دیني، سیرت او تاریخ

د شریعت او قانون ترمنځ طبیعی اختلاف

لیکوال: شهید عبدالقادر عوده
ژباړن: مولوي محمد یونس خالص رحمه الله

موږ چې د شریعت او قانون د راپیدا کیدو منشاوې تاسو ته عرض کړې نو اوس د دې حق لرو چې ووایو شریعت ، قانون ته هېڅ کوم ورته والی نه لري او د شریعت طبیعت د قانون له طبیعت څخه پوره، پوره بېل او جلا دی او که شریعت هم د قانون په څېر وای، نو نه به  یې موجوده شکل بروز کاوه او نه به په هغه شان منځته راته لکه موږ چې بیان کړو. او ارومرو به د قانون په څېر لومړۍ یوشان راته بیا به یې د ټولنو د ضروریاتو په سیوري کې تطور کاوه او هغه نوي نظریات به یې لا له پخوا خلکو ته نه وړاندې کول کوم چې قوانینو خورا وروسته وموندل، بلکې لا په زرګونو کلونو وروسته به ورسره اشنا شوي وای.

دا چې اسلامي شریعت له یوې خوا په هغو نظریاتو مشتمل دی، چې وروسته یې ګټې معلومیږي او له بلې خوا د کوم تطور او بدلون امکان نه لري، پخپله دا اثبات ته رسوي، چې شریعت او قانون سره طبیعي بېلتون لري او یو بل ته ورته نه دي.

د قانون په ایښودلو کې د اسلامي شریعت لاره

اسلامي شریعت خو په اصل کې د دې لپاره راغلی، چې خلک په هر حال کې محکوم کړي او خلک یې په ټولو شئوناتو او کارونو کې فیصله کوونکی او اصلي مرجع وګڼي، خو سره له دې لکه څنګه چې نن سبا وضعي قانون روان دی او په هره وړه او غټه معامله کې مفصل حکم ورکوي، اسلامي شریعت برخلاف په هره جزیي او فرعي مسئله کې تفصیلي نصوص نه دي رالیږلي، د دې وجه دا ده چې  اسلامي شریعت له دې کبله چې د کمال او لوړتیا صفتونه لري، باید وړه او غټه معامله یوه هم بې اعتناء پرېنږدي او په هره موضوع کې باید ورڅخه پوره استفاده وشي او له دې کبله چې دوام لري او بیا لاس وهلو ته موقع نه ورکوي، باید داسې کُلي او عمومي قواعد منځته راوړي، چې د هرې زمانې او هر ځای خلک یې په سیوري کې یو نېکمرغه ژوندانه روان شي او عدالت، مساوات او همدردي یې بالاثر منځته راشي، نو له دې کبله اسلامي شریعت داسې عمومي مبادي او نظریات منځته راوړي، چې د پوهې خاوندان او اولوالام  کولای شي هر وخت او په هر ځای کې د هرې وړې او غټې پېښې د سمون او تنظیم لپاره له هغو عمومي قواعدو څخه کار  واخلي او هېڅکله هم یوه اسلامي اجتماع د تقنین په برخه کې کوم بل قانون ته اړتیا نه پیدا کیږي.

نور بیا..

کمپوز: عزت الله شرافت

کتاب: اسلام د ضعیفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو ترمنځ (چاپ ۱۹۷۷) (ټولي برخي)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x