شعـــــرونه

زندګي !!! عبدالمجيد نقيبي

 عبدالمجید ” نقیبي”

هم خـوږه ده هم ترخه ده زندګي
بدلیدونکې ورځ اوشپه ده زندګي

له ازلــه! لیکل شــوي هـر تقدیر
دچا لنډ ! دچــا اوږده ده زندګي

هڅه وکړه ښه داستان ته شه جوګه
د هر چا ځانته قصه ده زندګي

تل پام ساته بس اصلي مقصد لره
لآتر څــو چې درســره ده زندګي

تل ښایسته شي بس په مینه ، محبت
غیرلــه مینې نه خومړه ده زندګي

بس تلاش دی منډه منډه رنګ په رنګ
دعقــبا دخــیز تخته ده زنــدګي

دهرچــا لره دوړلو هــرڅه شته
داسې لــویه خــزانــه ده زندګي

دی عــاجزه دنقیب دقــلم رنګ
ډیــر مغلقه فلسفه ده زنــدګي

——————————

عبدالمجید ” نقیبي”

داکتوبر ۱۵ کال ۲۰۱۶

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x