شعـــــرونه

غزل/ فتحان حنفي

فتحان حنفي

چې مي سترګي د اشنا په لوري ګوري
داسي کله د بل چا په لوري ګوري

کاش که یو ځلي دې خواته نظر وکړې
سترګي ډکي مي دا ستا په لوري ګوري

ستا د کلي د دیدن په ارمان ژاړي
ستا د سیمي د ښکلا په لوري ګوري

ها چې سترګو د زړګي ته یخ سکون دی
د هم هغه مجتبا په لوري ګوري

هغه سترګي دي له ؤره په امان وي
چې په عشق د مصطفا په لوري ګوري

اې فتحانه تر هغو سترګو قربان شم
چې مدام به د خضرا په لوري ګوري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x