افغانستان

ايمل فیضي: افغان دولت د امنيتي تړون په اړه د امريکا تر فشار لاندې دی

Aimal-Faizi-300x199له ارګ څخه په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې یو شمېر افغان چارواکي د امنيتي تړون په اړه د امریکا تر فشار لاندې دي.د کرزي ویاند ایمل فیضي رويټرز خبري آژانس ته خپل لیږل شوي ايميل کې ويلي چې یو شمېر افغان چارواکي د امريکا تر فشار لاندې دي. ښاغلي ايمل زیاته کړې چې دغه شان فشارونه به پر افغان دولت هيڅ اغېز ونه کړي. ایمل فیضي وايي چې يو شمېر افغان چارواکي هم پر ولسمشر ټينګار کوي چې باید زر تر زره دا تړون امضا کړي. د فیضي په وينا که دا عناصر په دې فکر کې وي چې ولسمشر به دوی تر خپل فشارلاندې دې ته مجبور کړي چې دا تړون دې پرته له شرایطو امضا کړي، نو دا خلک خطا شوي دي. ايمل فیضي يو ځل بیا هغه شرطونه تکرار کړل چې ولسمشر يې د امنيتي تړون په اړوند بیانوي.
ولسمشر کرزی وايي چې امریکایان باید دا تعهد راسره وکړي چې د افغانانو پر کورونو به چاپې نه وهي او افغانان به په خپلو کورونو کې نه وژني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x