افغانستان

دفاع وزارت: که مو د مخالفینو ډرون الوتکي ولیدې، له منځه به یې یوسو

نن ټکی اسیا (یکشنبه ، لړم ۲ ۱۳۹۵ل): د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو ډرون الوتکي او کامرې ددوی ځواکونو ته هیڅ ګواښ نه شي متوجه کولای او که یې ولیدلي نو له منځه به یې یوسي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې له تېرو ۱۸ میاشتو راهیسي د هدفونو معلومولو او بیا بریدونو پر مهال له دغه ډول کامرو څخه کار اخلي.

دوه ورځي وړاندې طالبانو یوه ویډیو خپره کړه چې په هغه کې د ناوې ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ د برید تر مخه او وروسته عکاسي د ډرون الوتکي په واسطه شوې وه.

په دغه ویډیو کې داسي ښکاري چې لومړی د امنیه قومندانۍ نقشه د کامرې په واسطه په پوره دقت سره اخیستل شوې او بیا سرتیري بریدګر ته ور فهمول شوې او له هغه وروسته د خپل هدف په لوري لیږل شوی.

په ویډیو کې ښکاري چې سرتیری بریدګر د امنیه قومندانۍ په شاوخوا کې په ډېر مهارت سره تر خپل هدف ځان رسوي او خپل موټر ته چاودنه ورکوي.

د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې طالبان خپل پر وروستیو ناکامیو د پردې اچوني په خاطر داسي ګنګوسي او اوازې خپروي، چې ګواکي دوی له پرمختللي ټیکنالوژي او ډرون کامرو څخه کار اخلي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ددوی محاربوي قطعاتو تر اوسه دغه ډول کامرې په خپلو سترګو نه دي لیدلي، او نه یې هم کوم خطر ځیني احساس کړی دی.

او زیاته کړې: ددغه کامرو قیمت ډیر کم دی، د الوتلو توان یې ډیر کم دی، په عادي وسلو نسکوریدای شي، ځکه نو امنیتي ځواکونو ته هیڅ راز تهدید نه شي جوړیدای، بلکي مخالفین غواړي چې ددغه کامرو په واسطه د خپلو جنګیالیو مورال اوچت کړي.

که څه هم دفاع وزارت دغه الوتکي د امنیتي ځواکونو لپاره بې ضرره بللي خو د کورنیو چارو وزارت له ډېر وخته په افغانستان کې پر تلویزوني شبکو او ژورنالیستانو بندیز لګولی چې له دغه ټیکنالوژي څخه کار نه شي اخیستی ځکه چې امنیتي ستونزي ځیني را منځته کیدای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوفان طوطاخیل

ورته وایه خطر نو څرنګه نه لري ته هغه ویډیو وګوره چې طالبانو څرنګه خپل هدف ورباندي نښانی کړی ، ان شاء الله چې په کابل کې به یې هم درباندي استعمال کړي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x