دیني، سیرت او تاریخ

هغه اساسي میزان چې شریعت له قانون څخه بېلوي

لیکوال: شهید عبدالقادر عوده
ژباړن: مولوي محمد یونس خالص رحمه الله

موږ کولای شو له خپلو تېرو ویناؤ څخه په لنډه توګه دا خبره وکړو، چې اسلامي شریعت له قانون څخه په درې اساسي ممیزاتو ممتاز دی:

۱-پوره والی: اسلامي شریعت له دې کبله چې د اسلامي ټولنې د ضروریاتو د پوره کولو لپاره یې هغه مبادي او نظریات په پوره او کامله توګه منځته راوستي، چې د حال او استقبال دواړو د سعادت ذمه واري کوي او کوم تطور او لاس وهلو ته ضرورت نه لري. د وضعي قانون په نسبت یو غټ امتیاز لري، او اسلامي ټولنه د تقنین لپاره له کوم داسې مشکلاتو سره نه مخامخ کیږي، لکه د وضعي قانون پیروان چې ورسره هره ګړۍ مخامخ کیږي.

۲-لوړتیا: د اسلامي شریعت مبادي او نظریات هومره عالي او په لوړه پیمانه ایښودل شوي، څومره چې بشري اجتماع لوړه او پرمخ ولاړه شي، بیا هم داسې نه شي کیدای، چې دغه نظریات او مبادي د دوی د سویو څخه ښکته پاتې شي او ضروریات ورته ونه لري، بلکې د تل لپاره اجتماع د هغو مبادیو ته اړتیا لري، چې شریعت منځته راوړي وي.

۳-دوام: اسلامي شریعت په وضعي قانون دا امتیاز لري، چې هرڅومره کلونه او زمانې تېرې شي، کوم تغییر او بدلون پکې نه شي راتلای او نه لاس وهلو او تعدیل ته ضرورت لري، او سره له دې هم د هر وخت او هر ځای د ټولنې د تنظیم او پرمختګ لپاره کفایت کوي.

نور بیا..

کمپوز: عزت الله شرافت

کتاب: اسلام د ضعیفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو ترمنځ (چاپ ۱۹۷۷) (ټولي برخي)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x