افغانستان

اجرائیه رئیس د طالبانو سره د مذاکراتو اړه ناخبري وښودله

نن ټکی اسیا (یکشنبه ، لړم ۲مه ۱۳۹۵ل): د ګډحکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله نن د رسنیو سره په یوه غونډه کې وویل چې په قطر کې د طالبانو سره د مذاکراتو په اړه هیڅ معلومات نه لري.

نوموړي وویل چې د افغانستان حکومت د طالبانو سره د خبرو اترو لپاره چمتو دی، او خپل نیت یې هم اعلان کړی خو تر اوسه دا نه ده څرګنده چې چیرته او څرنګه له هغوی سره خبري اتري وشي.

ډاکټر عبدالله ټینګار وکړ چې ګډحکومت د طالبانو سره خبرو ته هر وخت چمتو دی.

باید وویل شي چې څو ورځي وړاندي د ګارډین ورځپاڼي خبر ورکړ چې ګواکي د افغانستان د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزی قطر ته تللی او هلته یې د طالبانو د پخواني مشر ملا عبدالمنان او سیاسي دفتر د غړو سره په لویه سطحه دوه ځله ملاقات کړی.

طالبانو، د افغانستان حکومت او اوس عبدالله دغه خبر بې بنسټه وباله.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین نن ټکی اسیا ته وویل چې دغه خبرونه حقیقت نه لري.

بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم رسنیو ته په لیږلي خبرپاڼه کې ددغه خبرونو تردید وکړ او وې چې دوی که کله مذاکرات کول نو په ښکاره به یې کوي.

بل خوا د اشرف غني ویاند او د سولي عالي شورا یوه جګپوړي غړي ددغه خبرو اترو په اړه خپله ناخبري ښودلې او ویلي وه چې دوی د خبرو لپاره چمتو دي خو داچي داسي یو کار دی شوی وي ، دوی یې په اړه معلومات نه لري.

اجرائیه رئیس په ننۍ غونډه کې وویل: هر ډول خبري اتري چې په دې اړه وشي، مونږ او د سولي عالي شوار به پرې خبر یو، او کومه پریکړه چې کیږي، په هغه کې به د سولي عالي شورا مرکزي رول ولري.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close