نظــر

تورې دې لالا وهي … نوڼـۍ دې عـبد الله وهي «دوهمه برخه»

ډاکتر رحمت ربی ځـیـرکیار

دوهمه برخه

zirakyar1234@yahoo.com     21/10/2016=30 Tala 1395

 

بـې جـبه خانې او بـې خـزانې غـوڼـډ مــشـر

 یارمحّمد خان وزیری چې هغه مهال غـوڼـډمشر و، د امان الله خان په غوښتنه د وزیرستان په لـور پـیاده  ځانـله وخوځید(۱۵ حمل ۱۳۰۸لمریز) [۴ اپریل ۱۹۲۹] او ۷ ورځې وروسته(د حمل په ۲۲، ۱۳۰۸) [۱۱ اپریل ۱۹۲۹]یې د امان الله خان پیغامونه ورسول. د وزیرستان مشران په دې آند وو چې افغانستان او وزیرستان د خپلې بقا لپاره یو بل ته اړ دي. د  وزیرستان د  مشرانو په اتفاق، یارمحّمد خان وزیری د ژغورنې (نجات) د لښکر «جرنیل» [جنرال] وټاکل شو.

د وزيــرستــان نږدې شـپـږ زره  لښکر اورګــون ته ورسید چې د بچه سقاو په ضد په غـزني کې وجنګــیـږي. خـو مخکې لـه دې چې غــزني تـه ورسـیـږي، خبـر شول چې هلـته د امــان الله خان کـنـدهاري لښکر ماتې خوړلې وه او بیرته کندهار ته ستون شوی و. د وزیرو لښـکر هم د ۱۳۰۸ پـاس سند د وزیرستان د مشرانو له خوا د جنرال یار محّمد خان وزیري کومانده او مشري تصـدیقـوي لمریز د ثور په ۴[۲۴ اپریل ۱۹۲۹] د وزیرستان برمل ته ستون شو.  محّمـدنـادرخان چې د ۱۳۰۷ لمریز د حـوت [مارچ ۱۹۲۹] په میاشت کې له فرانس نه پیښور ته راسـتــون شوی و، له هغه ځایه یې ځان پکتیا ته رسولی و. دوه وروڼه یې ( کرنیل شاه ولیخان او کرنیل شاه محمود خان) په پکتیا کې ورسره وو چې هلته ولس د بچه سقاو په ضد راټول کړي. په ننګرهار کې هم محّمد ګل مـومند او سردار محّمد هاشم خان دغه هدف ته د رسیدلو لپاره ملا تړلې وه. خـو د دوی ټـولو هڅو کومه نتیجه ورنکړه ځکه چې د ولس مشران د بچه سقاو پلویان وو.

د مسیدو او وزیر د لښکر بیا را غـوڼـډول

جنرال  وزیری  دې پایلې ته ورسید چې بیا دې د مسیدو او وزیرو لښکر راغـونـډ کړي او سقاوي دې پای ته ورسوي. «سپه سالار محّمد نادرخان او د هغه سره مل وروڼو د څلور میاشتو په مد ت کې څلــور سـوه افراد په درست جنوبي[اوسنی پکتیا او پکتیکا] کې هم نه وو په څنګ کې درولي‎»، او د سقاویانو د مخ په زیــاتیــدونکي  شمیـر له امله  له« یوې سیمې څخه بلې سیمې ته په مڼډه او فرارکې  وو.» جنرال وزیری په بـرمل کې د قومي مشرانو سره پریکړه وکړه او دا ځل د شـپـږنیم زره لښکر سره پکتیا ته ننوت، په دې پلان چې لومړی به د اورګون چوڼۍ وهي او بیا به د کابل په لوري خوځیـږي. د وزیرو او مسیدو لښکر  د ۱۳۰۸ لمریز د جوزا په لومړئ نیټه[۲۲ می ۱۹۲۹] اورګون ته ورسید او خپل کمپ یې د اورګون نظامي کلا(مــوڼـډې) ته نـږدې

وواهــه. سقاوي غوڼـډ مشر عبدالغیاث خان کوهدامنی او کڼـډک  مشر میرحسن خان چندولی ځانــونه د وزیـرو او مسیدو کمپ ته تسلیم کړل، او د وزیرستان مشرانو ورســره په غـیـږ ستړي مشي  وکړل او په عزت يې رخصت کړل.

نادرخان د ځاځیــو په علـیخــیلو کې اړولــي وو. جـنــرال یارمحّمد خان وزیری ورته لیک ولیـږه چې د امان الله خان د بیا راوستــلو لپاره ورســره د کابـل په لـوری وخـوځیـږي. خو جـواب یې «پــه څـټ را نغــی.»( مخونه ۲۱۶تر  ۲۲۵). جنرال وزیري شپـږنیم زره  تکړه سرتیري لرل، او وسله او خوراک یې په اورګون کې له موڼـډې کلا نه لاســته راوړي وو. خو نــادرخان او وروڼو یې نه سرتیري لرل، نه یې وسلې لرلې او نه یې پیسې لـرلې چـې د جــنګ سړي او وسلې پـرې راونیسي.  هغوی د ځاځیو په علیخیلو کې هم ارام نه وو ځکه چــې په خــوست او څـمکــنیـو کې د ســقاویــانو د ګـواښ ســره مخامــخ وو. پــــه دغـســې شرایطو کې نادرخان او وروڼه یې مجبور وو چې د لیکوال جنرال یارمحّمد خان وزیری کومانــدې ته تن کښیـږدي. پـه دغه موسم کې پکتیا په داسې کوچیانو ډکه وه چې د سقاوۍ پلویان وو.

محّمـد نادرخان د لـوګر د کــولانګار د حــاجي نواب خان  او له پنجاب نه افغانستان ته  د راغـلي  الله نواز خان په لاس، د وزیرو او مسیدود لښکر کوماندان (جنرال یارمحّمد خان وزیري) ته داسې لیک ورولـیـږه: «عزیزانو! د وزیرو او مســودو[مسیدو] غــیورو مشرانو، ستاسې میـړانه او شجاعــت د خپلواکۍ په جګړه کې  راته څرګند شوي دي. نن بیا همغه د میـړانې اوغیرت ګيڼـټه ده. اعلیحضرت  غازي امان الله خان د یوه سارق او کـوتاه طـریق له لاسه خارج ته فــرار کړی دی. د هیواد هــره بر خه د بې اتفاقۍ په اور کې سوځیـږي. افغـاني ننــګ او غیــرت داتــقاضــا زمــوږ ټــولــو څخه کـوي : چې پــه اتــفاق او اتحاد سره وطن ته د روانې فتنې نه نجات ورکــړو. محمد نــادر»  – مخونه ۲۳۹-۲۳۸

د نـاهـیلي محّمد نادرخان سره ګـډه نـقـشه جوړول

د خــــوست او ځاځیـو په منځ کې څمکني میشت وو. هلته سقاویان د ملک میراکبر او مغل خان د مشرۍ لاندې برلاسي وو. خو بې له جنګه د لیکوال جنرال وزیري  پیغام ته تسلیم شول،ځــکه دوی دواړه د خــوستـي ســقاویــانو په کــلکه ماتې خبــر وو.  د ۱۳۴۸هـق د ربــیع الثانی په ۲۰[۲۵ سپتمبر ۱۹۲۹=۳ مــیزان ۱۳۰۸] د ژغــورنې لښکــر د ځاځــیو عــلیخیــلو تــه ورسیــد او هلـته ورتــه محّمــدنادرخان په «افــغاني جامه» کې له چاوڼۍ نه بهر راوتـلی و او د ټولو

پاس هغه لیک دی چې  سپه سالارمحّمد نادر خان په ځاځیو کې جنرال یار محّمد خان وزیري ته ورکړی و

مشرانو سره یې پـه غـیـږ روغـبـړ وکړ.  د ځاځــیو «غیرتي مشرانو»(حاجی جـانخان، سیدخان، سربلــندخان اولـیـپت خــان) د جــنرال یارمحّمد خان وزیري هیله ومنله چې: تـرهغه مهاله بــه دغــه مشـران او ولــس پـه وارســره « زمــوږ[ د وزیـرو، مسیدو، دوړو او تـڼـیو د لښکـر] ټـیکــله[ خواړه] بـرابـروی » او دغــو «میـړنیـو مشـرانـو پـه وریـنـه ټـڼـډه سـره زمـا[جنـرال وزیري] غــوښتنه ومـنلــه». د ماښام له لمانځه نه وروستـه، نادرخان خپل استوګنځای ته ستون شو، او د ماخوستن له لمانځه نـه وروسته یې جنګي مشـرانو ته بلنــه ور کړه چې جرګه ورسره وکړي. هغوی ورغلل، او پــه استوګنځای(چوڼۍ) کې محّمـد نـادرخان «زموږ دهـرکلي لپاره لاس پر نامه ولاړ و».  په دغــه غوڼـډه کې مشرانو «پوره درک کـړه» چې محّــمد نادرخان «څــومره ناهـیلی» [نــا  امـیــده] و.

د محّمد نـادرخان سره د امـان الله خان لپاره تـړون لاسلیک کول

د مشرانو په وکالت لـیکوال جنرال یارمحّمد خان وزیـري چې د ژغـورنې د جګـړې کوماندان و، محّمـد نـادرخان ته داسې وویــل:«سـپاه سالار صاحب! دا نـنګـیالي او جنګیالي …خاص د اعلی

حـضرت غازي امان الله خان د هغــه فـرمان په اعتبار راغـوڼـډ شوي دي چې د ۱۳۰۸د حمل په دولسمه نیټه[۱ اپـریل ۱۹۲۹] په شاجـوی کې مالــره وزیـر صاحب عــبدالا حـد خان [مایار] سپارلی و»(۲۵۷-۲۵۰مخونه).

له دې وینا وروســتـه، عـبــد الله خان  مداخــیل د مــلک زنــګـي خان مــداخـیل ورور وویل: «ســپاه سـالار صـاحب!…[لیکـوال جنرال  یارمحّمد وزیري او د ژغورنې د جګړې کوماندان]هغه څه بیان کړه چې موږمشرانو عــهد او پیــمان پــرې کـړی دی». غوڼډه په دې پریکړه پای ته ورسیده چې «سبا به جرګه کوو». سبا د ربــیع الـثــاني په ۲۱/ ۱۳۴۸هــق [۲۶ سپتمــبر ۱۹۲۹=۴ میزان ۱۳۰۸لمریز] په جــرګه کــې د ژغـــورنې د جګــړې مــشرانـو او محّمد نادرخان ۱۵ پـریکړې ومنلې چې دوه یــې دادي: (۱) د هـیواد په ژغورنې ورپسې دې واکمني امان الله خان ته  یا دې د ده د کورنۍ کوم بل غــړي تـه ور وسپارله شي؛ (۲) د امان الله خان تر راتـګ پورې به محّمد نادرخان د واکمنۍ کـفیل وي.

ورپسې محمد نادر خان «زموږ سره په قرآن لاسلیک وکړ چې د جــرګې ټــولــو پــریکړو… ته بــه غــاړه ږدي» . ،او د ځدراڼو او منګلو ۱۵۰ تنه جنګیالي د خــپلو مشرانو [زمرک خان ځدراڼ او زلمي خان منګل] سره په علی خیلو کې  «پاتي شول».

مـحّـمــد ګل مـومـنـد د غلواکۍ په جګړه کې او د انــیس پـــه کــتاب کې

Facebook.com/wazeermuhammadgulkhan.baba/

۶ نمره: وزیـر محّمـدګل مومند دی

علی احمد خان د  امان الله خان د حکومت له ړنګیدلو وړاندې، مشرقي (اوسني ننګر هار) ته تللی و او هلته یې د امان الله خان د واکمنۍ په راپـرزیدلو سره د خپلې واکمنۍ اعلان وکړ. خو« دو نفـر از منصبداران مهم و با نفوذ مشرقی بود که علی احمدخان را از سلطنت طلبی میخواستند مانع آیند.»(محی الدین انیس، بحران و نجات). دلیل یې داو چې که سلطنت د ولس په رضا او اتفاق رامنځته نشي، کړکیچ  او کورنئ  جګړه به نور هـم و غځیـږي:  د مشرقي د قواو کوماندان محّـمد ګـل مومـند او کڼـډ ک مشر سـیـد حسن خان ورته وویل چې اوس د بیعت اخیستلو وخت نه دی، بلکې «لـومړی باید هیـواد نجات ومـومي.» خو علي احمد خان  د هغـوی دواړو سره لاس په ګریوان شو، او د خپلـو عسکري وسایلو سره د کابل په لـوري وخوځید. خو په لار کې ورته هاشم خیلو ماتې ورکړه او وسلې یې ورنه راغـوڼـډې کـړې. «ایـن حادثه  تا یک اندازه علی احمد خان را به خوف و مأ یوسیت انداخت.» د علی احمد خان د بې باکۍ لـه امـله د جلال آباد ښار ګـډ وډ شو. په مشرقي کې دوه ډلې رامنځته شوې:(۱) یوه   د سـقـاوي تـبلیغـاتو ډله وه، او پـه مقابل کې یـې (۲) ډله چې چورلیـز یې فـرقـه مشرمحّمد ګل مـومنـد اوکرنیل محّمد حسن خان جــوړکړی و د و لس د جوړجاړي او یووالي خلک وو. دوی دواړو به قـومونه جـرګې ته رابلل. شینوارو د علی احمد خان «هست و بود چور و تاراج نمودند، مخصوصاَ قصه شراب نوشی علی احمد خان مهمتریـن عــلت تنفـر اقـوام از ایـشان بود.» [علی احمد خان  د باچا امان الله خان ساڼـډو (باجه) و اود نیمګړې خپلواکۍ په تړون کې هم د برخې خاوند و]. انـیس کاږي چې په هـــیــواد کې جــنګـونــه روان دي او قـومــونـه هم مطمئن نه دي چې څـه ډول پـریکړه وکـړي . دغــه مهـال محّــمد نـــادرخان د پښتـونخوا له لارې جنـوبی( اوسنئ پکتیا او پکتیکا)  ته راننـوځي. ۱۰۲-۹۸مخونه

دلته ما (ځیرکیار)ته انګریـز سیاسي مفکر تامیس هابس (۱۶۷۹-۱۵۸۸زییز) را په زړه شو چې په ۱۶۵۱کې یې په خپل کتاب« لیـویَـتـان» (غټ بحري ځناور= نهـنـګ) کې د انسانانو تریـخ ژونــد په طــبیعي حالت کې انځور کړی و. دغــه کتاب په انګــلستان کې د داخلي جـنګ پــه مهال(۱۶۵۱-۱۶۴۲) راوتلی و. دلته داخلي جنګ ته طبیعي حالت ویـل شوی دی چې په روانه ژبــه ورته ګـــډوډي هم ویلی شو. په طبـیعي حالت کې چې واکمن نه وي رامنځته شوی، «ژونـد سخت، وحشي او لڼـډ» وي او «ټـول د ټـولـو په ضد جنګـیـږي». دغه کـرغـیـړن حالت هغه مهـال پـای ته رسیـږي چې وګړي د طــبیعي حقـوقـو پــه بـیـه یـو تـړون (قـرار داد) رامـنځــته کـړي او ځـانونه یو واکمـن(سَورین) ته تسلــیم کـړي. په ساده ویــنا، « د ټــولو جنګ د ټـولـو په ضد» یعنې ( ګډ وډي ) د یوه کـلک مرکزي حکـومت لـه لارې له مـنځه تـللی شـي!

په جنوبي(پکتیا او پکتیکا) کې د ګردیـز خلک د نورو خلکو سره مخالف وو. ډزې ډوزې هـرې خوا روانې وې. خو هیڅوک نه پوهیدل چې څوک د څه لپاره او د چا په ضد جنګیـږي. بدګمانۍ ډیرې وې ، خاصتا د محّمد صدیق خان فرقه مشر په اکله. د غې وضعې  د سپه سالار نادرخان په نقشې چې د قومونو په یووالي راچاپیره وه  هم یو څه منفي اغیـز وکړ. منګلو او ځدراڼو ځانونه له اتحاد نه څڼډې ته کړل. ګردیـزیانو د ګردیز د ادارې لپاره عبد الغنی خان د لعل ګل ځوی د ملکي ادارې لپاره اوسید محّمدخان د نظامي ادارې لپاره غـوره کړل:مخونه ۱۲۳،۱۵۵تر ۱۵۷

د لمریـز ۱۳۰۸د وري/حمل په ۳۰(۱۹ اپریل ۱۹۲۹=۹ ذولقاعده  ۱۳۴۷)یوه مهمه تاریخي پیښه دا وه چې د شرقي(ننګـرهار) له سیمې نه یو ۱۳۰ کسیـزه «وفـد»(جرګه،هیئت) د جنوبي قـومونو سره د مذاکرې لپاره راورسید. د دغه وفـد مشر «یا موکل عمومی اقـوام علاوه بر این نماینده ها، آقای محمد ګل خان مهمند بودند. سردار والا سپه سالار صاحب[ محّمد نادرخان] برای استـقـبال وفـد چـند قدمی بیرون قـلعه بر آمدند»، «شکـریهٔ ایـن استـقبال و ایرادیه ای را از طرف عموم مشرقی و نماینده های آنها، جناب محّمد ګل خان [مـومنـد] نمودند.» په شپه کې د مشرقي هیئت یوه «لایحه» (مرامنامه) چې د مشرقي د ولس مفکوره پکې منعکسه شوې وه، د جنوبی ولس سره  د مذاکرې لپاره شریکه کړه. په دغه لایحه کې د مشرقي د ولس دریځ خوندي شوی و، او په کې  د امان الله خان افـراطي کارونو، او نورو موضوعګانو ته  لکه د بچه سقاو عیبونو او د واکمنۍ غصب ته  ګوته نیول شوې وه. پـه دې پسې یې،  خپله «غوڅه پریکړه» څرګنده کړه چې «باید صورت ایـن نارضائی خود را بـا امضاآت عموم اهالی مشرقی و جنوبی برای بچه سقـو بفرستیم تا به موجب این اخطار، بایـد از سلطنت بر طرف شده مسئلـهٔ ‎ پادشاهی را برای انتخابات عمومی واګذارشود. اګر بلفعل این اخطار را قبول نکرد ما اقوام بالاتفاق هیچ استراحت وبه هیچ مشاغل حیاتی متوجه نخواهیم شد تا زمانیکه این شخص غاصب و سافـل را با عموم طرفـداران اصلی او به قصاص اصرار و تـباهی وطن که موجب شده اند،نرسانیم وچون هیچ حرکت اجماعی بدون از داشتن یک زعیم و قائد یا پیشوا به انجام رسیده نمیـتواند، از آنرو ما عموماَ زعامت و پیشوائی سردار سپه سالار صاحب[محّمد نادرخان] را که تا امروز در صحنهٔ وطن مظهر خیلی احساسات خیرخواهانه  و همیشه در اجراآت وعملیات خویش نمونهء بزرګ اعـتدال و دور اندیشی  بوده، تعهد می کنیم که فرداَ و کلاَ در زیر نـقـشه و هدایت شان بوده تا اینکه به مطالب خویش نائل بیائیم.» محی الدین انیس زیاتوي چې دغه پروګرام (مرامنامه) «ازطرف عموم کسانی که درین مجلس بودند که غالباَ از خوانین و کلان شوندګان جــنوبی هستــند به خیلی تأیــید  وتصـدیق تــلقـی شــد. ګویا این حسن تلقی نشان میداد که آمدن وفـد مشرقی برای فردا تاثیر خود را کماهـو حقه خواهد کرد.» نــور قــومــونه به چې راتلل(۱ثور ۱۳۰۸= ۲۱ اپریل ۱۹۲۹= ۱۱ ذولقاعده ۱۳۴۷ سپوږمیز) ، همغه د مشرقي پـریکړه به ور ته لوستل کیدله او «عموماَ» به هغوی منله او لاسلیک کوله.  د دغې پریکړې خبر زرمټـو او کټوازیانو ته چې سلیمانخیل وو  واستول شو. خو هغوی په دې ودریـدل چې امان الله خان دې له افــغــانستان نه ووځي، او ورپــسې که بـچه سقــاو د واکمنۍ وړتــیا ونــلري،بله لار دې ولټـوله شي[په  سلیمانخیلوکې حضرت مجددي ډیـر نفـوذ لاره]. انیس: ۱۵۹ تر ۱۶۱ مخونه

محی الدین انیس په خپل  «بحران و نجات» نومې کتاب کې بچه سقاو ته یو ځل «سقـو بچـه» ویلی دی(۹۱ مخ) او څو ځلې  یې «سـقـوزاده»: ۶۷تر ۶۹، ۲۲۳ او ۲۳۶ مخونه

*  Thomas  Hobbes (1588-1679) English political philosopher

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم سادات

مسلمانانو ته الله (ج) بعد له سختو امتحاناتو خامخا بری ور په نصیب کوی . تاسی وګوری چی دلته اوس د فری میسن ښی لاس له کیڼ لاس سره په جنګ دی . د انګریز د چوپړیانو د یوی ډلی له بلی ډلی سره د نوم او شهرت پر سر جنګ دی . دا پداسی حال چی دواړه لوری د یوه انګریز او غرب په چوپړ کی دی . خو ښه خبره یی داده چی ددوی په خپلمنځی ناندرذیو کی هغه واقعیتونه رابرسیره کیږی کوم چی موږ کلونه خلکو ته بیانول او اوس دوی زموږ پر خبرو د تایید مهر… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x