د نن سرلیکنه

ایا د طالبانو لخوا ډرون کارونه د جګړې معادله بدلولای شي؟

نن ټکی اسياـ سرليکنه

د تیرې شنبې په ورځ طالبانو پر خپلې مربوطې ویب پاڼې د ډرون الوتکې په مټ اخیستل شوی ویډیو یې رپوټ خپور کړ.

دا تصویري رپوټ د هلمند ولایت د ناوې پر ولسولۍ له هغه برید څخه ترتیب شوی و کوم چې دوې اوونۍ وړاندې ترسره او له امله يي د ناوې امنیه قوماندان احمد سلیم او یو شمېر پولیس ووژل شول.

دا لومړی ځل دی چې طالبان په خپلو پوځي عملیاتو کې ډرون کمرې کاروي او په مټ یې د پوځي هدف انځورونه اخلي.

دا چې طالبانو د ډرون په وسیلې د پوځي صحنې عکاسي په بریالیتوب سره تر سره کړه ښايي په دوهمه مرحله کې د هغې په وسیله بهرنی ځواکونو او همداراز دولتي پوځي مراکز په نښه او له منځه یوسي.

که طالبان وکړای شي د ډرون په وسیله بهرني ځواکونه او دولتي اهداف په نښه کړي دا به له شکه پرته چې په افغانستان کې د جګړې معادله د طالبانو په ګټه بدله کړي.

په فلسطین کې د حماس ډلې د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۴ کال په جګړو کې د اسرائیلو(صهونیستي رژیم) په خلاف ډرون الوتکې وکارولې او په بریالیتوب سره يي وکړای شول چې د اسرائیلو په زړه تل ابیب کې د اسرائلو د دفاع وزارت او یوشمیر نور مهم مراکز په نښه کړي ، دې بریا د حماس ډلې پوځې څانګه (کتائب قسام) دیته وهڅوله چې د اسرائلو په خلاف د دې تخنیک کارولوڅخه ډیره استفاده وکړي.

که څه هم چې د ملي یووالي حکومت د دفاع وزارت د طالبانو لخوا په پوځي عملیاتو کې د ډرن کارونه عادي خبره ګڼې او وايي چې د طالبانو ډرون کمرې امنيتي ځواکونو ته کوم ګواښ نه شي پیښولی او که وليدل شي، نو له منځه به یې یوسي خو له پوځي او تخنیکي پلوه دا طالبانو داسې یو پرمختګ دی چې تر اوسه د ملي یووالي حکومت مجهز ځواکونه د دغه ډول عملیاتو سر ته رسولو وړتیا نه لري.

تر اوسه پوري طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د زغروالو وسائطو او ماین شنډوونکو وسائلو په مقابل کې داسې تکتیکونه کارولي چې د امریکا او ناټو پرمختللې تکنالوجي یې ننګولې او ناکامه کړې وه ، طالبانو په ډیرو عادي تفجیري موادو سره د امریکا هغه پر مختللي ماین شنډوونکي وسائظ تخریب او ناکام کړل کوم چې په ډیرو پر مختللو کمرو او ماین شنډوونکو وسائلو مجهز وي، همدا راز طالبانو وکړای شول د موټر بمونو په عیارولو او تفجیرې واسکټونو کې له داسې تکتیکونه څخه کار واخلې چې د ناټو او نورو بهرنیو ځواکونو د چاودیدونکو توکو کشفوونکي مدرن وسائل یې له کشفولو او معلومولو څخه ناتوانه وي.

همدا د طالبانو د تفجیري موادو بریالی تکتیک و چې امریکایانو او ناټو مجهزو ځواکونو ته یې په پوځي ډګر کې ماتې ورکړه ، که اوس پر هغه علاوه په هوايي جګړه کې د امریکایانو او دولتي ځواکونو په خلاف د ډرون الوتکو په کارو لو هم بریالي شي دا به له شکه پرته د هغوی لپاره داسې پرمختګ وي چې خامخا به د افغانستان د روانې جګړې معادله د طالبانو په ګټه وڅرخوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x