د اروپا څخه د افغان کډوالو د بیرته ستنولو پر ضد مظاهرې وشوې

وزير ځدراڼ/ جرمني مونشن

د جرمني په هامبورگ ، شتوتګارت ښارونو کې او هم دسويډن په استکهلم اونورو ښارونو کي زرګونو افغان کډوالو لاريون وکړ. تېره ورځ  زرګونو  افغان کډوالو افغانستان ته د کډوالو د په زور ستنولو په برخه کې د جرمني او افغانستان همده شان د نورو اروپايي هيوادو موافقې پر ضد مظاهره وکړه.

د اګست په ۲۹مه د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکي چارو وزارت ويلي وو چې له اروپایي هېوادونو سره د کډوالو د بېرته راستنولو په برخه کې په یوه موافقه کار کوي.

چي وروسته يي دغه موافقه افغان دولت  لاسليک کړه او د دي موافقي له مخي به افغان کډوال شړل کيږي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وړاندیز کړی چې هره اونۍ دې د هغو افغان کډوالو پنځوس تنه کابل ته راستانه شي چې جرمني او نورو اروپايي هيوادو يي د پناه اخیستنې وړاندیزونه رد کړي دي.

د مظاهرې ګډونوال د افغانستان د حکومت له خوا د یادې موافقې منل ردوي.

دلاريون يو ګډونوال وويل :

نه پوهيږم چي دغه کډوال بيرته غواړي دوی چيرته مقرروي او څه پري کوي پدي نن سبا حالتو کې چي دهيواد په ګوټ ګوت کې جګړه روانه ده او همداسي زور اخلي او خپله په هيواد کي په لکونو کډوال دي هغوی دې سرپناه ځای نلري هغه چي له ګونډيوهيوادو راځي هغه خو هسي هم تباه دي ځای نه ورکوي صحي سيستم ،سرپناه او هيڅ ورته نه راسيږي دوی بيا له دې ځايه ګډوال غواړي چي هلته يي چړي  لاندي کړي.

چيرته دی امنيت دارګ په په دروازه کې جګړه روانه ده او دوی په زغروالو ګاډيو او زغروالو ديوالونو کي ځانونه ساتي امنيت دي ته وايي چي دي ځان امنيت نشي نيولی بيا به دي کډوالو امنيت چيرته ونيسي.

کډوال يي ټول په رواني ناروغی اخته کړي دي ډېر تر فشار لاندي دي .

تر دې مخکې هم د جرمني په مونشن ښار، بوخوم او شتوتګارت ښار او هم نورو اروپا يي هيواد کې افغانستان ته په زوره د کډوالو د را شړلو پر ضد مظاهرې شوي وې چې ګډونوالو یې جګړه ځپلي افغانستان ته چې د زېربناوو په شمول ډېر څه یې له لاسه ورکړي دي بېرته راتګ د نه منلو وړ ښودلي وو.

جرمني او نورو اروپایي هېوادونو ته تللي کډوال افغانان د افغانستان له حکومت څخه غوښتنه کوي چې له جرمني او نورو هېوادونو سره دې داسې موافقه لغوه کړي چې افغانان په زوره بېرته جګړه ځپلي افغانستان ته راستانه کړي. هغوی وایي چې که د افغانستان حکومت د افغانانو په هکله ډېره اندېښنه لري له پاکستان او ایران څخه د راستنو شویو او راستنېدونکیو افغانانو له پاره دې د بیامېشتېدنې اسانتیاوې برابرې کړي.‌ همده شان په کور دننه زيات کډوال دي هغوی د سرپناه ځای نلري.

europa-kadwal europa-kadwal3 europa-kadwal2 europa-kadwal1

نن ټکی اسیا ته رالیږل شوی خبر

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د