
روزګان : چوره کي درنه جګړه روانه ده، طالبانو ۳۵ پوستې نیولي
نن ټکی اسیا (یکشنبه ، لړم ۲ ۱۳۹۵ل): د روزګان ولایت په چوره ولسوالۍ کي طالبانو ۳۵ پوستې نیولي او د ولسوالۍ په مرکز او پاتي پوستو درنه جګړه روانه ده .
د روزګان ولایت د چورې ولسوال عبدالمالک هم په ولسوالۍ کي د طالبانو له لوري پيل شوې درنه جګړه او د ۲۳ پوستو سقوط کېدل تائید کړي دي.
نوموړی زیاتوي چي دا مهال د ولسوالۍ د مرکز په ۱۰۰ مترۍ کي جګړه روانه ده، که تازه دمي ځواکونه را ونه رسېږي د ولسوالۍ مرکز به ژر سقوط وکړي.
د عبدالمالک له قوله په ټوله ولسوالۍ کي ۴۵ پوستې وې، چي د هغو له جملې څخه طالبانو ۳۳ پوستې نیولي دي او پاتي نوري ۱۲ پوستې هم د سقوط په حال کي دي.
همدا راز د روزګان ولایت د ولایتي شورا مشر عبدالکریم خادم زی وايي: چي طالبانو تېره شپه د دې ولایت په مرکز ترینکوټ کي د سجاول په نوم مهمه قرارګاه هم نیولې ده. د نوموړي له قوله په یاده قرارګاه کي د ملي اردو ۶ سرتیري وژل شوي ۹ ټپيان دي او نور نادرکه دي.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لېږل شوي خبرپآنه کي ویلي، د سجاول په قرارګاه کي يې ۱۱ تنه عسکر وژلي او د یادي قرارګاه د قومندان (شمیم) په ګډون يې ۱۲ عسکر ژوندي نیولي دي.
په خبر پاڼه کي زیاته شوي چي دوی په یاده قرارګاه کي یو رینجر موټر، ۲ شوبلې، ۶۰ میله امریکايي ټوپکونه، ۴ راکټونه، ۴ ثقیلان، ۲۵۰۰۰۰ مختلفي مرمۍ او ګڼ نورمهمات نیولي دي.
طالبانو د سجاول د قرارګاه ویډیو هم نشر کړې، په ویډیو کي نیول شوي عسکر او د دوۍ قومندان ښکاري، یاد عسکر وايي: چي قرارګاه کي ددوۍ ډیر کسان وژل شوي.
ویډیو کي نیول شوي عسکر او د دوۍ قومندان ضابط شمیم وايي طالبان ورسره نیک سلوک کوي.
یو بل نیول شوی عسکر په ویډیو کي د ملي اردو په نورو عسکرو هم غږ کوي چي نور د کفر لمن پرېږدي او له طالبانو سره یو ځای شي.
د حقمل په نوم د طالبان یو تن قومندان چي د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ د قطعې مسؤل دی او دا مهال له خپلي قطعې سره د روزګان جګړې ته راغلی وايي: چي دوۍ نیول شویو عسکرو سره د اسلامي شریعت مطابق ښه سلوک کوي.
حقمل زیاتوي چي په نیول شوي عسکرو کي ۳ تنه ټپیان ول دوی هغوی تداوي کړل او ډاکټران يې ورته موظف کړي دي چي په خپل وخت يې زخمونه پانسمان کړي .
د سجاول په قرارګاه کي د نیول شويو عسکرو ویډیو په لاندي لینک کي کتلای شئ :
سلامونه گرانو ملگروو زه عظیم الله قربان دی لوگر دی محمداغی ولسوالی نه یم دی نن تکی اسیا تولو کرکونکو ته او نور خو او لیدونکو ته سلامونه کوم