نړۍ

امریکايي سناتور: امنيتي تړون باید راتلونکي حکومت سره لاسلیک شي

 carl-levinیو مخور امریکايي سناتور کارل لیون د اوباما ادارې ته مشوره ورکړې چې موږ باید تر راتلونکي حکومته انتظار وکړو، څو ورسره امنيتي تړون لاسلیک کړو.

د متحده ایالاتو د مشرانو د جرګې غړي او په سنا کې د پوځي کميټې مشر کارل لیون نن امريکايي ولسمشر باراک اوباما ته مشوره ور کړې چې موږ باید افغانستان کې تر راتلونکو ټاکنو انتظار وکړو تر څو دغه امنيتي تړون له راتلونکي ولسمشر سره لاسلیک کړو. رويټرز خبري اژانس د کارل لیون له قوله ليکي چې را تلونکی ولسمشر چې هر څوک وي، تر کرزي به زیات مخلص او د امنيتي تړونپه اړه جدي وي.

افغان ولسمشر حامد کرزی ټينګار کوي چې، تر څو چې امريکایانو دا ډاډ نه وي ورکړی چې د افغانانو پر کورونو بر شپنيز بریدونه نه کوي او افغانان به په خپلو کورونو کې نه وژني؛ تر هغو به افغان حکومت دا تړون لاسلیک نه کړي.
د یادونې وړ ده چې طالبانو هم د ولسمشر د دغه اقدام مشروط حمایت کړی او ويلي يې دي چې د بهرنیانو وتل افغاني تفاهم ته لاره هوارولی شي.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x