دیني، سیرت او تاریخ

نیلسن منډیلا !

nelson-mandela-004جنت ته به يواځي مسلمان داخلیږې، کوم کافر چې ښه کارونه کړې وي، له ظلم کرکه لري او له عدل سره مینه لري الله جل جلاله له هغه سره ظلم نه کوي، د دې ښو عملونو په بدل کې به په دنیا کې صحت، شهرت، مال او اولاد ورکوي.

عائشې رضی الله عنها رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: یارسول الله! ابن جدعان به خیراتونه کول او میلمه پال و، ایا دا به هغه ته په اخرت کې ګټه رسوي؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: نه داهغه ته ګټه نه رسوي، ځکه هغه یوه ورځ هم داسې ندې ویلي چې خدایه! دجزا په ورځ زما خطاوې وبښه.

دجاهلیت په زمانه کې داسي خلک تیر شوې دي چې هغوی ډیر سخیان او میړني وو لکه حاتم الطائي او عنتره.

اوداسي خلک هم وو چې خلک به یې د ژوندیو لوڼو له خښولو منعه کول.

 

دوی ته الله په دنیا کې دخپل ښه عمل بدله ورکوله.

نیلسن منډیلا ته مشهور عالم احمد دیدات رحمه الله په ښکاره دعوت ورکړی و او اسلام ته یې رابللی و، رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې: هر یهودي او عیسایي چې زما په اړه معلومات ترلاسه کړي او ایمان را نه وړي هغه به اور ته ځي.

څوک چې په منډیلا ویرنې او مرثیې لیکي په هغو نیوکې نه کوم او نه په دې اړه بحث او نیوکو ته اړتیا شته، یواځې دومره پوښتنه کوم چې ایا تاسو د جنوبي افریقا دکیپ ټاون اوسیدونکی شیخ عبدالله هارون پیژنئ؟

منډیلا د توکم پالنې پر خلاف هڅو لامله په بند کې ۲۷ کاله تیرکړې و خو شیخ عبدالله هارون رحمه الله دیرش کاله بندي شوی و او د توکم پالنې په تحریک کې وفات شو.

پخپله نیلسن منډیلا په خپل کتاب (دازادي له پاره اوږدې هڅې) کې د توکم پالنې پر خلاف د کیپ ټاون دمسلمانانو دهڅو اعتراف کړی ده او دا راز منډیلا دشیخ عبد الله هارون د قبر زیارت ته ورغلی دی.

دمنډیلا هڅې تاریخ ثبت کړې دي موږ یې انکار نه کوو خو د واک په مهال د غرب غیږې ته ولوید او د غرب کلتور ته یې د جنوبي افریقا دروازې پرانستلې.

د خدای بښلې احمد دیدات شاګرد عصام مدیر په ټویټر کې په خپله پاڼه باندې په دې اړه ډیر دقیق معلومات خپاره کړې دي، دی وایې زما استاد احمد دیدات له منډیلا سره د ملاقات په مهال هغه ته دقران ژباړه ورکړه او په ډیر ټینګار سره یې د اسلام بلنه ورکړه. خو هغه معذرت وغوښت.

موږ وویل چې منډیلا وروسته دلویدیځ غیږې ته ولوید او ځکه دلویدیځ میډیا په ټوله نړۍ کې وځلاوه، آن تردې پورې چې موږ نن سبا دجنوبي افریقا مسلمان مشران نه پیژنو، نه یې په مرګ اونه په ژوند خبر یو، اومنډیلا ټول پیژنو!!.

حامد افغان

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x