ادبي لیکني

او د حجرې مسافر طالبان په وينو لمبېدلي ول

عرفان  الله  عرفاني

د غره  په  لمن  کې  يو خټين  کلی  وو  چې  ښه  شنه  باغونه  يې  در لودل.  د کلي  په  بر سر کې  يې  يوه  د يخو اوبو چينه  وه  چې  شنو دنګو چنارونو به  پرې  خپل  سيوری  خور  کړی وو.  کليوالو به  ترې  کوروته  د څښلو اوبه  وړلې. د کلي  په  منځ  کې  يو مسجد  وو چې خلک  به  هلته  د لمانځه  لپاره  ورتلل. ماشومانو به  سهار او مازدېګر سيپارې  په  لاسو کې  نېولې  وې  د مسجد له  ملا صاحبه  به  يې  سبقونه  ويل.  د  مسجد  په  حجره  کې  څو تنه  طالبان  هم  دېره  وو.  دهقانان  به  پخپلو کروندو کې  مصروف  ول، او وړو نجونو به  له  پټيو نه  مالونو ته  واښه  راوړل.

يوه  شپه  ناوخته  د چورلکو  غږونه  شول،  لږ شېبه  ورسته  يې  غږ ورک  شو.

صبر  مې  ونشو، را پورته  شوم،  د بام  سر ته  وختم  چې  څه  کيسه  ده !؟ چې  ګورم  په  ټول  کلي  کې  خاموشي  خوره  ده،  ټول  خلک  په  خواږه  خوب  ويده  دي، او  د کلي  سپيو  په  کوڅو کې  غپل.  له  ځانه  سره  مې  وويل  چې ځه  هسې  طيارې  وې  چېرته  به  تللې  وي.  زه  لا  له  بامه  په  زېنو کې کښته  راروان  وم  چې  يو دم  مې  درنې  ډزې  تر غوږو شوې.  ما ويل  خير کړې  خدايه  دا څه  کيسه  شوه!!؟  ډزې  نورې  هم  پسې  زياتې  شوې.  د ډزو غږونو چې د غره  په  ګړنګونو کې  انګازې  کولې  د کلی  ټول خلک  يې راويښ کړل، خو هيچا دا جرئت  نشو کولی  چې  له  کوره  د باندې  ووځي.

د سهار رڼا لا خوره  شوې  نه  وه  چې  بيا مې  د چورلکو غږونه  تر غوږ و شول.  زه  په  بيړه  بيا بام  ته  وختم  چې  ومې کتل   نو چورلکې  پورته  شوې  لاړې.

سهار راوخوت  خو په  مسجد کې  آذان  ونه  شو. چې  ښه  رڼا شوه  اودس  مې  وکړ، د مسجد پر لور روان  شوم،  لار کې  يو څو نور سپين  ږېري   هم  راسره  يو ځای  شول،  پوښتنه  مې  ترې  وکړه  چې  دا  بېګا  څه  کيسه  وه !؟  هغوئ  هم  راته  وويل  چې  د ډزو غږونه  مو واو رېدل  نور پوه  نه  يو چې  څه  کيسه  پېښه  شوې  ده.  په  خبرو خبرو مسجد ته  ورسېدو، چې  ګورو په  مسجد کې  د ټوپکو کارتوس  پراته  دي!  ټول  وار خطا شوو، په  مسجد کې  هېڅوک  نه  ښکارېدل،  زر زر د طالبانو حجرې  ته  ورغلو، چې  ګورو ټول  طالبان  پخپلو وينو لمبېدلي  شهيدان  پراته  دي.

  د حجرې  دېوالونه  په  سرو وينو لړلي  وو،  کتابونه  هم  په  مرميو سوري  سوري  وو.  بس  يو آه  مې  له  خولې  و ووت!   کليوال  ټول  راغلل،  د هر چا پرمخ  د غم  اوښکې  بهېدلې.  شهيدان  مو راپورته  کړل،  په  کټونو کې  مو کېښودل. د شهيدانو نازکې  ځوانۍ په وينو رنګېنې  شوې  وې. ځوانان  هدېرې  ته  د قبرونو د کندلو لپاره  لاړل ، د نورو کليو خلک  چې  را خبر شول   هغوی  هم  را ورسېدل.  د شهيدانو جنازې  مو د تکبيرونو او  سلګيو په بدرګه  پر ووږو واخيستې  او د هدېرې  پر لور  روان  شوو. د کورونو په  دروازو کې  ښځينه  وو را کتل،  هرې  خوا سلګۍ وې او  قاتلانوته  يې  ښېراوې  کولې  چې څنګه  يې  زموږ د کلي  مسافر طالبان  يې  شهيدان کړل.

   د جنازې  لمونځ  ادا شو او شهيدان  مو  خاوروته  وسپارل . ماښام   مې چې راډيو را واخيسته  او خبرونه  مې  ونېول  نو د خبرونو سر ټکي  همدا وو  چې  بېګا شپه  د داخلي  او خارجي  ځواکونو په  ځانګړيو عملياتو کې  په  پلانکۍ  سيمه  کې  د طالبانو څومهم  قومندانان  ووژل  شول.

اوس  به  د دې  پوښتنه  د چانه  وکړو؟  ايا دا د مسجد طالبان   دهشت  ګر وو، يا له  دوی  سره  پوټک ، يا بمونه  وو ،  يا دلته  د کوم  طالب  قومندان  شپه  وه؟

نه  بلکه  همدغه  داخلي  او خارجي  عسکر  پخپله  دهشت  ګر دي  دوی  د  مسلمانانو  او افغانانو د وينو تږي  دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x