نظــرپیښې او دریځونه

د طیب آغا لیک چا او ولي رسنیز کړ؟

عبدالرحیم (ثاقب)
لیکوال او سیاسي شنونکی

د تیرې شنبې په ورځ ځینو خبري رسنیو د طالبانو د مشر تابه په نوم د طیب اغا یو لیک خپور کړ.

دا لیک چې په اتو مادو محتوي دی د اصلاحي غوښتنو ترڅنګ یو لړ داسې ادعاګانې هم ورکې ځای شوې چې که خپله ښاغلی طیب د مسؤلیت په حال کې وای نو هرومرو به یې د هغوی په ټینګه تردید کړی وای.

ښاغلی طیب اغا چې د طالبانو په تحریک کې د بانفوذه او مطرحو اشخاصو له جملې څخه ګڼل کیدو دا يي حق و چې د طالبانو د غورځنګ (اسلامي امارت) د بهبود او اصلاح لپاره یې خپلې سالمې غوښتنې، معقولې نیوکې او سازنده اصلاحات د یوه لیکلې وړاندیز او یاهم د مخامخ لیدو په ترڅ کې د طالبانو له مشر تابه سره مطرح کړی وای.

ځکه د طالبانو نظام چې ایجاد یې د مشورې، تفاهم او تناصح پر اساس شوی مشرتابه یې کله هم د خپلو افرادو د سالمو غوښتنو او اصلاحي انتقاداتو مخنیوی نه دی کړی؛ بلکې د طالبانو د تأسیسې مشر مرحوم ملا محمد عمر (مجاهد) له مشرتابه رانیولې د شهید ملا اختر محمد او بیا تر اوسني مشر شیخ مولوي هبة الله پوري هر یوه یې په وار وار سره د طالبانو له اهل نظر افرادو څخه د تحریک د اصلاح لپاره د سالمو وړاندیزونو، توصیو او مشورو غوښتنه کړې.

خو دا چې ولې دا د اصلاح غوښتنې لیک په ناندرییز لیک بدل شو؟

ولي او چا له رسنیو سره شریک کړ؟

د لیک د رسنیز کولو زماني مدلولات څه دی ؟

دا او ځیني نور هغه څه دې چې لاندې ورباندې بحث کیږي.

لیک چا رسنیز کړ؟

د طیب آغا یو نیږدي مشاور د نوموړي له خولې وايي چې یاد لیک یې خواوشا درې میاشتې وړاندې د طالبانو مشرتابه ته په خصوصي ډول یواځې د مناصحې او مفاهمې په غرض لیږلی، دا چې چا رسنیو ته لیږلی طیب اغا وايي چې زه ورباندې هیڅ علم نه لرم. خو یوه بله باوري سرچینه بیا د ښاغلي طیب د مشاور د څرګندونو برخلاف وايي چې یاد لیک یواځې رسنیو ته نه؛ بلکې د هغو تر څنګ د ملګرو ملتونو د ادارې په شمول د غربي هیوادونو یو شمیر دیپلوماتیکو نمایندګیو او سفارتونو ته هم لیږل شوی.

که واقعا خبره داسې وي لکه د طیب آغا مشاور چې وايي چې لیک د ښاغلي طیب په ناخبري کې رسنیز شوی او یا هم غربي دیپلوماتیکو مراکزو ته استول شوی بیا خو خپله ښاغلی طیب ته په کار دي چې د دې سپیناوی وکړي او له خپل لوري رسما دا وضاحت وکړي چې لیک له ده پرته بل چا رسنیو ته استولی دی.

د لیک زماني مدلولات

د طیب آغا په لیک کې ویل شوي چې هغه د تیرې جولای په میاشت کې د طالبانو مشرتابه ته استول شوی.

دا چې د لیک د استول کیدو نیټه دری میاشتې وړاندې ښودل شوې ده نو په کار و چې د هغه مثبت یا منفي ځواب او بیا د هغه په مقابل کې د ښاغلی طیب غبرګون هم دری میاشتې وړاندې وای.

خو دا چې ولي له دریو میاشتو تیریدو وروسته اوس په دغه حساس وخت کې د لیک موضوع راپورته کیږي، هغه رسنیز کیږي او بیا هره رسنۍ ورڅخه هغه مشخص الزامات د غټو سرلیکونو په حیث انتخابوي خپل مدلولات لري چې ځینې یې په لاندې ډول تشریح کیږي:

الف: په داسې حال کې چې ګډ حکومت د امریکایانو له مکمل پوځي او مالي حمایت سره سره د طالبانو د پوځي پرمختګونو په مقابل کې ناکام او همدا اوس عملا د هلمند او کندوز په څیر مهمو ولایتونو مراکز د طالبانو تر محاصرې لاندې دي، په اروزګان، فراه، بغلان او… کې دولتي ځواکونو د طالبانو د تهاجمې عملیاتو په مقابل کې ماتې خوړلې او په داخلي لحاظ د اشرف غني او ډاکټر عبدالله تر منځ اختلافاتو زور اخیستی، د حکومت لپاره اړتیا لیدل کیږي چې په تبلیغاتي لحاظ داسې صحنه سازي وکړي چې د څه وخت لپاره له خپلو شکستونو څخه د خلګو پام بلې خواته واړوي.

ب: د طالبانو د پوځي فعالیتونو له زیاتیدو سره سم پر هغوي نړیوال او سمیز فشارونه په دومره پیمانه زیات شول چې هغوی یې تر بل هر وخت زیات په سخته سیاسي مضیقه کې راګیر کړي په دغسې نازک وخت دغه لیک او په هغه کې پر طالبانو لګیدلي الزامات د طالبانو خلاف تبلیغاتې پروپاګڼډه ښه تقویه کولای شي.

ج: د امریکا او ملګرو ملتونو په فشار د اسلامي کانفرانس له لوري په سعودي عربستان کې د جګړې او ترهګري غندلو په اړه کنفرانس جوړیدونکی دی، هغه ته وار تر له مخه په تبلیغاتي لحاظ داسې مبررات په کار دې چې ګډون کوونکي یې د هغو پر اساس په افغانستان کې د امریکایانو خلاف مقاومت د افغانانو خپل منځي جګړه، د خلګو ناحقه وژل، په مسجدونو بریدونه کول او … وبولي.

له پورتنیو وضاحتونو څخه دا استنتاج کیدلای شي چې په دغه نازک زماني مقطع کې د لیک له رسنیز کولو څخه د ښاغلي طیب له اصلاحات غوښتلو پرته د نورو جهتونو خپلې تبلیغاتې موخې تر لاسه کول هدف دی چې له بده مرغه اوس مهال ورته د لیک نشرولو د تحقق پلمه په لاس ورکړه.

خلاصه

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو خلاف خپله د هغوی له منځه دا ډول الزامات لګول کیږي، بلکې تر دې وړاندې هم د ځینو هغو اشخاصو لخوا چې یا په خپله او یا هم د طالبانو د قیادت له لوري د ځینو ملحوظاتو په اساس له کاره ګوښه کړل شوي د خپلو ځانونو د برائت او یاهم په سیاسي صحنه کې د بیا مطرح کیدو لپاره دا ډول تبلیغاتي هنګامې جوړې شوې چې په مقطعي ډول طالب ضد رسنیو ورته ډیره هوا ورکړې خو د وخت په تیریدو سره هم د دې تبلیغاتو او هم یې د مبلغینو اثر کم شوی او د خلګو له پامه لویدلي، په داسې ډول چې نه د امریکایانو خلاف روان مقاومت ترې متآثر شوی او نه یې هم پر طالب قیادت د خپلو پلویانو باور له منځه وړی.

دا ځل هم ښايي په آني ډول له یاد لیک څخه د طالبانو خلاف تبلیغاتي ګټه پورته کړای شي، خو يه عملي لحاظ د مقاومت په جریان کوم اثر نشي غورځولای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا احمد جان اخند زاده

د طیب آغا لیک همده پخپله رسنیز کری او غوشتل یی سی دنیا ته دا وشی چه دی دیر پاک او د دغسی کارونو کوم سی ده په لیک ذکر کری پوره مخالف دی. دا لیک ده د زان د برات کولو په خاطر لا پخوا سو نورو ملکونو ته هم استولی اوس یی دادی میدیا ته هم ولیگه . په طالبان یی تهمت ولگاوه سی نو دوی دا تول غلط کارونه کوی. اول خو دا تول لیک یو اتهام دی غلط دی هیس حقیقت نلری داسی هیس کله ندی سوی. دوهم که فرض یی که که دا ویی نو… نور لوستل »

گل محمد راز

طیب چی ته دروغو الزامونه په مجاهیدینو لگوی نو بیا #### هم ا تینگه که فدایان زنده باد

احمد

په کوتو دي برکت شه ښکلی استدلال اوښه معلومات دي

نويد ازاد

ماشاء الله په زړه پوري…. زبردست تحلیل وو.

Muhammad khan

ٹگی دوکڑہ ٹگہ یارہ :ستادٹگی کاعذپہ جیب کی گرزومہ۔ پریژدہ چی خڑسیلاب می یوسی :پہ نازنین جاناں بہ ڈیرہ نازیدمہ

الجاج استاذ بیانزی

ثاقب صاحب سلامونه می ومنه ! دا چه ښاغلی طیب د مشر ملا صاحب سره ملتیا لرله او د ورپسی بل مشر سره یی ملتیا څخه انکار وکړو او د انکار دلایل یی هم نشنلستی وو اسلامی نه وو لمړی نیوکه [ دوهم مشر ولی پاکستان کی وټاکل شو ؟] که پاکستان کی مسلمانان هستوګنه لری او بیا دغه ذ ډویورند پوله هم مونږ ته انګریزانو ټاکلی چه مونږ یی نه منو ، که مونږ یی نه منو کویټه ، پشاور او تر چتراله ټول یو افغانستان دی ، که د اسلام له مخی یی څیړنه کوو پاکستان د اسلام… نور لوستل »

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx