم

استکبار او په سر کی یی امریکا چه په ټوله نړۍ له ډیري پخوا د ویني زبیښونکي باداري خوبونه وینی او د دی خوبونو د تحقق او ريښتینیتوب د پاره د ډول ډول دسیسو په جوړولو په ډیر دقت او ځیرکتیا بوخته او پلان ګذاری کوي٬ چي په دی لړی که د هر هدف د تر لاسه کولو لپاره کلونه لګوي او د زر زوو او تزویر تر شعار لاندی ملتونه تر کومي تیروی او په دی خبره ښه عمل کوی چي (هر سخن جایی و هر نقطه مکانی دارد).

د زر د ویشلو پلان یی محدود وي٬ فقط څو ټاکلی کسان د زرو٬ ډالرو او څوکیو په ورکړه باندی د مزدور په صفت وګماري بیا هغوی د دی استعماری ځواک لپاره د رادیو٬ تلویزیون او نورو نشراتو له لاري د ویاندوی حیثیت پیدا کوي. ولسونه د همدي رسنیو له لاري په غفلت کی ساتی٬ دښمن دوست او دوست دښمن معرفی کوي‎٬ د استعمار لږ ورکړه (یو پيپ غوړي او يو بوجۍ اوړه) ډیره ښيي او په پټه چی استعماری ځواک کومې زیرمې (معادن) له ملک نه وباسی د قوم په سترګو خاوری شیندل او هغه پټول د همدی مزدورو کسانو کار ګرځی.

او کله هم استعماری ځواکونه په کلونو کلونو یو ملت په بیلو بیلو بهانو تر اقتصادی محاصری لاندی راولی٬ بیوزلی او مظلوم انسانان په فقر او تنګدستۍ تر دی حده ځپی چی بیا د مرګونی لوږی له ویري پري (د بخور و نه میر) په ورکړه باندي خپله هره غوښتنه بی له هر قید او شرطه ومني او د ولس په وګړو کی د خپلو مزدورو سردمدارانو او رسنیو په ذریعه دا ذهنیت را پیدا کوی چی د استعمار له مرستی پرته یی ژوند ناشونی دي.

د زور د استعمال لپاره هم له ورته دوکی او دسیسي څخه په استفادی چی د هر ملک لپاره بیلا بیلی بهانی لټوی٬ د هغه د نظامی قوت له ځپلو وروسته یی د اسلحی او مهماتو ټولی زیرمی له منځه وړي٬ له دی سره سم یی د سیمی له هیوادونو سره په دښمنۍ اخته کوی٬ داخلي جنګونه٬ قومی او مذهبی اختلافات راپاروی او دا په داسی وضعیت کی چه هلته مقتدر مرکزی حکومت او مجهزه اردو نه وی٬ څو په دی بهانه خپل موجودیت هلته د خپلو مزدورو ډلګیو په واسطه حتمی او ضروری ثابت کړي. چه فقط همدا استعماری طاقت دي چی د دوی له ملک او ناموس څخه دفاع کوی او د داخلی ګډوډیو مخنیوی کوی او بل داسی زړه سواندي دوست کله هم نشی میندلی چه د عراق او افغانستان ورته مسئلی یی روښانه بیلګی ګڼل کیدای شی.

تزویر (چل٬ دوکه او فریب) هغه سیاسی چالونه دي چی د ملتونو د اغفال لپاره٬ د زر او زور د استعمال لپاره د مظلومو انسانانو د وینو د زبیښلو لپاره او د ملکونو د اشغال لپاره کارول کیږی٬ چی کله د ټول ټاکنو په نامه٬ کله د ملی پاڅونونو په نامه او کله هم د لویی جرګی په نامه کار ځینی اخلی. او هر هغه څه چی د استعمار په ګټه نه وی د بل تزویر په کارولو سره یی پایلی ګډوډوی٬ چی د مصر د اخوان المسلین ګوند د انتخابی حکومت ړنګول یی روښانه بیلګه ده.

رابه شو د افغانستان د مظلوم ولس په هکله؛ چی امریکا په افغانستان کی په تیرو تقریبا دولس کلونو کی څه وکړل او څه کول غواړی.

امریکا په لومړي سر کی د سپتامبر د یولسمی نیټي د پیښی او په افغانستان کی د القاعدی د موجودیت په بهانه ټولی نړی ته د خپل زور په ښودلو سره چیلینج ورکړ چی د نړی ملکونه به دوه جهته نیسی یا به ز موږ دوستان وی یا دښمنان. په نړی هم د ویری ټغر خپور شو٬ ټولی نړی ورته د دوستۍ او همکارۍ سینه ووهله٬ چا له اقتصادی پلوه٬ چا د نظامی او چا هم له استخباراتی خوش خدمتیو سره د عمل میدان ته ور ټوپ کړل.

امریکا له یو نړیوال نظامی٬ اقتصادی او استخباراتی ائتلاف سره یو ځای پر یو بی وزلی٬ مظلوم ولس چی د اقتصادی٬ نظامی٬ استخباراتی او هر لحاظه له صفر نه هم په ښکته موقیعت کی وو. په ټول زور او قوت سره حمله وکړه٬ داسی وسلی یی وکارولی چی د افغانستان غوندی یو بی وسی او مظلوم ولس باندی یی د استعمال هیڅ ګومان نه کیده٬ ریښتیا هم چی د امریکا موخه د دی وسلو د استعمال څخه د افغان ولس ویرونه نه بلکی نږدی او لری نړی ته د خپلو مدرونو او درندو وسلو ورښونه وه٬ څو د خپل استعماری طاقت نمایش وړاندی کړی او په سمیه کی خپل مخالف ځواکونه وویروی.

واقعا چی امریکا په خپلو وسلو د سیمی هیوادونه وویرول خو د افغان مجاهد او مسلمان ولس د ویرونی لپاره یی دا کار موثر تمام نه شو او د دی مجاهد ولس پښی یی ونه لړزولی٬ له دی سره سم یی خپله جنګی پالیسی بدله او زرو٬ ډالرو او څوکیو په وعدو سره یی څه وطن پلورونکی داسی ډلی چی رهبرانو یی استعمال شوی اوه زره کیلویی بمونه لاهم کم زوری ګڼل٬ او تر دی یی هم د زورورو بمونو وړاندیز کاوه٬ د ملک په د ننه کی یی مزدورۍ ته وهڅولې چی هغوی هم د خپل سر او ناموس په قیمت د جنګ میدان ته وروډانګل٬ تر څو یی د همدی دین٬ وطن او ناموس پلورونکو ډلو او خپل نظامی آخرین طاقت په زور د طالبانو حکومت نسکور او پر ځای یی صهیونیزم ته یو مزدور حکومت د قدرت په ګدی کیناوه٬ چی وروسته یی د ټول ټاکنو په تزویر دی حکومت ته قانونی بڼه وروبښله٬ څو هره فیصله یی د ملت فیصله وګڼل شی٬ چی بیا افغان ولس او نړیوالی ټولنی ته د انتقاد لار پاتی نشی.

امریکا د افغانستان له اشغال له پیله تر نن ورځی خپله هره غوښتنه په خپل مزدور حکومت بی له کوم قید او شرطه منلی ده٬ سره له دی چی کله ناکله به یی په لفظی مشاجرو د ملت پام په بله خوا اړاوه٬ خو بیا هم مزدور مزدور وی چی د بادار غوښتنو ته تسلیم وی.
ترننه پوری له غرب نه راوستل شوی مزدور خو د بادار هری فیصلی ته په تنها سر ټیټاوه او خپله د بی ننګۍ او مزدورۍ نه ډکه چوکۍ یی په پوره سپین سترګ توب ساتله او د نورو مقابله کوونکیو مزدورو ډلو ځواب یی هم د بادار په مټ په هسکه غاړه ورکاوه٬ خو اوس د بادار (امریکا) غوښتنه ډیره لوړه ده.

دایمی اډی او د خپلو عساکرو قضایی مصؤنیت.

هغه اډی چی د افغانستان د دایمی اشغال او د سیمی د هیوادونو لپاره لوی خطر ګڼل کیږی چی له دی سره به افغان ولس د امریکا لپاره د خپلو نږدی او لری ګاوندیانو د دښمنۍ په اور کی سوځی٬ د جنګ میدان به افغانستان وی او ګټی به یی امریکا ته ورځی. او هغه قضایی مصونیت چی امریکایی سر مستو عساکرو ته د افغان ولس په مال٬ سر٬ عزت او ناموس د هر تیری پوره آزادی وربښی.
(هر سخن جایی و هر نقطه مکانی دارد)
اوس راشئ تزویر ته وګورئ.

لیډران٬ ټول ټاکنی٬ اډی او قضایی مصونیت.

امریکا د دایمی اډو او قضایی مصونیت د سند لاسلیک کولو وړاندیز په داسی مناسب وخت کی ټینګ نیولی چی په سیاست ناپوه لیډران د ریاست جمهوری په ټول ټاکنو کی یو له بل سره مقابله کوی٬ چی د دی مقابلی له ګټلو لپاره د بادار مرسته یو حتمی شرط ګڼل کیږی.  

له دی مناسب وخت سره دا هم جوته خبره ده چی هر هغه مزدور چی بادار ته د ښه خدمت کولو سینه ووهی او په عمل کی یی ثابته کړی د بادار د تایید وړ ګرځی.

که چیرته وعده او عمل په مزدور کی نه وی د داسی مزدور په سر لاس را کاږل حماقت دی چی امریکا هیڅ کله هم د دومره لویو مصارفو او اهدافو باوجود د داسی حماقت مرتکب کیدای نشی.

خو بیا هم آفرین شه امریکا! چی خپل پخوانۍ مزدور کرزی دی د دی شرمونکی سند په امضا کولو کی تنها پرینښوده.

دا دی د انتخاباتو په نامه یی داسی تزویر ورته جوړ کړی چی هر کاندید لیډر د امریکا مرستي او هوکي ته پوره پوره ضرورت لري٬ د سند له امضا کولو سره مخالفت په اصل کی د جمهوری ریاست په ټول ټاکنو کی حتمی ناکامی ګڼل کیږی. اوس د قدرت لیونی کاندیدان په دوو کی حیران دی٬ ملک٬ دین٬ ناموس ‎٬ عزت او ولس خرڅ کړی او که بادار خپه کړی او له ننګین قدرت نه تیر شی (له داسی دو راهی سره دی الله جل جلاله هیڅ با عزته مومن نه مخامخ کوی) دا د امریکا هغه نا اعلان شوی کمپاین دی چی هر کاندید ورته له حیرانتیا نه په ډک حالت کی ګوته په غاښ نیولی.

هلته امریکا په ډاګه ناری وهی چی د سند د نه امضا کیدو په صورت کی به خپل ټول عسکر له افغانستان څخه وباسی او هر ډول کومکونه به بند کړی٬ هلته مزدور سردمداران د هغوی د نه موجودیت او اقتصادی کومک د بندیدو په صورت کی خپل ژوند په خطر کی وینی٬ اوس به څه کوی٬ فقط ځان ته نجات ورکړی او که دین٬ وطن ‎٬ ناموس٬ عزت او ولس خرڅ کړی.

خطرناکه دوراهی ده. داسی نه چی د مکی پر ځای ترکستان ته ولاړ شی. په دی حساس وقت کی ولس ته بیداری په کار ده. دا ټوله معامله فقط د څو کسو وطن پلورونکو د سر د نجات لپاره روانه ده٬ نه د افغان قوم د نجات لپاره.

ليډرانو:

تزویر او دسیسه د امریکا ده او امتحان الله جل جلاله در څخه اخلی٬ د امریکا له زور او قوت نه مه ویریږئ او د هغه زر او ډالر ته سترګی مه نیسئ بلکی هوشدار له دی تزویر او دو راهۍ نه په ځیرکتیا او شجاعت سره وتلای شی متوجه اوسئ د امریکا په ناراحتۍ کی د الله جل جلاله رضا او د ولس مخی ته سر لوړی ده.

په هر قیمت امریکا له افغانستان څخه وتونکی ده٬ بیا به تاسی په دنیا کی له خپل ولس سره او په آخرت کی له الله جل جلاله سره مخامخ کیږی او د دی حساب ورکونه به ډیره ګرانه شی.

همدی ته وایی د الله جل جلاله په لار کی جهاد او قربانی٬ په الله جل جلاله توکل وکړئ او حتی د خپلو وینو په قیمت د سند د امضا کیدو مخنیوی وکړئ او د یوه مسلمان افغان په صفت سرلوړي ژوند او له عزت سره مرګ او شهادت ته ترجیح ورکړئ او له مزدورۍ نه له ډک قدرت څخه د خپلی ایمانی جذبی او عزت النفس په لرلو سره تیر شئ.

که داسی نشوه نو هر وطن پلورونکی ته دا خبر دارۍ دی چی افغان مجاهد ولس به په دنیا کی او الله جل جلاله به په آخرت کی سخته سزا درکړی.

(قَالَ أَمَّا مَن ظَلَمَ فَسَوْفَ نُعَذِّبُهُ ثُمَّ يُرَدُّ إِلَى رَبِّهِ فَيُعَذِّبُهُ عَذَابًا نُّكْرًا- وَأَمَّا مَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَلَهُ جَزَاء الْحُسْنَى وَسَنَقُولُ لَهُ مِنْ أَمْرِنَا يُسْرًا) سورت کهف آیه 87 او 88.

نویسنده: ساجد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x